د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۹

د غزني چارواکي:کلینیکونو کې درمل په خلاصېدو دي دوام یې ناورین زېږوي


د غزني روغتون

د غزني روغتیايي چارواکي اندېښنه ښيي چې د نظام له بدلون سره د روغتیا په برخه کې د مرستو کموالي روغتیايي خدمتونه ټکني کړي دي.

دوی وايي، که دغه حالت همداسې دوام وکړي ناورین به رامنځته شي.

د روغتیا ريیس ډاکټر ظاهر شاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، هغه پروژه چې د غزني مرکز او ولسوالیو ټولو روغتیايي مرکزونو ته یې خدمتونه وړاندې کول، له هغې پروژې سره قرارداد پای ته رسیدلی دی چې له امله زیاتې روغتیايي ستونزې رامنځته شوي دي.

نوموړی زیاتوي، یادې پروژې له روغتیا ریاست سره د ډاکټرانو معاشونو، درملو، تیلو، اکسیجن، مایع ګاز او داسې نورو ډېری برخو کې مرستې کولې چې اوس درېدلې دي.

نېکمل زیاتوي چې ستره ستونزه دا ده چې په کلینیکونو کې درمل هم مخ په خلاصېدو دي: "غزني کې د صحتمندۍ په یوه غټه پروژه وه، د روغتیا په برخه کې یې ټول خدمتونه وړاندې کول، د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې د هغې قرارداد ختم دی، باید چې دغه تمدید شوی وای، خو د سیاسي بدلون له راتلو سره دغه قرارداد تمدید نه شو، له بده مرغه دغه 'اېن.جي.او' قرارداد نه لري او کومه امیدواري هم دوی ته نه ده ورکول شوې، په همدې خاطر دوی اوس په خپلو شفاخانو او کلینیکونو کې مصارف راکم کړي، که څه چې ان صفر ته یې رسولي دي."

د غزني د روغتیا ريیس ډاکټر ظاهر شاه نېکمل
د غزني د روغتیا ريیس ډاکټر ظاهر شاه نېکمل

د ظاهر شاه نېکمل په خبره چې له تېرو دوو میاشتو څخه د روغتیا څانګې پرسونل هېڅ معاشونه هم نه دي اخیستي، خو بیا هم خپل کار ته ژمن دي، ولې وروسته دغه کار کوونکي له ستونزو سره مخ کېږي.

د نوموړي په خبره، که نړیوال خپلو مرسته ته دوام ورنه کړي،د روغتیا په برخه کې به بدې پایلې رامنځته شي.

نېکمل وايي: "که نړیوال بانک مرسته ونه کړي او دغه روغتیايي مرکزونه چې له تېرو شلو کالو څخه روغتیايي سیسټم جوړ شوی، روغتونونه جوړ شوي، ډاکټران موجود دي، ریفر موجود دی، امبولانسونه موجود دي، که د دغه حمایت تمدید نه شي، نو دا به یو ناورین رامنځته کړي، ځکه هغه میندې چې په اولاد ناروغېږي، دا زموږ کلنیکونو ته چې کله راځي په کلنیک کې که قابله نه وي، یا په کلینیک کې تېل، اکسیجن او یا پرسونل نه وي، هغوی خو مري."

د غزني ملکي روغتون ته د غزني ولایت مرکز او ولسوالیو ترڅنګ له څنګلورو ولایتونو څخه لکه، بامیان، زابل، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي هم خپل ناروغان د درملنې لپاره راوړي.

د روغتیا ریاست چارواکي وايي، په یاد روغتون کې تر ټاکلي حد د زیاتو ناروغانو درملنه کېږي چې اوس یې اندېښنې راولاړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG