د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډله پرون بنګله دېش ته لاړه چې د دغه هېواد له نولس کلنو لوبډلې سره څو مسابقې وکړي.
د افغانستان د کرکټ بوډ ویاند فرید هوتک د افغانستان او بنګله دېش د ځوانو لوبډلو د سیالیو په اړه وویل دا سیالۍ به په اسیايي او نړیوالو سیالیو کې د دواړو لوبډلو د چمتووالي لپاره مهمې وي.