د پارا المپیک په تکواندو لوبو کې افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي لومړۍ لوبه په ازبیکستان وبایلله، خو لا د مډال د لوبې چانس لري.
دا خبره د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد په خپل فیسبوک ورکړی.
هغه لیکلي ذکیې لومړۍ لوبه بېګا د ازبکستانۍ لوبغاړې په وړاندې ۱۷ پر ۱۲ وبایله خو له دې چې سیاله یې نیمه پایلوبې ته ورسېده ذکیې ته هم د بل پړاو چانس په لاس ورغی.
اوس به ذکیه له اوکراینۍ لوبغاړې سره مخ کېږي او که یې وګټي نو دوه لوبې نورې هم باید وکړي څو د پارا المپیک برنزو مډال وګټي.
د توکیو د پارا المپیک لوبو ته له افغانستانه یواځې دوه لوبغاړي ذکیه خدادادي او حسین رسولي په ځنډ ور ورسېدل.