د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۳

نړۍ

د امریکا لویزیانا ایالت کې له ایدا سمندري طوفان سلګونه کسان وژغورل شول

د امریکا لویزیانا ایالت کې ایدا سمندري طوفان

ژغورونکو د دوشنبې په ورځ په لویزیانا کې د ایدا له سمندري طوفان څخه په سلهاو کسان وژغورل.

دغه طوفان په ایالت کې سخته وراني کړې ده.

د ایدا طوفان له څلور درجې شدت او د ۲۴۰ کیلو متره سرعت سره، د یکشنبې په ورځ د لویزیانا ساحل ته ورسېد او د برېښنا بندېدو لامل شو، د ودانیو چتونه‌یې ویجاړ کړل او سړکونه‌یې هم ککړ کړل.

ویل کېږي چې طوفان دوشنبه ناوخته ورو شوی.

د طوفان په پایله کې، د نیو اورلینز په شمول په لویزیانا کې نږدې یو ملیون کورونه بې‌برقه پاتې دي.

طوفان د اوونۍ په نیمایي کې له درنو بارانونو او سېلابونو سره نیویارک ته رسېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جو بایډن نن د هند پاسیفیک تړون د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه‌توب کوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به نن په حضوري بڼه د هند پاسیفیک د تړون د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي.

دغه کتنه چې نن به په سپینه ماڼۍ کې ترسره شي، په‌کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي، د جاپان صدراعظم یوشیدا سوګا او د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن ګډون وکړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دغه کتنه به ولسمشر بایډن ته یو فرصت وي چې له فرانسې سره راپورته شوي وروستي اختلافات یوې خواته کړي.

فرانسه د امریکا، بریتانیا او استرالیا پر هغه امنیتي تړون چې څو ورځې مخکې اعلان شو، سخته په قهر شوې، د هغه تړون چې پر اساس‌یې استرالیا پر اټمي وسلو سمبال د اوبتلونو تکنالوژي له امریکا ترلاسه کوي او له استرالیا سره د فرانسې د په لسګونه میلیارد ډالرو د اوبتلونو معامله باطله کېږي.

تر دې کتنې مخکې د جاپان او هند حکومتونو له استرالیا سره د متحده ایالاتو او بریتانیا د دغه نوي امنیتي تړون هرکلی کړی و.

دغو درې واړو هېوادونو ویلي چې پر اټمي وسلو د اوبتلونو سمبالېدل د هند-پاسیفیک د سیمې په اړه د دوی ژمنه په ډاګه کوي او ټینګار یې کړی چې دغه ډیپلوماتیک کړکېچ به له فرانسې سره اوږدمهاله اړیکې اغېزمنې نه‌کړي.

د امریکا تینیسي ایالت کې یوه بریدګر ۲ تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي

ارشیف، امریکاي پولیس

د امریکا په تینیسي ایالت کې یوه بریدګر دوه کسان په ډزو وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه پرون د تینیسي ایالت مرکز میمفس ښار ته نږدې په یوه پلورنځای کې شوې.

د سیمې د پولیسو مشر ډېل لېن رسنیو ته ویلي چې بریدګر په پلورنځي کې په عامو خلکو ډزې کړي له ډلې یې دوه تنه وژلي او ۱۲ کسان‌یې ټپیان کړي.

ډېل زیاته کړې ټپیان روغتون ته وړل شوي، خو د ځینو حال ښه نه‌دی.

د پولیسو دغه مشر زیاته کړې چې بریدګر په خپله له برید وروسته مړ موندل شوی او ښکاري چې خپل ځان‌یې وېشتی دی.

د بریدګر په اړه زیات معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری: یمن کې ۱۶ ملیونه کسان له لوږې سره مخ دي

یمن کې پر بې‌وزلو کورنیو د خوراکي توکو وېش

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې په یمن کې ۱۶ ملیونه انسانان د لوږې په درشل کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر اساس، که د اړتیا وړ مالي مرسته ونه‌شي، راتلونکې اکټوبر میاشت به د ملیونونو یمنیانو خوراکي مرستې پای ته ورسېږي.

د دې پروګرام رئیس ډېوېډ بېسلي پرون (پنجشنبه) وویل، د روان کال په لومړیو کې جنګ‌ځپلي یمن ته د بشري مرستو بودجه خلاصه شوه او یوازې د امریکا، جرمني، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو د مالي مرستو په نتیجه کې دوی د بشري ناورین مخه ونیولای شوه.

ده خبرداری ورکړ چې که نړیوالې ټولنې نوره مالي مرسته ونه‌کړه په اکټوبر کې به د شااوخوا ۳ ملیونه او ۲ لکه او په ډسمبر کې د شااوخوا ۵ ملیونه یمنیانو خوراکي مرستې ختمې شي.

د ایران اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره پر ډيپلوماتیکو لارو د بلېنکن ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټمي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلي بلېنکن پرون (پنجشنبه) د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د خبرو اترو له لارې د ایران د اټمي پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ده ویلي، امریکا د داسې لارو هڅه کوي چې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه ټولې اندېښنې پای ته ورسوي.

له بلې خوا یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د خبرو لور ته د ایرانیانو نه‌لېوالتیا د دوی زغم پای ته رسوي.

دغه امریکايي چارواکي چې خبري اژانسونو یې نوم نه‌دی څرګند کړی پرون (پنجشنبه) وویل، ایران تر تله اټمي خبرو ته د راګرځېدو وخت نه‌لري.

ده دا هم ویلي، سره له دې چې له ایران سره لا هم پر اټمي موافقه د خبرو بیا پیلولو ته وخت شته، خو د امریکا صبر بې‌پایه نه‌دی.

روسیه: باور شته چې د ورکې شوې الوتکې د لوېدو سیمه موندل شوې

د خباروفسک یوه څنډه

د روسیې په لېرې ختیځ کې چارواکي داسې باور کوي چې د یوې لادرکه شوې الوتکې د لوېدو سیمه یې موندلې ده.

د خباروفسک په سیمه کې دا الوتکه پرون تر پورته کېدو وروسته د ۳۸ کیلو متره واټن کې د رادار له کرښې ووته.

دا الوتکه په یوه تخنیکي ماموریت بوخته وه او په کې د سپرو شپږو تنو عملې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

تاس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې د دې الوتکې ټوټې یې پيدا کړي دي.

نیپال د سارک غونډې په اړه د پاکستان وړاندیز رد کړی

ارشیف، د سارک غونډه

داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د سارک د غړیو هېوادونو اوسمهالي مشر نیپال، د پاکستان دا وړاندیز رد کړی دی چې د سارک د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکي غونډه کې دې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو استازی برخه واخلي.

البته تراوسه اسلام اباد رسماً دا خبر نه دی تایید کړی چې له کټمنډو څخه یې داسې غوښتنه کړې ده.

نیپال، بنګله دیش، بوتان، هند، مالدیف، پاکستان، سریلانکا او افغانستان د سارک سازمان غړي دي.

ټاکل شوې ده چې د حکومتونو ترمنځ د دې سیمه ییز سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د شنبې په ورځ غونډه وکړي.

سعودي د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې نه پریږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي

د ایران او سعودي عربستان ګډ بیرغونه

د سعودي عربستان پاچا د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې نه پریږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان پاچا پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته به خپله وار له مخه ثبت شوې وینا کې وویل، دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ایران اټمي هڅې سوله ییزې دي.

ده وویل: "د سعودي عربستان شاهي دولت پر دې ټینګار کوي چې په منځي ختیځ او سیمه کې د ډله ییزې وژنې هېڅ راز وسلې نه وي. سعودي د ټولو هغو نړیوالو هڅو حمایت کوي چې نه پږیږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي."

ایران تل ويلي دي چې اټمي هڅې یې سوله ییزې دي او د انرژي لپاره دي نه د اټمي وسلو لپاره.

شي جین پېنګ: له خپلې خاورې به بهر ډېر سکاره سوځوونکي برېښناکوټونه جوړ نه‌کړو

د چین ولسمشر شي جین پېنګ

د چین ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد به‌یې هغه برېښناکوټونه چې ډېر سکاره په‌کې سوځول کېږي، له خپلې خاورې دباندې جوړ نه‌کړي.

شي جین پېنګ دا ژمنه په داسې حال کې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کې وکړه چې پر چین په برېښناکوټونو کې د سکرو د کارولو په خاطر فشارونه زیات شوي دي.

دا فشارونه د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس د موافقې د هدفونو د پوره کېدو په خاطر دي.

د ترکمنستان ولسمشر تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په درشل کې تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه.

د ترکمنستان د خپلواکۍ ورځ د سېپټمبر پر ۲۷مه لمانځل کېږي.

د دغه هېواد دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې مستبد ولسمشر محمدوف د ۲۰۶۴ بندیانو د خوشې کېدو فرمان "د نیکونو له لارښوونې سره سم د زړه ­سوي او بشرپالنې د اصولو له مخې لاسلیک کړ."

ویل شوي په دغو بندیانو کې شپږ تنه یې بهرنیان دي، خو د هغوی هېوادونه نه دي مشخص شوي.

جنوبي وزیرستان کې د ماینونو د قربانیانو پر پرلت برید شوی

جنوبي وزیرستان کې د خلکو اعتراض

پاکستاني فعالان وایي چې پولیسو د جنوبي وزیرستان په کوټکۍ سیمه کې د ماینونو د قربانیانو پر پرلت برید کړی دی.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه غړي شېرزاده مسید د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د سې شنبې(د وږي ۳۰مه) په ورځ پولیسو پر اعتراض کوونکو حمله وکړه: "پولیس راغلل د ماینونو د قربانیانو پر غونډه یې حمله وکړه چې سیمه ییز مشر رحمت شاه مسید او ډېر نور ټپیان شول."

اعتراض کوونکو د مکین او ټانک ترمنځ لاره بنده کړې ده، دوی له څه باندې دوو اونیو راهیسې اعتراض پیل کړی دی او وایي چې سیمه دې له ماینونه پاکه شي، حکومت دې هغو کسانو ته کارونه ورکړي چې مایونونو ژوبل کړي دي، همدا راز دې د هغو کسانو کورنیو ته تاوان ورکړي چې خپل خپلوان یې د ماینونو له امله وژل شوي دي.

د پولیسو مشر شوکت علي وایي چې پر اعتراض کوونکو به د شوي برید په اړه څېړنې وکړي او وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

ایران: د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

ایران وایي چې د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند سعید خطیب زاده په وینا د دغه هېواد ایرنا خبري اژانس خبر ورکړ چې د ویانا خبرې به په څو اونیو کې شروع شي.

تهران په داسې وخت کې دا وړاندیز کړی دی چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) وویل، که ایران دا تړون مني واشنګټن به یې هم ومني: "متحد ایالاتونه پر دې ژمنه ولاړ دی چې ایران به نه پریږدي چې اټمي وسله ترلاسه کړي. موږ له پنځه جمع یو سره کار کوو چې د ډپلوماسي له لارې ایران دې تړون ته ستون شي، موږ دې ته چمتو یوو چې په بشپړ ډول دې تړون ته ستانه شو، که ایران ورستنیږي."

ایران د نړۍ له ځواکمنو سره په ویانا کې شپږ پړاوه خبرې وکړې، څو د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون چې په دوه زره اتلسم کال کې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې بهر شوی و، بیا را ژوندی شي.

دا خبرې د جون په میاشت کې هغه وخت وځنډیدې چې په ایران کې سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسي انتخاب شو.

د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله پیل شوه

ارشیف، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله

د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله نن په نیویارک کې پیل شوه.

لومړنی ویناوال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش و چې د خبرو دوه د سر موضوع‌ګانې یې د سولې او اقلیمي بدلون په اړه وې.

ښاغلی ګوترش زیاتوي: "موږ عملي اقداماتو او د بشري حقونو درناوي ته اړتیا لرو. موږ د سولې لپاره یوې نوې جامع اجنډا ته ضرورت لرو. دوهمه خبره دا چې موږ باید اقلیمي وېش سره وصل کړو. دا د شمال او جَنوب ترمنځ د باور جوړولو ته اړتیا لري."

ښاغلي ګوترش همداراز د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي د نړۍ ۷۰ فیصدو وګړو ته د کرونا د واکسین په رسولو هم ټینګار وکړ.

د راپورونو په اساس د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبله کې اقلیمي بدلون، د چین او امریکا ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان نامعلوم برخلیک، د یمن، سوریې او ایتوپیا جګړې د بحث وړ موضوع‌ګانې یادې شوي.

د کاناډا صدراعظم د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې.

د ترودو په مشرۍ لېبرال ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د اکثرو څوکیو له ګټلو پاتې راغی.

د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیې چې لېبرالانو د سپټمبر په ۲۰مه ټاکنو کې ۱۵۶ پارلماني څوکۍ ګټلي.

له وخت مخکې ټاکنو په ترسراوي سره ترودو هیله درلوده چې د هغه ګوند به د پارلمان ۱۷۰ څوکۍ د اکثریت لپاره وګټي.

۴۹ کلن ترودو به اوس د داسې حکومت مشري کوي چې په پارلمان کې له ډېرو څوکیو سره سره د قوانینو تصویب لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ باندې تکیه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ګوري

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل وايي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ګوري.

خو بورېل زیاته کړې چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د لاسلیکوونکو هېوادونو د وزیرانو په کچه کومه لیدنه په اجنډا کې نه‌شته.

له دې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان ویلي چې د بریتانیا، چین، فرانسې، چین، جرمني او روسیې وزیران دا اوونۍ د ملګرو ملتونو په مقر کې د ایران له استازي سره په لیدنه کې د اټمي تړون په اړه د خبرو په بیا پيل باندې ټینګار کوي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د امریکا پخوانی ولسمشر په ۲۰۱۸ کال کې ووت او ورپسې یې په ایران سخت بندیزونه ولګول.

دا چاره د دې لامل شوه چې ایران هم تړون کې کړې ژمنې یو په بل پسې ماتې کړي او د نورو لاسلیکوونکو هېوادونو اندېښنې وپاروي.

د ایران او امریکا د بیا جوړولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا یې کومه کره نتیجه نه‌ده ورکړې.

بایډن به نړۍ اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره مبارزې ته وهڅوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

تمه ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې نړۍ له اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره د مبارزې لپاره وهڅوي.

د ملګرو ملتونو ۷۶ عمومي اسمبلۍ نن په نیویارک کې پیلېږي.

بایډن به دا هم ووایي چې د پاسنیو ستونزو د هواري لپاره به د امریکا په مشرۍ د ډپلوماسۍ دوره پيل شي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي فرانس پرېس ته ویلي، ښاغلی بایډن به له چین سره د سړې جګړې د مخنیوي په اړه هم وغږیږي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، بایډن د افغانستان په تړاو په خپلو خبرو کې یادونه کوي چې د افغانستان د جګړې پای ته رسول د امریکا د اغېزمن او هدفمند باب پرانېسته ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG