د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ تله ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۳۴

خبرونه

جو بایډن: اېدا توپان د خلکو ژوند ته ګواښ دی او لویې ویجاړۍ به رامنځته کړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه خبرداری ورکړ چې اېدا توپان د خلکو ژوند ته یو ګواښ پېښ کړی او لویې ویجاړۍ به رامنځته کړي.

روېټرز خبري اژانس د بایډن په حواله ویلي چې دا توپان به د څو اوونیو په مخه د هغو کسانو برېښنا پرچاو کړي چې د امریکا خلیج ته په نږدې سواحلو کې ژوند کوي.

امریکایي چارواکي مخکې له مخکې د زیانمنېدونکو کسانو لاسنیوي ته لاس په کار شوي او ویلي یې دي، لسګونه زره هغو کسانو ته پناه‌ځای جوړوي چې له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د ملګرو ملتونو پر یوې پرېکړې اعتراض کړی

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ

طالبانو د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د دوی استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت سفیر نومول شوی، نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.

شاهین زیاته کړه: "موږ د خلکو ملاتړ لرو او موږ د دې وړتیا لرو چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړو. نو دا زموږ حق دی چې د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت وپيژندل شو."

تردې وړاندې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و چې غلام محمد اسحاقزی به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

خو ښاغلي شاهین نن وویل یو کس چې د افغانستان په هېڅ برخه کنټرول نه لري په کومو اصولو د افغانستان په استازیتوب خبرې کولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت پخوانی استازی ښاغلی اسحاقزی اوس هم په خپله دنده کې پاتې دی ځکه لا د ملګرو ملتونو د اعتباربښنې کمېټې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

ترکیه: له روسیې د لازیاتو دفاعي سیسټمونو په پیرلو غور کوو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، له روسیې نه د لا زیاتو دفاعي سیسټمونو په اخیستلو غور کوي.

دا کار ممکن واشنګټن لا ناراحته کړي.

ترکیه چې د ناټو غړې ده، د F-35 جنګي الوتکو له پروګرام څخه ایستل شوې ده.

وروسته له هغې چې انقرې په ۲۰۱۹ کې له روسیې څخه S-۴00 هوایي دفاعي سیسټم وپیره، د دې هېواد د دفاع وزارت چارواکي له بندیزونو سره مخ شول.

متحده ایالات وايي چې د روسیې له دې سیسټمه د ناټو دننه کار اخیستل F-۳۵ جنګي الوتکي ګواښي،خو ترکیه وايي، دا سیسټم پرته له دې چې د ناټو سیسټمونو کې مدغم شي په خپلواکه توګه وکارول شي.

طالبان: نړیوال هوايي شرکتونه دې افغانستان ته الوتنې پیل کړي

د کابل هوايي ډګر

طالبانو له نړیوالو هوايي شرکتونو غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د کابل په هوایي ډګر کې ستونزې حل شوي دي.

د کابل هوایي ډګر چې تېره میاشت د بهرنیانو او له خطر سره مخ افغانانو د ایستلو پر مهال لږ څه تخریب شوی وو، د قطر او ترکیې په مرسته بېرته جوړ شوی.

د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو د عملیاتو پر مهال له ۱۲۰ زرو زیات کسان چې په کې اکثر افغانان وو وایستل شول.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت PIA په ګډون یو شمېر هوایي شرکتونه د کابل هوایي ډګر څخه محدود خدمات لري.

د بشري مرستو او مسافرینو د لېږد رالېږد ځینې پروازونه هم کېږي خو تجارتي الوتنې په بشپړه توګه لا نه دي پيل شوي.

جرمني کې خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه

جرمني کې انتخابات

په جرمني کې نن خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه. لومړنۍ وړاندوینې ښيي چې هېڅ یوه ګوند تردې دمه اکثریت نه دی ګټلی.

په جرمني کې له څه باندې شپېته میلیونو کسانو چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي څلوېښت فیصدو یې ویلي چې بې تصمیمه دي.

یو شمېر نورو بیا وار دمخه د پوستې له لارې خپله رایه ورکړې ده.

د جرمني تلونکې صدراعظمه انګېلا مېرکل د خپل ډموکراټ مسیحي ګوند استازی ارمین لاشت مخته کړی او له خلکو یې غوښتي وو چې هغه ته رایه ورکړي.

هاخوا د لاشت پر وړاندې د ماليې وزیر اولاف شولتز چې د سوشیال ډموکراټ ګوند په استازیتوب کاندید دی سیالي کوي.

اولاف هم لومړی هڅه کوله چې د مېرکل د ځای ناستي کاندید په صفت ځان مطرح کړي خو مېرکل له خلکو غوښتي و چې ارمین ته رایه ورکړي.

مېرکل به د نوي صدراعظم په راتلو خپله شپاړس کلنه دوره پای ته رسوي.

اسراییلي پوځ: یو لړعملیاتو کې ۵ فلسطینیان وژل شوي

ارشیف

د اسراییل پوځ تایید کړې چې د دوی په یو لړ عملیاتو کې نن سهار پنځه فلسطینیان وژل شوي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې اسراییلي عسکرو د هغو فلسطینیانو د نیولو لپاره په بیت المقدس او شااوخوا سیمو کې عملیات ترسره کړل چې د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي قصد یې درلود.

بیان زیاتوي چې وژل شوي فلسطینیان د حماس وسله وال غړي وو چې د دوی له پوځیانو سره په مخامخ ډزو کې لګېدلي.

د فلسطین د روغتیا وزارت بیا اعلان کړی چې د بیت المقدس په شمال کې د بدو سیمې درې اوسیدونکي او د برقین سیمې دوه اوسیدونکي د اسراییل له خوا وژل شوي.

د راپورونو له مخې یو اسراییلی افسر او یو عسکر هم په دې نښتو کې ټپیان شوي.

په دې مخامخ نښتو سربېره د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو پر مهال اته فلسطینیان نیول شوي هم دي.

نصرت حقپرست په یو اېف سي کې خپله لوبه پر ډن هوکر وبایلوده

د رزمي لوبو وتلی افغان لوبغاړی نصرت حقپرست

د رزمي لوبو وتلي افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د رزمي لوبو د تر ټولو معتبره سازمان یو اېف سي په ۲۶۶ دور کې نن سهار وختي له اسټرالیايي لوبغاړي ډن هوکر سره چې د نړۍ اووم مقام لري ولوبېد.

د دوی لوبه د امریکا د لاس ویګاس په ټي ارینا کې وشوه چې زرګونه ننداره چیان هم ورته ناست وو.

حقپرست د درېیو راونډونو په پایله کې د ځینو نومرو په تفاوت لوبه وبایلوده خو له لوبې وروسته یې ټېنګار وکړ چې ژر به لاغښتلی راستنیږي.

حقپرست چې دوه اوونۍ مخکې یې مور وفات شوې وه ویلي چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې لوبه وکړه.

نصرت حقپرست چې د یو اېف سي په سازمان کې لوبیږي د دیارلسو بریاوو او څلورو ماتو ریکارډ لري.

ملګري ملتونه: طالبان د ملګرو ملتونو اسامبلۍ کې ګډون نه شي کولای

طالبان

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، طالبان د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.

سټيفن دوجاریک ویلي، د دوشنبې په ورځ به په عمومي اسامبلۍ کې په رسمي توګه غلام محمد اسحق زی د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

اسحق زی د افغانستان د تېر حکومت سفیر و چې لا پر خپلې څوکۍ پاتې دی.

سره له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په لیک کې له هغه غوښتي چې د طالبانو استازي ته په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون او وینا اجازه ورکړي خو ملګرو ملتونو لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو د اعتبار بښنې کمېټې هم د افغانستان په تړاو کومه ناسته او پرېکړه نه ده کړې، په دې معنی چې د افغانستان د پخواني حکومت استازی محمد اسحق زی په خپل ځای دی.

د راپورونو له مخې طالبانو د خپل سیاسي دفتر غړی او ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړی چې لا ورسره ملګرو ملتونو موافقه نه ده کړې.

روسیه: د طالبانو حکومت پر رسمیت پېژندلو حاضر دمه غور نه کېږي

ارشیف، یو افغان د طالبانو د حکومت بیرغونه لېږدوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په دې انتقاد کړی چې د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع حاضردمه غور نه کېږي.

لاوروف پرون ویلي چې روسیه له طالبانو سره اړیکې لري او د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډول اړیکې نه منع کوي.

لاوروف زیاته کړه: "د امنیت شورا په پرېکړه لیکونو کې اوسني بندیزونه داسې اړیکې نه منع کوي. برعکس اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه تجدید شي د دې لپاره چې سیاسي پروسه مخته ولاړه شي او دا چاره له طالبانو سره له کار او د موږ له اړیکو پرته ممکنه نه ده."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه دې پر دوی باندې د فشارونو اچولو ته د پای ټکی کېږدي.

هغه وویل، طالبانو له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي خو که فشارونه دوام پیدا کړي له دې وضعیت به هغوی ګټه واخلي چې ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولای شي.

جرمنيان د مېرکل د ځای ناستي د ټاکلو لپاره انتخاباتو کې برخه اخلي

انګېلامېرکل

د جرمني خلک نن یکشنبه په انتخاباتو کې ګډون کوي چې د انګېلامېرکل ځای ناستی غوره کړي.

مېرمن مېرکل چې له ۱۶ کلونو راهیسې د جرمني صدراعظمه ده، د خپل دموکرات مسیحي ګوند د مشر ارمین لاشت د بري لپاره هلې ځلې کوي.

مېرمن میرکل د جمعې په ورځ په یوه وینا کې وویل، د دې لپاره چې په جرمني کې ثبات دوام وکړي، باید ارمین لاشت صدراعظم شي.

خو د لاشت سیال الاف شولتز چې اوس د جرمني د اقتصاد وزیر دی، په یوه وینا کې وویل، اوس د جرمني لپاره د یوې نوې پیلامې وخت دی.

د جرمني تر ۶۰ میلیونه ډېر خلک د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

امریکا کې له پټلۍ د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله ۳ تنه مړه شوي

ارشیف

په امریکا کې له پټلۍ څخه د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله لږ تر لږه ۳ تنه مړه شوي دي.

دا پېښه پرون شنبې په مونتانا ایالت کې وشوه.

شیکاګو ته په دغه روان رېلګاډي کې ۱۴۶ تنه سپرلۍ او ۱۶ تنه عمله سپره وه چې له پټلۍ ووت.

تراوسه پورې له پټلۍ څخه د دغه رېلګاډي د وتلو علت نه دی څرګند شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د وروستي اقدام هرکلی کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د وروستي اقدام چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو شمېر ادارو ته د فعالیت او د پیسو د ځینو انتقالاتو ته اجازه ورکړې، هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون شنبې رسنیو ته په یوه استولي اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت د امریکا د خزانې وزارت وروستنی اقدام چې له مخې یې د امریکا دولتي ادارو، نړیوالو او غیر رسمي ټولنو او بانکونو ته اجازہ ورکړل شوې چي له افغانستان سرہ د خوراکي توکو او درملو مرستو رسولو ته اسانتیاوې برابرې کړي، هرکلی کوي.

په اعلامیه کې دغه راز هیله ښودل شوې چې د امریکا د متحدہ ایالاتو په شمول ټول ھېوادونه او نړیوال سازمانونه د افغانستان له حکومت سره اړیګې ټینګې او له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د متحد ایالاتونو د خزانې وزارت د تېرې جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د متحد ایالاتونو حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو سازمانونو ته یې اجاره ورکړې چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او بشري مرستندویه هلو ځلو کې ونډه واخلي.

د امریکا د خزانې وزارت دغه راز ویلي چې د زراعتي موادو، دارو درملو او طبي وسایلو ته یې هم اجازه ورکړې ده چې افغانستان ته صادر شي.

روسیه: لا هم غور نه دی شوی چې پر طالبانو بندیزونه لېري شي او که نه؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا تراوسه په دې غور نه دی کړی چې ایا پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي که نه؟

لاورف چې پرون شنبې یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې دغه راز وویل، ده تراوسه له هېڅ چا نه دي اوریدلي چې چا دې د ملګرو ملتونو له امنیت شوراغوښتي وي چې اوس یې اړتیا ده چې پر طالبانو دې لګول شوي بندیزونه کم یا بیخې لېرې شي.

روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې د بندیزونو په لېرې کولو یا لګولو کې مهم رول لري، د پنځو دایمي غړیو له ډلې یوه ده.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې دغه بندیزونه له طالبانو سره د مسکو پر ارتباطاتو هېڅ اغېز نه لري.

ایټالیا کې زرګونو کسانو د افغان مېرمنو په ملاتړ لاریونونه وکړل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په زرګونو کسانو د ایټالیا د پلازمېنې روم په ګډون په څو ښارونو کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه وکړل او غوښتنه یې وکړه چې نړیوال دې د طالبانو پر مشرانو فشارونو ته دوام ورکړي، څو ښځې پریږدي چې زده کړې وکړي او په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په هغو ډلو کې چې دغه لاریونونه یې تنظیم کړي وو، د پنجیه بنسټ(فاونډېشن) هغه غړي هم و چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغان مېرمنو لپاره په اقتصادي پروژو کې ونډه اخیستې وه.

د دې بنسټ مرستیالې سیمونا لانځوني چې د روم په لاریون کې یې ګډون کړی و، وویل: "موږ باید فشارونو ته دوام ورکړو، څو ښځې وکولی شي نه یوازې زده کړې وکړي بلکې د خپل هېواد په سیاسي چارو کې هم ونډه واخلي."

د دغو لاریونونو چې شعار یې و، هغوی باید پرینه ږدو، ویناوالو د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګروملتونو له خوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د یوې دایمي څارنې غوښتنه وکړه.

البانیا: د افغانستان خلک دې بیا یوه څلورلاره کې نه پرېښودل کېږي

د البانیا صدراعظم ایدي راما 

د البانیا صدراعظم ایدي راما وایي، د افغانستان خلک باید بیا په یوه څلورلاره کې پرینه ښودل شي.

ښاغلي راما دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وکړې او په خپل هېواد کې یې د یو شمېر افغانانو منلو ته په اشاره وویل، هغه څه چې یې د سترګو پر وړاندې تیرېدل نه شوای کولای چې بې تفاوته پاتې شي.

ښاغلي راما زیاته کړه: "دا زموږ مسولیت دی چې له ټولو امکاناتو چې په وس کې مو دي کار واخلو ترڅوهغه افغانان یوازې پرینه ږدو چې یو ځل بیا ځان په یوه څلورلاره کې ویني. په دې هېواد کې د تېرو شلو کلونو هغه لاسته راوړنې چې ترې سترګې نه شي پټېدای خوندي کړو، بیا د یوې تورې دورې چې نړۍ یې مخکې شاهده وه، مخنیوي وکړو او پر وړاندې یې ودریږو."

د البانیا صدراعظم همدارنګه وویل، په خپله خاوره کې یې د افغان کډوالو هرکلی ځکه وکړچې دا له خطر سره د مخامخ شوېو پر وړاندې د دوی اخلاقي مسولیت و.

له کله چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیو، د کابل له نړیوال هوایي ډګره د بهرنیو وګړو ترڅنګ په لسګونو زره افغانان هم په پوځي الوتنو کې وایستل شول چې یو شمېر یې البانیا منلي دي.

مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ

مسکو کې مظاهرې

د روسي چارواکو له خبرداري سره-سره پرون په مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ.

دوی په دې ډېر په غوصه وو چې ولې د تیرۍ اوونۍ په پارلماني انتخاباتو کې په انلاین بڼه رایې ورکړل شوي.

دغه مظاهره د څو سیاستوالو له خوا چې اکثره یې کمونستان دي، تنظیم شوې وه.

مظاهره کوونکو ویل چې په رایو کې یې درغلي شوې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله، خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یوې ډلې سیاستوالو ته چې دوما یا ولسي جرګې ته یې لاره موندلې په وینا کې وویل چې په انلاین بڼه د رایې ورکولو لکه د تکنالوژۍ د پرمختګ غوندې مخه نه شي نیول کېدای.

ولسمشر پوتین دغه انتخابات چې په کې د پراخو درغلیو او بې نظمیو ادعاوې شوې، شفاف او عادلانه وبلل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG