د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۲

افغانستان

د سپین بولدک له لارې پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر خورا زیات شوی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ چمن سیمه

پر کابل ښار د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته د هغو افغانانو شمېر خورا زیات شوی چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ځي.

ډي‌پي‌اې خبري اژانس په چمن ښارګي کې د پاکستان د یوه سرحدي چارواکي په قول ویلي چې پخوا به د ورځې نږدې ۴ زره افغانان له دې لارې پاکستان ته تلل، خو روانه اوونۍ له دې لارې د ورځې تر ۱۰ زره زیات افغانان پاکستان ته اوړي.

دغه پاکستاني چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، همداراز ویلي، وېره ده چې پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر نور هم ډېر شي.

ده دا هم ویلي چې د افغانستان غاړې ته د ماشومانو په شمول ډېر شمېر افغانان د خپلو کورنیو له غړو سره انتظار دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د مالیې وزارت: ټولو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کیږي

د افغانستان مالیې وزارت

ماليې وزارت په يوې اعلاميه کې ټولو دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې مياشتنۍ معاش به يې په منظم ډول ورکول کيږي.

ددې وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دولتي کارمندانو د معاشاتو د اجراء په پروسه کې چې ځينې تخنيکي ستونزې رامنځته شوې وې د دې وزارت په پوره هڅو سره د له منځه تلو په حال کې دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې د اړوند ادارو سره په جدي ډول د دې مسئلې د ژر حل کېدو په تړاو هڅې روانې دي.

نوموړي وزارت ټول دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو ته دې په ورځني ډول حاضره اوسي.

د کرنې وزارت او خوړو نړیوال پروګرام له ۲۵۰ کورنیو سره مرسته کوي

ارشیف

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د خوړو نړيوال پروګرام«WFP» سره په همغږۍ له ۲۵۰ بېوزله کورنيو سره مرسته کوي.

د افغانستان د کرنې،اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د پروان او کاپيسا ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې به پر ۲۵۰ بېوزله کورنيو چې بزګران او اړمنې کورنۍ دي اصلاح شوي تخمونه،د شېدو اوزې او د هګيو چرګان ووېشي.

ددې وزارت له قوله ويل شوي چې دغه مرستې به د روانې میاشتې په لړ کې اړمنو کورنيو ته ورسيږي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دا د بزګرانو له اړمنو کورنيو سره ددې مرستو د بهېر پيل دی او دغه چاره به په راتلونکې کې هم دوام ولري.

قطر ته له کابله ۱۷۰ کسان په چارتر الوتکه کې ورسېدل

د قطر الوتکه

د قطري چارواکو په وینا له کابله یو سل او اویا کسان پرون په چارتر الوتکه کې قطر ته ورسیدل.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې په دوی کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ د متحد ایالتونو، بلجیم، بریتانیا، کروایشیا، جرمني، هالنډ او ایتالیا اتباع شامل دي.

د امریکا حکومت د اګست په وروستیو دوو اونیو کې شااوخوا یوسل او څلوېښت زره کسان له افغانستانه وایستل او بیا یې دا ماموریت داګست په ۳۱مه پای ته ورساوه.

له دې نیټې را وروسته دا درېیمه چارتر الوتکه ده چې له افغانستانه خلک بهر ته وړي.

قطر له طالبانو سره دا موافقه کړې ده چې د هغو کسانو د تګ مخه به نه نیسي چې قانوني اسناد لرې او غواړي چې له افغانستانه ووځي.

طالبانو د ښځو وزارت په 'امربالمعروف او نهی عن المنکر' باندې بدل کړ

د ښځو چارو پخوانی وزارت

د طالبانو حکومت د ښځو چارو وزارت د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهي عن المنکر په وزارت بدل کړ.

رویټرز اژانس خبر ورکړ چې په کابل کې د ښځو چارو د وزارت پر ودانۍ د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت لوحه نصب شوې ده.

بل لور ته د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له هلکانو غوښتې دي چې سر له ننه ښوونځيو ته ولاړ شي.

په دې خبرپاڼه کې ښوونځيو ته د نجونو د تګ خبره نه ده یاده شوې او دا نه ده څرګنده چې نجونې به کله ښوونځيو ته ځي.

د نوېیمې میلادي لسیزې په دوهمه نیمایي کې د طالبانو د تیرې واکمنۍ پرمهال نجونو د زده کړو اجازه نه لرله.

طالبانو څه باندې یوه میاشت مخکې کابل ونیو، دوی ویلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.

ملګري ملتونه: طالبان دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي

طالبان

د ملګرو ملتو امنیت شورا په خپل پریکړه لېک کې له طالبانو وغوښتل چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

داسې حکومت چې پکې د ښځو بشپړ، مساوي او معناداره ګډون خوندي شوی وي او بشري حقونه تر پښو لاندې شوې نه وي.

امنیت شورا دا پریکړه لېک پرون په غوڅ اکثریت تصویب کړ او پکې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي ماموریت، یوناما د شپږو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ.

د امنیت شورا پنځلس غړیو په دې ډول طالبانو ته دا ښکاره پیغام ورکړ چې د دوی کارونه به له نژدې څاري.

جنرال مککنزي کابل کې د لسو ملکیانو د وژنې په خاطر بښنه وغوښته

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ مککنزي

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ مککنزي په کابل کې د لسو ملکیانو د وژنې په خاطر بښنه وغوښته.

جنرال مککنزي بېګا په یوه ټلوېزیوني پيغام کې تایید کړه چې د امریکا له خوا د اګسټ په ۲۹مه نېټه په کابل کې په یوه برید سره لس ملکیان وژل شوي: "تر لسو پورې ملکیان چې په کې اوه تنه ماشومان هم شامل وو، په هغه تراژیک برید کې ووژل شول. سربېره پردې موږ ته اوس جوته شوه چې دا لرې خبره ده چې موټر او هغه کسان چې وژل شوي له داعش خراسان څانګې سره کومه تړاو لرلی وي یا یې امریکا ته مستقیم ګواښ پېښ کړی وي. زه د وژل شوېو کسانو کورنۍ او دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."

د امریکا له خوا د ډرون یا بې پيلوټه الوتکې په برید سره د یوې کورنۍ دا لس غړي د کابل هوايي ډګر ته نږدې وژل شوي وو.

دا هغه ورځې وې چې امریکا له افغانستانه د خلکو په ایستلو بوخته وه او تر څنګ یې دا ګواښ هم کړی و چې د داعش له خوا د ترهګریزو بریدونو سخت ګواښ موجود دی او د دغو ګواښونو د ځوابولو لپاره په سیمه کې د امریکا پوځيان پوره چمتووالی لري.

د هند صدراعظم: د افغانستان تحولاتو د سیمې ننګونې لا را برسېرې کړې

د هند صدراعظم نارېندر مودي د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې

د هند صدراعظم نارېندر مودي وايي، د افغانستان وروستیو تحولاتو د امنیت او سولې په څېر د سیمې لویې ننګونې لا را برسېرې کړې.

مودي دا خبرې پرون جمعه (د وږي ۲۶مه) د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه وکړې.

مودي زیاته کړه: "زه باور لرم چي د دې سیمې لویې ننګونې له سولې، امنیت او د باور په کموالي تړلي دي. لوی علت یې هم د تُندلارۍ زیاتېدل دي. د افغانستان وروستیو تحولاتو دا ننګونې لا را واضحې کړې. شانګهای سازمان باید په دې موضوع د یوه لومړیتوب په څېر کار وکړي."

د هند د ګاونډ پاکستان صدراعظم عمران خان بیا د شانګهای په غونډه کې له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان سره ودریږي.

د شانګهای سازمان سرمشریزه د دوشنبې د اعلامیې په تصویب پای ته ورسېده چې په کې ګډونوالو هېوادونو له ترهګرۍ، تُندلارۍ، او مخدره موادو سره په مبارزې او د امنیتي همکاریو په دوام ټینګار وشو.

د راپورونو له مخې د شانګهای سازمان دې دور سرمشریزه کې د افغانستان په اړه واحد نظر نه دی ورکړل شوی.

شېرمحمد: ارزګان کې یو پخوانی امنیتي منسوب وژل شوی

د ارزګان ولایت

په ارزګان ولایت کې یو پخوانی امنیتي منسوب وژل شوی او یو بل پخوانی قوماندان ټپي دی.

د وژل شوي او ټپي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه دا کسان هدف ګرځولي.

د ټپي شاولي قوماندان د کورنۍ نږدې غړي شېرمحمد ازادي راډیو ته وویل: "دواړه د پوستي قوماندانان وو، طالبان وايي، موږ عمومي عفوه کړې دا څنګه عفوه ده؟ دوی تېره شپه د کوره راوتل طالبانو برید پرې کړی او یو چې شاولي نومېږي، زما ماما دی ټپي دی او بل نعمت الله نومېږي وژل شوی دی."

پر ارزګان ولایت واکمن طالب مشران په دې اړه نا خبري ښيي.

خو په دې ولایت کې یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې نامعلومو وسله والو تېره شپه د نعمت الله او شاولي په نوم په دوو پخوانیو قوماندانانو برید کړی.

د سرچینې په خبره شاولي وژل شوی او نعمت الله چې ټپی دی دمګړی کندهار ته د درملنې لپاره انتقال شوی.

د هالنډ دفاع وزیرې د ځینو افغانانو په تړاو استعفی ورکړه

د هالنډ دفاع وزیره انک بیجلولد

د هالنډ دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر استعفی ورکړه.

انک بیجلولد پرون د جمعې (د وږي ۲۶مه) په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو د وزیرې سیګرید کاګ په څېر د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې د چلند په تړاو له خپلې دندې استعفی ورکوي.

د هالنډ د پارلمان اکثره غړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د زرګونو هغو افغانانو په را ایستلو کې په پڅ عمل تورنوي چې د هالنډ د پناه په شرایطو برابر ګڼل کېدل.

د هالنډ دفاع وزیرې انک بیجلولد غوښتل خپل ماموریت پای ته ورسوي او هغه افغانان خوندي کړي چې په هالنډ حساب کوي خو دا چې اوس د ده موقعیت تر بحث لاندې راغلی نه غواړي د نورو خلکو د کار مخه ونیسي.

تر دې یوه ورځ مخکې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ استعفی کړې وه.

په بریټانیا کې هم د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب په دې خاطر عدلیې وزارت ته تبدیله شو چې له افغانستانه د خلکو د رایستلو د مودې پرمهال په رخصتیو یونان ته تللی و او د خلکو د را ایستلو په تړاو هڅو یې چندان نتیجه نه وه ورکړې.

ملګري ملتونه: غلام اسحق زی دې خپلې دندې ته دوام ورکړي

د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام اسحق زی

ملګري ملتونه وایي چې په دې سازمان کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي غلام اسحق زي غوښتنه کړې چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق وویل چې اسحق زي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش ته یو لیک لاسلیک کړی چې په هغه کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان د پلاوي نومونه شامل دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا نه ده څرګنده چې ایا طالبان به چې د اګسټ په ۱۵مه نېټه په کابل کې واک ته رسیدلي، له خپله اړخه ملګرو ملتونو ته خپل پلاوی واستوي او که نه؟

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډې راتلونکې اوونۍ د سېپټمبر په ۲۱مه نېټه پیل شي او د نړۍ په لسګونو مشران به په حضوري ډول په کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی اسحق زی د سېپټمبر په ۲۷مه نېټه دې اسامبلۍ ته وینا وکړي.

پوهنې وزارت: ټول منځي ښوونځي، لېسې او رسمي مدرسې سبا پیلېږي

کابل کې یو ښوونځی

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د نارینه وو ټول منځي ښوونځي، لېسې او رسمي مدرسې به سبا شنبې بېرته پیل شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نن په دې اړه په یوه خبرتیا کې ویلي چې تر دې مخکې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړې د بهیر پیل ته اجازه ورکړل شوې وه، خو اوس له ټولو زده کوونکو او ښوونکو غواړي چې سبا شنبې بېرته تعلیمو موسسو ته حاضر شي.

د پوهنې وزارت نه دي ویلي چې د نجونو زده کوونکو زده کړې به کله پیلېږي.

طالب چارواکو ژمنه کړې چې نجونو او ښځو ته به اجازه ورکړي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې زده کړې وکړي او کارونه مخ ته یوسي.

د افغانستان د ښوونځیو نژدې نیمایي زده کوونکي یې نجونې دي چې په تېرو شلو کلونو کې له امنیتي او یو لړ ټولنیزو ستونزو پرته پر ښاري سیمو سربېره په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې هم ورته د زده کړې امکانات برابر شوي او په میلیونونو یې له دولسمو ټولګیو فارغې شوي دي.

څېړنه: سختې وچکالۍ افغانستان کې د کرنیزو خوراکي توکو تولید ځپلی

ارشیف

د سره صلیب او د سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون او د دغو ټولنو د اقلیم مرکز په وروستۍ څېړنه کې په افغانستان کې پر کرنې د جګړو او کرونا وبا ترڅنګ د سختې وچکالۍ د ناوړه اغېزو خبره کوي.

د دغې څېړنې له مخې چې پرون پنجشنبې خپره شوې ویل شوي چې سختې وچکالۍ په افغانستان کې د کرنیزو خوراکي توکو تولید سخت ځپلی، څاروي کم شوي او په میلیونونو کسان له لوږې او خوار ځواکۍ سره مخامخ شوي دي.

ویل شوي چې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې اړو کسانو ته د خوراکي موادو او نغدو پیسو ورکولو په ګډون چې پرې د ځانونو لپاره خوراکي مواد وپیري، مرستې زیاتې کړي.

په دې مرستو کې د هغو محصولاتو د کر زیاتوالی هم شامل دی چې د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري او هم یې په ساتنه کې له بزګرو سره مرسته کېږي.

د سره صلیب او د سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د کرنې پر سکتور په تېره د سختې وچکالۍ د اغېزو خبره داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د احصایي له مخې د دې هېواد له اتلس میلیونو زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام 'UNDP' په وروستۍ سروې کې خبرداری ورکړی چې که نړیوال له دې هېواد سره مرستې ونه کړي، نو ښایي د راتلونکي ۲۰۲۲میلادي کال تر نیمایي به د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

'IFJ': افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو فشارونو زیات شوي

یو تن افغان خبریال

د خبریالانو نړیوال فدراسیون 'IFJ' په افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو د فشارونو د زیاتوالي خبر ورکوي.

دغه فدراسیون په هغه راپور کې چې نن جمعه (د وږي ۲۶مه) یې خپور کړی ویلي، په داسې حال کې چې د طالبانو نوی رژیم خپلې ستنې ټینګوي، لږ تر لږه ۱۵۳ رسنۍ مجبوره شوي چې خپل فعالیتونه ودروي، ښځینه خبریالان له کار کولو منع کړای شوي، مخابراتي شبکې بندې کړای شوي او د رسنیو د کار کوونکو پر وړاندې ګواښونه او تشدد زیات شوی دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هغه څه چې د ازادۍ د زیندۍ کولو لپاره د طالبانو مخ په زیاتیدونکي فشارونه بللي، غندلي دي.

په راپور کې د هغو ژورنالېستانو پر وړاندې چې د وروستیو اعتراضونو په اړه یې راپورونه ورکول د طالبانو د حکومت د ځواکونو له خوا د تاوتریخوالي ځینې مشخصې پېښې یادې شوي دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون مشر انتوني بیلنګیر ویلي، دی په دې باور دی چې طالبان به پر افغان او نړیوالو خبریالانو فشارونه لا زیات کړي او هڅه کوي چې یوه رسمي رسنۍ چې ښځې به په کې نه وي، رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا نور ټول خبریالان به له صحنې ووځي. نوموړي همدا شان ویلي، مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي هم خبریالان وژل کېدل او له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، خو اوسنی وضعیت د دوی لپاره یو ډېر تیاره وضعیت دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې رسنیو ته ویلي و چې دوی به په خپل واک کې د رسنیو ازادي باوري کړي، خو د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، طالب واکمنو وروستیو کې خبریالانو ته ویلي چې د هغو اعتراضونو پوښښ ته دې نه ورځي چې اجازه نه وي ورکړل شوې.

چین: د شانګهای د همکاری سازمان دې افغانستان سره مرسته وکړي

د چین ولسمشر شي جین پینګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د شانګهای د همکاری د سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې د انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي.

د چنیایي رسنیو د راپورونو له مخې شي جین پینګ دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې.

هغه وویل، د دې سازمان غړیو ته پکار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسۍ ولري.

په عین حال کې د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده شي او زیاته یې کړه چې له سخت دریځې سره د مبارزې لپاره دې له طالبانو سره خبرې وشي.

د میر ضیاییف په وینا د افغانستان د شتمینو ازادېدل له دې سره مرسته وشي چې دغه هدف ترلاسه شي.

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه میلیارډه ډالره په بهر کې په تېره د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.

افغانستان چې د شانګهای د همکاری د سازمان څارونکی غړی دی، په نننۍ سرمشریزه کې استازی نه لري.

روسیه، چین، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبیکستان، هند او پاکستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، دایمي غړي دي او ایران چې لکه د افغانستان په څېر د دې سازمان څارونکی غړی و، په نننۍ سرمشریزه کې د دایمي غړي په توګه ومنل شو.

د شانګهای د همکاری د سازمان غړي پر افغانستان غږیږي

د شانګهای سازمان غونډه

د شانګهای د همکاری د سازمان د غړیو هېوادونو مشران نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان په اړه خبرې کوي.

روسیه او چین د دې سازمان مهم غړي او افغانستان یې هم څارونکی غړی دی، خو په دې سرمشریزه کې چې تر اوسه روانه ده، له افغانستانه څوک استازیتوب نه کوي.

قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبېکستان، هند او پاکستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، نور غړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې هم په تاجکستان کې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان غړیو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG