د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د نړیوالې ژغورنې کمېټه: بشري مرستو ته اړې لکونه افغان ښځې او نجونې له یاده وتلي


ارشیف، یو شمېر افغان ښځې
ارشیف، یو شمېر افغان ښځې

د نړیوالې ژغورنې کمېټه خبرداری ورکوي چې د نړیوالو پام د کابل هوايي ډګر ته اوښتی، خو لکونه افغان ښځې او نجونې یې چې فوري بشري مرستو ته اړتیا لري، له یاده وتلي دي.

دې کمېټې چې مرکز یې په لندن کې دی، د پنحشنبې په ورځ وویل، د نړۍ مشران باید د افغان ښځو او نجونو فوري اړتیاوو ته پام وکړي او بشري مرستې ورورسوي.

د نړیوالې ژغورنې کمېټې مرستیالې او د پروګرام رئیسې الینور راکیس وویل، دوی پوهېږي چې د بحران په ترڅ کې د ښځو او نجونو خلاف تشدد زیاتېږي او اوس چې په ټول افغانستان کې یو غیر یقیني حالت واکمن دی، د نړیوالې ژغورنې کمېټه اندېښنه لري چې د ښځو پر ضد به تاوتریخوالی ډېر شي او همداراز به د ماشومو نجونو ودونه زیات شي.

دې همداراز ویلي، حاضر دمه د هغو کسانو چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، په سلو کې ۵۰ نجونې او ښځې دي، خو د نویو بې‌ځایه شویو د شمېر له ډېرېدو سره به سږ کال پر دې نیم ملیون نورې هم ډېرې شي.

ارشیف، د جګړو له امله کابل ته یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، د جګړو له امله کابل ته یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

د نړیوالې ژغورنې د کمېټې د مرستیالې په باور د هغو افغان ښځو او نجونو شمېر چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري ښايي تر هغه څه خورا ډېر وي چې دوی فکر کوي.

له بلې خوا د امریکا د خزانې وزارت وايي، دا هېواد د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو وروسته هم افغانستان ته بشري مرستې جاري ساتي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل، د ولسمشر جو بایډن اداره په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د بشري مرستو له رسوونکو سره په تماس کې ده چې پر طالبانو د امریکا له بندیزونو سره سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ده همداراز ویلي، اقدامات کوي چې بشري مرستې په داسې ډول ورسېږي چې د افغانانو په ګټه وي.

د امریکا د خزانې وزارت دغه چارواکي چې روېټرز خبري اژانس یې نوم نه‌دی یاد کړی، زیاته کړې چې بایډن پر دې موضوع د چهارشنبې په ورځ د اووه سترو صنعتي هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG