د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ملګري ملتونه: د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځیني ملکیان او پوځیان اعدام شوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون مشره میشل باشله
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون مشره میشل باشله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون مشرې میشل باشلې ویلي معتبره راپورونه‌یې ترلاسه کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځیني ملکیان او پوځیان اعدام شوي او د ښځو حقونه محدود شوي.

هغې دا خبره نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په یوه بېړنۍ ناسته کې وکړه.

اغلې باشلې زیاتوي: "له هغو سیمو نه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي موږ د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د جدي سرغړونو او د بشري حقونو د نقض معتبر راپورونه ترلاسه کړي. په دې کې د نورو په ډله کې، د ملکي وګړو او د افغان ملي امنیتي ځواکونو د غړو اعدام، همداراز د ښځو په حقونو محدودیتونه له هغې ډلې د هغوی ازادانه تګ راتګ او ښوونځیو ته د نجونو په ورتګ باندې محدودیتونه شامل دي. د ماشومو عسکرو استخدام او د سوله‌ییزو مظاهرو او د مخالفانو ځپل هم نور موارد دي."

په عین حال کې میشل باشله طالبان وهڅول چې د بشر، ښځو او د قومي او مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی وکړي او له غچ اخیستونکو اقداماتو ډډه وکړي.

سمدستي طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مشرې د دې څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو مخکې یې دا ډول راپورونه او څرګندونې رد کړې وې.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو رژیم لاندې مېرمنې او نجونې د تعلیم او کار له حق څخه محرومې وې. موسیقي ممنوع وه او د اعدام او سنګسار په څېر سزاګانې په علني توګه اجرا کېدلې.

د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو شورا په بېړنۍ غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم ګډون کړی و. هغې په افغانستان کې روانه وضعه ښه ونه‌بلله او ويې‌ویل چې مېرمنې له کار کولو منع شوي او ښوونځي تړلي پاتې دي.

هغې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې وضعې د بدلون لپاره سمدستي اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG