د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۴۱

نړۍ

روسیې او سعودي عربستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ

د روسیې او سعودي عربستان بیرغونه

روسیې او سعودي عربستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت مرستیال خالد بن سلمان په ټویټر لیکلي چې دا تړون‌یې پرون له خپل روسي سیال الکساندر فومن سره لاسلیک کړ.

د هغه په وینا، هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري پراخه شي.

دا تړون روسیې ته د سلمان د سفر پر مهال لاسلیک شوی و، خو په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

سعودي عربستان په نړۍ کې د وسلو ستر واردوونکی دی.

روسیه هم تر متحده ایالاتو وروسته په نړۍ کې د وسلو دوهم لوی صادروونکی هېواد دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د لاهور محکمې مذهب ته د سپکاوي په تور يوې ښځې ته د اعدام سزا اورولې

پاکستاني پولیس

پاکستان کې د پنجاب ایالت د لاهور ښار يوې ځايي محکمې د مذهب د سپکاوي په تور يوې ښځې ته د اعدام سزا اورولې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په سلما تنویر په ۲۰۱۳ز کال کې د لاهور په نشتر کالونۍ تاڼه کې د مذهب د سپکاوي دعوه ثبت شوې وه چې تېره ورځ (سېپټېمبر پر ۲۷مه) قاضي منصور احمد قریشي د دغې قضیې اورېدنه وکړه او نوموړې ته يې د اعدام او ۵۰ زره روپو جرمانې سزا واوروله.

په سلما تنوير تور دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې د یو شخصي ښوونځي د مدیرې په توګه په ماشومانو کې يو څو کتابچې ویشلې وې چې په کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد او د اسلام د سپکاوي خبرې درج وې.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د نوموړې د وکيل ميا محمد رمضان له خوا ليکلي، مؤکله يې مسلمانه ده او په اسلامي تعلیماتو بشپړ باور لري، خو دغه عمل ترسره کولو پر مهال له ذهني ناروغۍ کړېده.

پاکستان کې وخت پر وخت د مذهب د سپکاوي په قضیو کې محکمې تورنو کسانو ته د مرګ سزاګانې اوروي، خو زیاتره وخت بیا عالي محکمې دغه تورن کسان بې ګناه ګرځوي او له بنده یې خوشې کوي.

بلوچستان کې بریدګرو د محمد علي جناح مجسمه په بم الوزولې

د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح

د پاکستان په بلوچستان کې بریدګرو د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح مجسمه په بم الوزولې ده.

پېښه وړمه ورځ د ګوادر په بندري ښار کې شوې ده. مسوولیت یې د بلوڅانو یوې بېلتون پالې ډلې بلوڅ جمهوري غوښتونکي پوځ BRA منلی دی.

هاخوا د بلوچستان په مچ سیمه کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. په دوی باندې د برید مسوولیت د بلوڅ ازادۍ پوځ منلی دی.

بلوڅ بېلتون پالي له کلونو راهیسې د پاکستان په بلوچستان او ګاونډ سیمو کې پر پاکستانی پوځیانو بریدونه کوي او له تیلو او طبیعي زېرمو ډک دغه ایالت کې بلوڅانو ته پوره برخه او خپلواکي غواړي.

 هنګري او د روسيې ګازپروم شرکت د هنګري لپاره د تېلو د عرضې نوی تړون لاسلیکوي

ارشیف، هنګري کې د ګازو یوه شبکه

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتو او د روسیې د ګازو د لوی شرکت ګازپروم مشر الکسي مېلر به نن په بوداپست کې د هنګري لپاره د تېلو د عرضې نوی اوږدمهاله تړون لاسلیک کړي.

هنګري تېره میاشت ویلي و چې له مسکوه‌یې د ګازو د انتقال لپاره د نوي اوږدمهاله تړون له ټولو شرایطو سره موافقه کړې ده.

هنګري ته د ګازو رسولو تړون د اکټوبر میاشتې له لومړۍ نېټې د تطبیق وړ دي.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د اګسټ میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې له ګازپروم سره به دغه تړون د ۱۵ کلونو لپاره وي.

ګازپروم به هنګري ته په کال کې ۴،۵ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز لېږدوي.

 جرمني کې ۴ ګوندونه د بالقوه ائتلافي حکومت پر تشکیل خبرې کوي

د جرمني بیرغ

په پام کې ده په جرمني کې نن څلور ګوندونه د بالقوه ائتلافي حکومت پر تشکیل خبرو ته کېني.

تر دې څو ساعته مخکې د پرونیو عمومي ټاکنو وروستیو نتیجو وښوده چې کیڼ ­اړخي سوسیال ډیموکرات ګوند تر واکمن محافظه‌کار اتحاد چې انګلا مېرکل‌یې مشري کوي، یو څه مخکې دی.

د لومړنیو رسنیو نتایجو له مخې سوسیال ډیموکرات ګوند په سلو کې ۲۵،۷ او محافظه‌کار اتحاد څه باندې ۲۴ فیصده رایې ګټلې دي.

په جرمني کې د پرونیو پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې سوسیال ډیموکراټ ګوند «SPD» د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل له واکمن محافظه‌کاره اتحاد څخه یو څه مخکې شوی.

دواړو لورو ادعا کړې چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره‌یې کافي رایې ګټلې دي.

خو د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره به خبرې ډېرې دوام وکړي.

مېرکل به چې له ۱۶ کلونو وروسته خپله دنده پرېږدي، تر هغو چې نوی حکومت نه‌وي جوړ شوی، د سرپرست صدراعظمې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

 د جرمني په انتخاباتو کې تر دې دمه د سوسیال ډيموکراټ ګوند مخکې دی

د جرمني انتخابات

په جرمني کې د تېرې ورځې د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې سوسیال ډيموکرات ګوند اس پي ډي یو څه د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل له واکمن محافظه‌کاره ائتلاف سي ډي یو او سي اېس یو څخه مخکې شوی.

دواړو لورو ادعا کړې چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره‌يې کافي رایې ګټلې دي، خو د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره به خبرې ډېرې دوام وکړي.

مېرکل به چې له ۱۶ کلونو وروسته خپله دنده پرېږدي، تر هغو چې نوی حکومت نه‌وي جوړ شوی، د سرپرست صدراعظمې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

دې ته په پام چې هېڅ یوه لوی ګوند اکثریت رایې نه‌دي ګټلي، داسې برېښي چې له درېیو ګوندونو جوړ ائتلاف به ښایي نوی حکومت جوړ کړي.

سروې؛ کرونا وبا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د خلکو عمر ډېر لنډ کړی

ارشیف

د یوې ترسره شوې سروې نتیجه ښیي چې په نړۍ کې د کرونا خپرې شوې وبا له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د خلکو عمر ډېر رالنډ کړی دی.

د دغې سروې چې د امریکا متحده ایالاتو، چیلي او اروپایي هېوادونو په ګډون د نړۍ په ۲۹ هېوادونو کې ترسره شوې، نتیجه‌یې ښیي چې د ډېر ژوند کولو په برخه کې د څو لسیزو هغه پرمختګونه چې په دې هېوادونو کې شوي، د کرونا وبا له امله په اوبو لاهو شوي دي.

د دغې سروې نتیجه نن د اېپېډیمي لوژي په نړیوال ژورنال کې خپره شوې.

د دغې سروې یوه تنظیموونکي ډاکتر ریدهي کاشیاپ ویلي د دوی د سروې نتیجه ښيي چې د 'کووېډ-۱۹' پر ډېرو هېوادونو څه ډول ورانوونکی اغېز کړی دی.

د دغې سروې له مخې په ۲۲ هېوادونو کې د ۲۰۱۹ کال پرتله عمر څه باندې ۶ میاشتې رالنډ شوی دی.

په ډېرو هېوادونو کې د سړو وضعیت د ښځو په نسبت ډېر خراب دی.

په ۱۱ هېوادونو کې د نارینه‌وو د عمر اوږدوالی څه باندې یو کال رالنډ شوی چې ښځې بیا په اتو هېوادونو کې له دا ډول وضعیت سره مخامخې شوي.

د سړیو عمر تر ټولو زیات په متحده ایالاتو کې د ۲۰۱۹ کال په نسبت دوه کاله او دوه میاشتې رالنډ شوی.

لیتوانیا دوهم هېواد ښودل شوی چې په‌کې د سړیو عمر یو کال او اووه میاشتې رالنډ شوی.

ملګري ملتونه: ایران زموږ څارونکو ته د یوه ورکشاپ د کتنې اجازه نه‌ده ورکړې

د ايران د اټمي تأسیساتو په يوه دستګاه کې سنترفیوژونه

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي، ایران د هغه توافق له مخې چې دوه اوونۍ مخکې شوی، د دې ادارې څارونکو ته اجازه نه‌ده ورکړې چې تهران ته نږدې د سنترفیوژونو د پرزو جوړولو له یوه ورکشاپ څخه کتنه ترسره کړي.

د دغې ادارې رئيس رافایل ګروسي په یوه بیان کې چې پرون یکشنبې خپور شوی، ټینګار کړی چې د هغې موافقې چې د دواړو لورو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲مه شوې، ټول موارد باید تطبیق شي.

د دغې موافقې له مخې ایران اجازه ورکړې چې نړیوال څارونکي کولای شي، د دې هېواد د اټمي فعالیتونو په حساسو ځایونو کې څارونکې کمرې نصب او څارنې ته دوام ورکړي.

کرکټ؛ ویرات کوهلي په شل اوریزو لوبو کې د ۱۰ زره منډو ریکارډ جوړ کړ

ویرات کوهلي

ویرات کوهلي د هند د کرکټ لومړنی لوبغاړی شو چې شل اوریزو لوبو کې يې ۱۰ زره منډې پوره کړې.

۳۲ کلن کوهلي د ۱۰ زره منډو ریکارډ پرون په دوبۍ کې د ممبی انډینز لوبډلې په وړاندې سیالۍ کې پوره کړ.

نوموړي دا ۱۰ زره منډې په ۳۱۴ شل اوریزو لوبو کې ترلاسه کړې دي.

روېټرز اژانس ویلي، تر دې وړاندې د وېسټ انډیز لوبغاړي کرېس ګېل په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۰ زره منډې پوره کړې دي.

کرملېن: که امریکا نوي بندیزونه ولګوي ځواب به‌یې ورکړو

د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف

کرملېن ویلي، که چېرې امریکا نوي بندیزونه پرې ولګوي، ځواب به‌يې ورکړي.

د امریکا استازو جرګې تېره اوونۍ د ملي دفاع مسوده تصویب کړه چې هغې کې پر روسیې د نویو بندیزونو غوښتنه هم شوې ده.

امریکایي قانون جوړوونکو ویلي، پر روسیې دا بندیزونه باید د هغوی د ویجاړوونکو فعالیتونو په خاطر ولګول شي.

د استازو جرګې دا مسوده د سنا جرګې تأييد او د ولسمشر توشېح ته اړتیا لري.

د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف پرون د روسیې دولتي ټلوېزیون ته وویل، که امریکا پرې نوي بندیزونه ولګوي، هېواد به‌یې عاقلانه ځواب ورکړي.

ترکیه: له روسیې د لازیاتو دفاعي سیسټمونو په پیرلو غور کوو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، له روسیې نه د لا زیاتو دفاعي سیسټمونو په اخیستلو غور کوي.

دا کار ممکن واشنګټن لا ناراحته کړي.

ترکیه چې د ناټو غړې ده، د F-35 جنګي الوتکو له پروګرام څخه ایستل شوې ده.

وروسته له هغې چې انقرې په ۲۰۱۹ کې له روسیې څخه S-۴00 هوایي دفاعي سیسټم وپیره، د دې هېواد د دفاع وزارت چارواکي له بندیزونو سره مخ شول.

متحده ایالات وايي چې د روسیې له دې سیسټمه د ناټو دننه کار اخیستل F-۳۵ جنګي الوتکي ګواښي،خو ترکیه وايي، دا سیسټم پرته له دې چې د ناټو سیسټمونو کې مدغم شي په خپلواکه توګه وکارول شي.

جرمني کې خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه

جرمني کې انتخابات

په جرمني کې نن خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه. لومړنۍ وړاندوینې ښيي چې هېڅ یوه ګوند تردې دمه اکثریت نه دی ګټلی.

په جرمني کې له څه باندې شپېته میلیونو کسانو چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي څلوېښت فیصدو یې ویلي چې بې تصمیمه دي.

یو شمېر نورو بیا وار دمخه د پوستې له لارې خپله رایه ورکړې ده.

د جرمني تلونکې صدراعظمه انګېلا مېرکل د خپل ډموکراټ مسیحي ګوند استازی ارمین لاشت مخته کړی او له خلکو یې غوښتي وو چې هغه ته رایه ورکړي.

هاخوا د لاشت پر وړاندې د ماليې وزیر اولاف شولتز چې د سوشیال ډموکراټ ګوند په استازیتوب کاندید دی سیالي کوي.

اولاف هم لومړی هڅه کوله چې د مېرکل د ځای ناستي کاندید په صفت ځان مطرح کړي خو مېرکل له خلکو غوښتي و چې ارمین ته رایه ورکړي.

مېرکل به د نوي صدراعظم په راتلو خپله شپاړس کلنه دوره پای ته رسوي.

اسراییلي پوځ: یو لړعملیاتو کې ۵ فلسطینیان وژل شوي

ارشیف

د اسراییل پوځ تایید کړې چې د دوی په یو لړ عملیاتو کې نن سهار پنځه فلسطینیان وژل شوي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې اسراییلي عسکرو د هغو فلسطینیانو د نیولو لپاره په بیت المقدس او شااوخوا سیمو کې عملیات ترسره کړل چې د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي قصد یې درلود.

بیان زیاتوي چې وژل شوي فلسطینیان د حماس وسله وال غړي وو چې د دوی له پوځیانو سره په مخامخ ډزو کې لګېدلي.

د فلسطین د روغتیا وزارت بیا اعلان کړی چې د بیت المقدس په شمال کې د بدو سیمې درې اوسیدونکي او د برقین سیمې دوه اوسیدونکي د اسراییل له خوا وژل شوي.

د راپورونو له مخې یو اسراییلی افسر او یو عسکر هم په دې نښتو کې ټپیان شوي.

په دې مخامخ نښتو سربېره د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو پر مهال اته فلسطینیان نیول شوي هم دي.

جرمنيان د مېرکل د ځای ناستي د ټاکلو لپاره انتخاباتو کې برخه اخلي

انګېلامېرکل

د جرمني خلک نن یکشنبه په انتخاباتو کې ګډون کوي چې د انګېلامېرکل ځای ناستی غوره کړي.

مېرمن مېرکل چې له ۱۶ کلونو راهیسې د جرمني صدراعظمه ده، د خپل دموکرات مسیحي ګوند د مشر ارمین لاشت د بري لپاره هلې ځلې کوي.

مېرمن میرکل د جمعې په ورځ په یوه وینا کې وویل، د دې لپاره چې په جرمني کې ثبات دوام وکړي، باید ارمین لاشت صدراعظم شي.

خو د لاشت سیال الاف شولتز چې اوس د جرمني د اقتصاد وزیر دی، په یوه وینا کې وویل، اوس د جرمني لپاره د یوې نوې پیلامې وخت دی.

د جرمني تر ۶۰ میلیونه ډېر خلک د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

امریکا کې له پټلۍ د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله ۳ تنه مړه شوي

ارشیف

په امریکا کې له پټلۍ څخه د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله لږ تر لږه ۳ تنه مړه شوي دي.

دا پېښه پرون شنبې په مونتانا ایالت کې وشوه.

شیکاګو ته په دغه روان رېلګاډي کې ۱۴۶ تنه سپرلۍ او ۱۶ تنه عمله سپره وه چې له پټلۍ ووت.

تراوسه پورې له پټلۍ څخه د دغه رېلګاډي د وتلو علت نه دی څرګند شوی.

مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ

مسکو کې مظاهرې

د روسي چارواکو له خبرداري سره-سره پرون په مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ.

دوی په دې ډېر په غوصه وو چې ولې د تیرۍ اوونۍ په پارلماني انتخاباتو کې په انلاین بڼه رایې ورکړل شوي.

دغه مظاهره د څو سیاستوالو له خوا چې اکثره یې کمونستان دي، تنظیم شوې وه.

مظاهره کوونکو ویل چې په رایو کې یې درغلي شوې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله، خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یوې ډلې سیاستوالو ته چې دوما یا ولسي جرګې ته یې لاره موندلې په وینا کې وویل چې په انلاین بڼه د رایې ورکولو لکه د تکنالوژۍ د پرمختګ غوندې مخه نه شي نیول کېدای.

ولسمشر پوتین دغه انتخابات چې په کې د پراخو درغلیو او بې نظمیو ادعاوې شوې، شفاف او عادلانه وبلل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG