د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د اسیا له پومسې لوبو څو مډالونه وګټل


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د اسیا له پومسې لوبو (فورم ترسره کولو) د سرو او سپینو زرو څو مډالونه ګټلي.

دا خبره د تکواندو د ملي فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلی شهزاد وايي: "خوشبختانه له افغانستانه سید رستم اکبري وتوانېده چې د اسیا په کچه اتلولي ترلاسه کړي. همدارنګه مونسه هاشمي او رحمان حیدري وتوانېدل چې د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړي. علي رضا د ژېړو مډال وګاټه."

شهزاد زیاته کړه چې د اسیا د پومسې لوبې په انلاین بڼه کابو یوه میاشت روانې وې چې بالاخره‌یې نتایج د دوشنبې په ورځ راووتل.

XS
SM
MD
LG