د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د راتلونکي افغان حکومت پر جوړښت خبرې کوم ځای ته رسیدلي‏‎؟


ارشیف، یو افغانه میرمن
ارشیف، یو افغانه میرمن

په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه لا هم خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او حقوقي او سیاسي خلا پرځای ده.

‏‎که څه هم له تېرو دوو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو تر منځ لیده کاته او خبرې روانې دي، خو ځینو سیاسي څېرو او چارواکو ته نږدې کسانو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تردې دمه دغو خبر اترو کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې. ‏‎

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني ترمنځ په کابل کې لیدنه شوې ده، همدارنګه د کریم خلیلي، محمد محقق، یونس قانوني، صلاح الدین رباني په ګډون یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره د پام را اړولو په هدف خبرې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو پیغام کې لیکلي چې خبرې روانې دي، خو تردې دمه د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره د ناستې د اجنډا، د موضوع څرنګوالي، وخت او ګډونوالو په لا بحث نه دی شوی.

‏‎دا په داسې حال کې ده چې له قطره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی کندهار ته رسیدلی دی.

‏‎ویل شوي چې دغه طالب پلاوی به کابل ته هم سفر وکړي.

ازادي راډیو ‏‎هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب ویاندویانو معلومات هم واخلو، خو دوی ددې راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه تېره ورځ ناوخته محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو نه په یوه تازه ویډیوي بیان کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د پیل شوېو خبرو نه ملاتړ وکړ.

XS
SM
MD
LG