پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل او د راتلونکي په اړه د افغان سیاستوالو اندېښنې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال او د سولې عالي شورا پخوانی مشر محمد کریم خلیلي وایي چې له تېرو درې ورځو راپدېخوا په پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي ټولشموله، د عدالت پر بنسټ ولاړ او د خلکو په خوښه د سیاسي نظام د جوړېدو لپاره د پاکستاني چارواکو د پام را اړولو په هدف سلا مشورو باندې بوخت دی.
محمد کریم خلیلي د وروستیو سیاسي پېښو په اړه په خپله فېسبوک پاڼه د یوې اعلامیې پر خپرولو سره لیکلي چې په دې وروستیو کې چې طالبانو د هېواد پلازمېنه هم تر خپلې ولکې لاندې راوسته، یو ځل بیا یې افغانستان له پوځي، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي ګډوډیو سره مخ کړی دی.
کریم خلیلي لیکلي چې د ثبات او سیاسي نظم د جوړولو لپاره هېڅ هغه طرحه به پایله ورنهکړي چې د فشار او غلبې په نتیجه کې پلې شوې وي، د نوموړي په خبره د یو دوامداره سولې او سیاسي نظم د رامنځته کېدو یوازنۍ لاره سیاسي تفاهم او د داسې حکومت رامنځته کول دي چې د هېواد ټول قشرونه او سیاستوال، د ملي او مهمو پرېکړو پر مهال پهکې ونډه ولري او په یاد حکومت کې ټول افغانان ځانونه شامل وګڼي.
نوموړي له طالبانو غوښتي، اوس چې د هېواد د راتلونکي نظام د جوړېدو فرصت د دوی په لاس کې دی، دې ته دې پام وکړي چې د ټولشموله، د عدالت پر بنسټ او د ټولو اړخونو د تفاهم په پایله کې د حکومت جوړول به نهیوازې نړیوال مشروعیت ومومي، بلکې په هېواد کې د دې څو لسیزو روانو جګړو ته هم د پای ټکی کېږدي.
ښاغلي خلیلي له طالبانو دا هم غوښتي چې د دغې ډلې پوځي مسؤلین او وسلهوال دې د ټولنې له سیاسي قشرونو، خبریالانو، مدني فعالانو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او هغو کسانو سره چې د دوی پر وړاندې د مخالف لوري ترڅنګ ولاړ و، له زغم کار واخلي او د یو هېوادوال په توګه دې ورسره چلند وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې تېره ورځ د طالبانو عمومي ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته وويل چې طالبان غواړي د اسلامي ارزښتو په رڼا کې یو داسې حکومت چې ټول پهکې ځان وویني، جوړ کړي.
په ورته وخت کې د چهارشنبې په ورځ د طالباني د سیاسي دفتر غړي انس حقاني هم په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، همدارنګه د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار سره کتلي دي.
د طالبانو سرچینو د دغه لیدو کتو په اړه ویلي چې انس حقاني یادو افغان سیاستوالو ته د هغوی د امنیت ډاډ ورکړی دی.
طالب چارواکو وړاندې هم ټول افغانانو ته د هغو د امنیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د دې لپاره چې خلکو ته عامه خدمتونه ورسېږي ټول دولتي او غیر دولتي کارکوونکي دې بېرته خپلو دندو ته وګرځي.