د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر وضعیت عادي شوی


د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ولاړ مسافر
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ولاړ مسافر

د کابل حامد کرزي پر هوايي ډګر د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ دوه ورځې وروسته، مسؤلان وايي د دې هوايي ډګر دننه د ملي امنیت ۰۲ قطعې او بېرون‌یې د طالبانو په واک کې دي.

د حامد کرزي نړیوال هوايي د ترمینال یو مسؤل فېروز اتل د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، اوس وضعیت عادي شوی دی.

ښاغلی اتل زیاتوي: "د ترمینالونو کنټرول د افغان نظامیانو په لاس کې دی او له ترمینالونو تر قراول پورې طالبان دي. اوس جګړه او ډزې نه‌شته. هر څه عادي شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په دې هوايي ډګر خلکو هجوم وروړ چې له امله‌یې هوايي ډګر کې شته جوړښتونو ته زیات مالي زیان رسېدلی دی.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې رامنځته شوې ویجاړۍ
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې رامنځته شوې ویجاړۍ

ښاغلي اتل وویل، د اړیکو سیستم چې له ۱۹۲ هېوادونو سره‌یې اړیکه نیوله، ویجاړ شوی، کمپیوټرونه مات شوي او هغه امنیتي کمرې چې ملیونونه ډالر یې ارزښت درلود، له‌منځه تللي دي.

د هغه په خبره، ښیښې او کټارې هم ماتې شوي او د کمپیوټرونو او مخابرو سیستمونه هم چور شوي دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د پاکولو اعلان وکړ.

د دې ډګر یو کارکوونکي فردین د هوايي ډګر دننه وضعیت داسې بیانوي: "زما د سترګو لیدلی حال دا دی چې یو شمېر خلکو پر میدان هجوم وروړ، هغه شیان چې وو، ویجاړ او دفترونه تالا شول، خو اوس وضعیت ښه شوی دی. ازدحام کم شوی، خو بیا هم خلک هڅه کوي چې څو ځانونه یو بل هېواد ته ورسوي."

له سپوږمکۍ اخیستل شوی د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر انځور چې د خلکو ګڼه ګوڼه ښيي.
له سپوږمکۍ اخیستل شوی د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر انځور چې د خلکو ګڼه ګوڼه ښيي.

د یکشنبې په ورځ په زرګونه کسانو هڅه وکړه چې په هوايي الوتکو کې نورو هېوادونو ته ولاړ شي، داسې مهال چې د لېږد لپاره‌یې هیڅ ډول اسناد نه‌لرل.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په هېڅ ډول داسې خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه‌شته.

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر په وروستیو کلونو کې په پرمختللیو سیستمونو سمبال شوی و او د مسافرو لپاره‌یې معیاري خدمتونه وړاندې کول.

خو اوس له دې سیستمونو ډېر یې تخریب او تر خوا یې الوتنې هم ځنډول شوې دي.

XS
SM
MD
LG