د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د ګڼ شمېر کندزیانو انتقاد؛ د چارواکو ناسم مدیریت کندز له سقوط سره مخ کړ


کندز کې وسله وال طالبان
کندز کې وسله وال طالبان

د کندز ولایت له دوو میاشتو راهیسې د محاصرې په حال کې و او بالاخره د یکشنبې په ورځ د زمري په ۱۷مه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو.

ګڼ شمېر خلک انتقاد کوي چې دغه ولایت کې په کافي اندازه ځواکونه، پوځي تجهیزات او مهمات موجود وو، خو د سیمه ییزو چارواکو د ناسم مدیریت له کبله کندز د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو.

د کندز ولایت اوسیدونکی ۳۰ کلن عبدالله الکوزی په دې اړه وویل: "که امنیتي ځواکونو مقاومت کړی وای، زه ډاډ درکوم چې تر دوو میاشتو پورې دوی مقاومت کولی شوای، ځکه دوی په کافي اندازه مهمات، پوځي تجهیزات او وسایط په اختیار کې درلودل، خو دوی شاتګ وکړ او له امله یې ولایت سقوط شو."

د یو شمېر خلکو د خبرو له مخې چې د کندز سرپرست والي او د امنیې قوماندان دومره وړتیا نه درلوده چې ان خپل ځانونه وساتي اوبالاخره د تېښتې پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا ژوندي ونیول شول.

د کندز ښار یو اوسیدونکی اختر محمد اتمانزي په دې اړه وویل: "د کندز د سقوط لاملونه دا وو چې امنیتي ځواکونو پر یو بل اعتماد ونه کړ او بل لامل یې د امنیې قوماندان او د سرپرست والي ضعیف مدیریت وو. دوی چې په دې پوهېدل چې دا معامله ده بیا به یې جنګ نه کاوه چې جنګ یې وکړ نو باید مقاومت یې کړی وای. د جنګ له میدانه خپله هم وتښتېدل او بالاخره د طالبانو له خوا ونیول شول او اوس بندیان دي."

دوی زیاتوي چې د امنیتي ارګانونو او د سیمه ییزو چارواکو ترمنځ د نه همغږۍ له کبله د جګړې لمن ښار ته راوغځېده او ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه ورسېدل.

کندز کې وسله وال طالبان
کندز کې وسله وال طالبان

د کندز اوسیدونکې ۲۸ کلنه عزیزه امیني وایي: "سرپرست والي او د امنیې قوماندان پرته له کوم مقاومت او پرته له کومې خبرې ولایت یې وسله والو طالبانو تسلیم کړ او خپله هم طالبانو ته تسلیم شول. یو سم مدیریت نه وو او د چارواکو ترمنځ ښه همغږي نه وه او له همدې امله کندز د درېیم ځل لپاره سقوط شو."

ازادي راډیو له ډېرو هڅو سره-سره ونه توانېده چې په دې اړه د دولتي چارواکو نظر هم را واخلي.

په ورته مهال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د طالبانو له خوا د کندز د سرپرست والی او د امنیې قوماندان د نیول کېدلو خبر تائیدوی.

د کندز ولایت تېره اوونۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو، خو له تېرو درېیو ورځو راهیسې په کندز ښار کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلي دی او خلک هم په ښار کې پر خپل کار او بار بوخت دي.

XS
SM
MD
LG