د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

کابل کې د اس ځلغونې فدراسیون خپل تمرینونه پیل کړل


ارشیف
ارشیف

د اس ځلغونې فدراسیون نن په کابل کې خپل تمرینونه پیل کړل.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې غړي مجیب قاري زاده ازادي راډیو ته وویل چې دغه تمرینونه د کابل غوره لوبډلې او د اس ځغلونې ملي ټیم ته د چمتوالې په هدف ترسره کېږي.

نوموړي وویل چې په یادو تمرینونو کې له بېلابېلو برخو څخه لسو ځوانو لوبغاړو برخه اخیستې او راتلونکو سیالیو ته چمتووالی نیسي.

ټاکل شوې چې د اس ځغلونې ملي لوبډلې او د کابل غوره لوبډلې ته د لوبغاړو د ټاکلو لپاره یاده سیالي په نږدې راتلونکي کې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د کرونا ویروس ګواښونو له امله ورزشي فعالیتونه ځنډیدلي وو، خو د المپیک ملي کمیټې ویلي چې د کرونا له بندیزونو وروسته اوس مهال د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره تمرینونه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG