د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۸

نړۍ

اوکراین کې د الوتکې د لوېدو پېښې یو پیلوټ او ۳ امریکایان ووژل

اوکراین کې لویدلې الوتکه

د اوکراین په لویدېځ کې د یوې وړې الوتکې د لوېدو په پېښه کې یو ځایي پیلوټ او درې امریکایان وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې دا الوتکه په ځایي وخت غرمه مهال په ایوانو فرنکیوسک سیمه کې له یوه کور سره ولګېده.

وژل شوي امریکایي مسافر د امریکا هسدیک یهودان بلل شوي دي، دا خبره د اوکراین د یهودانو متحدې ټولنې کړې ده.

د پولیسو په وینا له هغه کوره چې دا الوتکه پرې لګېدلې، یوه مېرمن او دوه ماشومان روغ وتلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ترکیه: له روسیې د لازیاتو دفاعي سیسټمونو په پیرلو غور کوو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، له روسیې نه د لا زیاتو دفاعي سیسټمونو په اخیستلو غور کوي.

دا کار ممکن واشنګټن لا ناراحته کړي.

ترکیه چې د ناټو غړې ده، د F-35 جنګي الوتکو له پروګرام څخه ایستل شوې ده.

وروسته له هغې چې انقرې په ۲۰۱۹ کې له روسیې څخه S-۴00 هوایي دفاعي سیسټم وپیره، د دې هېواد د دفاع وزارت چارواکي له بندیزونو سره مخ شول.

متحده ایالات وايي چې د روسیې له دې سیسټمه د ناټو دننه کار اخیستل F-۳۵ جنګي الوتکي ګواښي،خو ترکیه وايي، دا سیسټم پرته له دې چې د ناټو سیسټمونو کې مدغم شي په خپلواکه توګه وکارول شي.

جرمني کې خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه

جرمني کې انتخابات

په جرمني کې نن خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه. لومړنۍ وړاندوینې ښيي چې هېڅ یوه ګوند تردې دمه اکثریت نه دی ګټلی.

په جرمني کې له څه باندې شپېته میلیونو کسانو چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي څلوېښت فیصدو یې ویلي چې بې تصمیمه دي.

یو شمېر نورو بیا وار دمخه د پوستې له لارې خپله رایه ورکړې ده.

د جرمني تلونکې صدراعظمه انګېلا مېرکل د خپل ډموکراټ مسیحي ګوند استازی ارمین لاشت مخته کړی او له خلکو یې غوښتي وو چې هغه ته رایه ورکړي.

هاخوا د لاشت پر وړاندې د ماليې وزیر اولاف شولتز چې د سوشیال ډموکراټ ګوند په استازیتوب کاندید دی سیالي کوي.

اولاف هم لومړی هڅه کوله چې د مېرکل د ځای ناستي کاندید په صفت ځان مطرح کړي خو مېرکل له خلکو غوښتي و چې ارمین ته رایه ورکړي.

مېرکل به د نوي صدراعظم په راتلو خپله شپاړس کلنه دوره پای ته رسوي.

اسراییلي پوځ: یو لړعملیاتو کې ۵ فلسطینیان وژل شوي

ارشیف

د اسراییل پوځ تایید کړې چې د دوی په یو لړ عملیاتو کې نن سهار پنځه فلسطینیان وژل شوي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې اسراییلي عسکرو د هغو فلسطینیانو د نیولو لپاره په بیت المقدس او شااوخوا سیمو کې عملیات ترسره کړل چې د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي قصد یې درلود.

بیان زیاتوي چې وژل شوي فلسطینیان د حماس وسله وال غړي وو چې د دوی له پوځیانو سره په مخامخ ډزو کې لګېدلي.

د فلسطین د روغتیا وزارت بیا اعلان کړی چې د بیت المقدس په شمال کې د بدو سیمې درې اوسیدونکي او د برقین سیمې دوه اوسیدونکي د اسراییل له خوا وژل شوي.

د راپورونو له مخې یو اسراییلی افسر او یو عسکر هم په دې نښتو کې ټپیان شوي.

په دې مخامخ نښتو سربېره د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو پر مهال اته فلسطینیان نیول شوي هم دي.

جرمنيان د مېرکل د ځای ناستي د ټاکلو لپاره انتخاباتو کې برخه اخلي

انګېلامېرکل

د جرمني خلک نن یکشنبه په انتخاباتو کې ګډون کوي چې د انګېلامېرکل ځای ناستی غوره کړي.

مېرمن مېرکل چې له ۱۶ کلونو راهیسې د جرمني صدراعظمه ده، د خپل دموکرات مسیحي ګوند د مشر ارمین لاشت د بري لپاره هلې ځلې کوي.

مېرمن میرکل د جمعې په ورځ په یوه وینا کې وویل، د دې لپاره چې په جرمني کې ثبات دوام وکړي، باید ارمین لاشت صدراعظم شي.

خو د لاشت سیال الاف شولتز چې اوس د جرمني د اقتصاد وزیر دی، په یوه وینا کې وویل، اوس د جرمني لپاره د یوې نوې پیلامې وخت دی.

د جرمني تر ۶۰ میلیونه ډېر خلک د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

امریکا کې له پټلۍ د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله ۳ تنه مړه شوي

ارشیف

په امریکا کې له پټلۍ څخه د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله لږ تر لږه ۳ تنه مړه شوي دي.

دا پېښه پرون شنبې په مونتانا ایالت کې وشوه.

شیکاګو ته په دغه روان رېلګاډي کې ۱۴۶ تنه سپرلۍ او ۱۶ تنه عمله سپره وه چې له پټلۍ ووت.

تراوسه پورې له پټلۍ څخه د دغه رېلګاډي د وتلو علت نه دی څرګند شوی.

مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ

مسکو کې مظاهرې

د روسي چارواکو له خبرداري سره-سره پرون په مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ.

دوی په دې ډېر په غوصه وو چې ولې د تیرۍ اوونۍ په پارلماني انتخاباتو کې په انلاین بڼه رایې ورکړل شوي.

دغه مظاهره د څو سیاستوالو له خوا چې اکثره یې کمونستان دي، تنظیم شوې وه.

مظاهره کوونکو ویل چې په رایو کې یې درغلي شوې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله، خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یوې ډلې سیاستوالو ته چې دوما یا ولسي جرګې ته یې لاره موندلې په وینا کې وویل چې په انلاین بڼه د رایې ورکولو لکه د تکنالوژۍ د پرمختګ غوندې مخه نه شي نیول کېدای.

ولسمشر پوتین دغه انتخابات چې په کې د پراخو درغلیو او بې نظمیو ادعاوې شوې، شفاف او عادلانه وبلل.

د روسیې امنیتي ځواکونو د پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع ونیوله

ارشیف

د روسیې امنیتي ځواکونو د پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع والین­تینا چوپیک د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیوله.

کرنټ ټایمز ټلوېزیون دا خبر نن شنبه ورکړی دی.

چوپیک چې د پناه غوښتونکو د یوه مرکز مشره هم ده، ناوایا ګزیتا ورځپاڼې ته ویلي چې چارواکو یې اسناد هم ضبط کړي دي.

د پناه غوښتونکو دغې مدافع ویلي چارواکو ورته خبر ورکړی چې د سېپټمبر له ۱۷مې یې د مهاجرت حیثیت هم فسخه شوی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، مېرمن چوپیک د ۳۰ کلونو لپاره روسیې ته له ننوتلو منع کړای شوې ده.

راپورونه وايي، مېرمن چوپیک چې له ارمنیا روانه شوې وه، د مسکو د یوه هوايي ډګر د توقیف ځانګړي مرکز ته لېږدل شوې او اندېښنه ښوول شوې چې هغه مېرمن ازبیکستان ته اخراج او هلته ښايي شکنجه شي.

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې ځانمرګي برید ۸ کسان ووژل

موګادیشو کې د ځانمرګي برید سیمه

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې یوه ځانمرګي برید د ۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸ کسان ووژل.

د دې حملې چې د جمهوري ریاست له ماڼۍ یو څو متره لېرې شوې، مسوولیت د الشباب په نوم تروریستي ډلې ومانه.

د پولیسو یوه ویاند د پېښې په ساحه کې خبریالانو ته وویل چې د مړو شمېر ښايي زیات شي، ځکه ځینې مړي د هغیو د خپلوانو له خوا وړل شوي دي.

ټرودو: چین کې نیول شوي ۲ کاناډیان خوشې او کورونو ته ستانه شول

نیول شوي کاناډایان

د کاناډا صدراعظم جسټن ټرودو وايي، هغه دوه کاناډايي وګړي چې په چین کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو، تر خوشې کېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.

له دې سره هغه لانجمنه موضوع ختمه شوه چې د غرب او پیکنګ ترمنځ یې درز ایجاد کړی و.

صدراعظم ټرودو پرون په اوتاوا کې یوه کنفرانس ته وویل، پخوانی ډیپلومات مایکلکفریګ (Michael Kovrig) او سوداګر مایکل سپاور (Michael Spavor) خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دغه دوه کاناډايي وګړي د ۲۰۱۸میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په چین کې وروسته له هغې ونیول شول چې تر دې مخکې د هوواې شرکت مالي مدیره مینګ وانژو چې د دې کمپنۍ د موسس لور هم ده، د کاناډا په یوه هوايي ډګر کې د امریکا د ګرفتارۍ د حکم له مخې تر نیول کېدو وروسته امریکا ته وسپارل شوه.

د دغو کاناډايي وګړو تر خوشې کېدو څو ساعته مخکې د چین د ټکنالوژۍ لوی شرکت هوواوې او امریکا ترمنځ د نږدې درې کلنې حقوقي او سیاسي لانجې د حل پر سر موافقه وشوه چې د امریکا او چین ترڅنګ کاناډا هم په کې دخیله وه.

ایراني چارواکو په زندان کې د شاهین ناصري مړینه تأیید کړه

شاهین ناصري

ایراني چارواکو په زندان کې د شاهین ناصري مړینه تأیید کړې ده.

نوموړي ادعا کړې وه چې د غېږې نیولو اتل نوید افکاري مخکې له دې چې اعدام شي، شکنجه‌یې په خپلو سترګو لیدلې وه. افکاري چې د یوه قتل په تور په اعدام محکوم شوی و، تېر کال پرې دغه سزا تطبیق شوه.

د زندان چارواکو پرون پنجشنبې وویل چې د نوید د مړینې په اړه څېړنه کوي.

دوه ورځې مخکې په اوسلو کې مېشت د ایران د بشري حقونو ډلې د باوري سرچینو له قوله ویلي و چې ناصري وروسته له هغې چې د تهران په یوه لوی زندان کې کوټه قلفۍ ته ولېږدول شو، په مرموز ډول مړ شوی دی.

د ایران د غېږې نیولو اتل نوید افکاري په ۲۰۱۸ کال د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د یوه امنیتي ساتونکي په وژلو تورن شوی او د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه په دار ځړول شوی و.

د ایران قضایي ادارې د نوید د شکنجې تورونه رد کړي دي. په یوه غږیز پیغام کې چې د ازادي راډیو د ایران فردا څانګې ته رسېدلی ناصري ویلي و چې چارواکو ورته ګواښ کړی چې د افکاري په دوسیه کې دې شاهدي نه‌ورکوي.

روسیه کې د کرونا ویروس نوی ریکارډ؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي

روسیه کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه مړه شوي کس د مړي د لېږدولو پر مهال

د روسیې روغتیایي چارواکي وایي، د کرونا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي چې دا د دغې وبا له خپرېدو راهیسې په روسیه کې په یوه ورځ کې د مړو شویو کسانو نوی ریکارډ دی.

د روسیې د کرونا په وړاندې د مبارزې مرکز نن وویل چې په دې موده کې له ۲۱ زرو ۳۷۹ زیات کسان په کرونا اخته شوي چې یوه ورځ مخکې تر دې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر لږ زیات و، یعنې ۲۱ زره او ۴۳۸ کسان پرې اخته شوي وو.

دا پرله‌پسې څلورمه ورځ ده چې په روسیه کې له ۸۰۰ زیات کسان د کرونا له امله مري. دا په اروپا کې د دغې وبا له امله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د روسیې روغتیایي چارواکو ویلي چې د کرونا نوې پېښې د روسیې د ۸۵ سیمو له ډلې په ۳۶ کې زیاتې شوې او خبرداری یې ورکړی چې د هوا له سړېدو سره چې تنفسي ناروغۍ زیاتېږي، ښایي وضعیت له دې هم خراب شي.

تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وروسته له هغې ځان قرنطین کړ چې د هغه د نږدې کړۍ په لسګونه غړي په کرونا اخته شول.

جو بایډن نن د هند پاسیفیک تړون د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه‌توب کوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به نن په حضوري بڼه د هند پاسیفیک د تړون د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي.

دغه کتنه چې نن به په سپینه ماڼۍ کې ترسره شي، په‌کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي، د جاپان صدراعظم یوشیدا سوګا او د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن ګډون وکړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دغه کتنه به ولسمشر بایډن ته یو فرصت وي چې له فرانسې سره راپورته شوي وروستي اختلافات یوې خواته کړي.

فرانسه د امریکا، بریتانیا او استرالیا پر هغه امنیتي تړون چې څو ورځې مخکې اعلان شو، سخته په قهر شوې، د هغه تړون چې پر اساس‌یې استرالیا پر اټمي وسلو سمبال د اوبتلونو تکنالوژي له امریکا ترلاسه کوي او له استرالیا سره د فرانسې د په لسګونه میلیارد ډالرو د اوبتلونو معامله باطله کېږي.

تر دې کتنې مخکې د جاپان او هند حکومتونو له استرالیا سره د متحده ایالاتو او بریتانیا د دغه نوي امنیتي تړون هرکلی کړی و.

دغو درې واړو هېوادونو ویلي چې پر اټمي وسلو د اوبتلونو سمبالېدل د هند-پاسیفیک د سیمې په اړه د دوی ژمنه په ډاګه کوي او ټینګار یې کړی چې دغه ډیپلوماتیک کړکېچ به له فرانسې سره اوږدمهاله اړیکې اغېزمنې نه‌کړي.

د امریکا تینیسي ایالت کې یوه بریدګر ۲ تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي

ارشیف، امریکاي پولیس

د امریکا په تینیسي ایالت کې یوه بریدګر دوه کسان په ډزو وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه پرون د تینیسي ایالت مرکز میمفس ښار ته نږدې په یوه پلورنځای کې شوې.

د سیمې د پولیسو مشر ډېل لېن رسنیو ته ویلي چې بریدګر په پلورنځي کې په عامو خلکو ډزې کړي له ډلې یې دوه تنه وژلي او ۱۲ کسان‌یې ټپیان کړي.

ډېل زیاته کړې ټپیان روغتون ته وړل شوي، خو د ځینو حال ښه نه‌دی.

د پولیسو دغه مشر زیاته کړې چې بریدګر په خپله له برید وروسته مړ موندل شوی او ښکاري چې خپل ځان‌یې وېشتی دی.

د بریدګر په اړه زیات معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری: یمن کې ۱۶ ملیونه کسان له لوږې سره مخ دي

یمن کې پر بې‌وزلو کورنیو د خوراکي توکو وېش

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې په یمن کې ۱۶ ملیونه انسانان د لوږې په درشل کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر اساس، که د اړتیا وړ مالي مرسته ونه‌شي، راتلونکې اکټوبر میاشت به د ملیونونو یمنیانو خوراکي مرستې پای ته ورسېږي.

د دې پروګرام رئیس ډېوېډ بېسلي پرون (پنجشنبه) وویل، د روان کال په لومړیو کې جنګ‌ځپلي یمن ته د بشري مرستو بودجه خلاصه شوه او یوازې د امریکا، جرمني، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو د مالي مرستو په نتیجه کې دوی د بشري ناورین مخه ونیولای شوه.

ده خبرداری ورکړ چې که نړیوالې ټولنې نوره مالي مرسته ونه‌کړه په اکټوبر کې به د شااوخوا ۳ ملیونه او ۲ لکه او په ډسمبر کې د شااوخوا ۵ ملیونه یمنیانو خوراکي مرستې ختمې شي.

د ایران اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره پر ډيپلوماتیکو لارو د بلېنکن ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټمي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلي بلېنکن پرون (پنجشنبه) د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د خبرو اترو له لارې د ایران د اټمي پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ده ویلي، امریکا د داسې لارو هڅه کوي چې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه ټولې اندېښنې پای ته ورسوي.

له بلې خوا یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د خبرو لور ته د ایرانیانو نه‌لېوالتیا د دوی زغم پای ته رسوي.

دغه امریکايي چارواکي چې خبري اژانسونو یې نوم نه‌دی څرګند کړی پرون (پنجشنبه) وویل، ایران تر تله اټمي خبرو ته د راګرځېدو وخت نه‌لري.

ده دا هم ویلي، سره له دې چې له ایران سره لا هم پر اټمي موافقه د خبرو بیا پیلولو ته وخت شته، خو د امریکا صبر بې‌پایه نه‌دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG