د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۱

افغانستان

دفاع وزارت: سمنګان کې د طالبانو پر غونډه برید کې ۱۱ وسله‌وال ووژل شول

ارشیف، د افغان هوايي ځواکونو یوه حمله

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په سمنګان ولایت کې يې د طالبانو پر غونډه هوایي برید کړی دی.

دا برید تېر مازدیګر د حضرت سلطان ولسوالۍ په غزنیګک سیمه کې شوی چې د وزارت د خبرپاڼې له مخې ۱۱ تنه په‌کې وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې برید کې د طالبانو یوه اندازې وسلې، مهمات او تجهیزات هم له‌منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د طالبانو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې وضعیت پېچلی کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي د طالبانو د بېلابېلو سیالو ډلو ترمنځ د قدرت پر سر لانجې په افغانستان کې وضعیت پېچلی کړی دی.

انتونیو ګوترش له «CNN» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "موږ ګورو چې ټول‌ګډونه حکومت د طالبانو د خپل‌منځي اختلافاتو له امله جوړ نه‌شو. څه چې اعلان شول د یوه ټول‌ګډونه حکومت لپاره وروستۍ پرېکړه نه‌ده. زما په اند د افغانستان وضعیت د وړاندوينې وړ نه‌دی، په داسې یو حالت کې باید د دې هېواد په مسایلو کې ونډه ولرو او د هغو افغانانو چې ځورېږي، لاس‌نیوی وکړو. دا معلومه نه‌ده چې موږ بریالي کېږو، که نه، خو دا زموږ دنده ده چې هلته واوسوو او خدمت وکړو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چې دا به یو خیال وي که د طالبانو تر ولکې لاندې د ملګرو ملتونو ښکېلتیا ناڅاپه ټول‌­شموله حکومت، د حقونو درناوي او د ترورېستانو د حضور ختمېدو ته زمینه برابره کړای شي.

انتونیو ګوترش وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ظرفیت او نفوذ لږ دی، خو بیا هم هڅه کوي له دغه جګړه‌ځپلي هېواد سره د بشري مرستو لپاره کلیدي رول ادا کړي.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي ګوترش د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

 د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر کابل ته تللی

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر

راپورونه وايي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر نن سهار کابل ته تللی چې د روغتیايي ادارو د تمویل په اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس په داسې حال کې کابل ته ځي چې د اګسټ پر ۱۵مه پر کابل هم د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په دغه هېواد کې د بشري بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د طالبانو فرهنګي کمېسیون رسنیو ته ویلي چې ګبریاسوس به د طالبانو له رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

 یونېسف: افغانستان کې ۱۰ ملیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري

ارشیف، افغان ماشوم

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي په افغانستان کې نږدې ۱۰ ملیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان نن دوشنبه (د وږې ۲۹مه) په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو ترڅنګ د درېدو لپاره هېڅکله دومره عاجله اړتیا نه‌وه پېښه شوې.

تېره دوشنبه د سویس په جنوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په یوه نړیوال کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.

ټاکل شوې ده چې دا مرستې طالبانو ته ورنه‌کړل شي، بلکې د نړیوالو ادارو له‌خوا به ولګول شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، ملګري ملتونه به هر کار چې په وس‌یې پوره وي د افغانستان لپاره وکړي.

داعش په ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو د خونړیو حملو مسؤلیت واخیست

جلال‌اباد ښار کې د یوې چاودنې په سیمه کې د څېړنو لپاره راټول شوي طالبان

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو کې د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه واخیست.

په دغو حملو کې چې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د شنبې او یکشنبې په ورځو وشوې د طالبانو موتړ په نښه شوي و.

د شنبې په ورځ په درېیو جلا چاودنو کې د طالبانو موټر په نښه شوي چې لږترلږه دوه تنه په‌کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي او پرون یکشنبه هم د طالبانو پریوه موټر په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه پنځه تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د اعماق په نوم وېب‌پاڼه کې چې د داعش یوه تبلیغاتي پاڼه بلل کېږي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په دوو بیانونو کې د دواړو ورځو د چاودنو مسؤلیت اخیستی او ادعا یې کړې چې په دې بریدونو کې یې له ۳۰ زیاتو طالبانو ته مرګ‌ژوبلې اړولې.

تر دې وړاندې دې ډلې په کابل کې د اګسټ میاشتې په وروستو کې د هغه خونړي برید مسؤلیت اخیستی و چې د کابل په هوایي ډګر کې وشو او د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۵۰ زیات کسان په‌کې ووژل شول او په سوونو نور هم په‌کې ټپیان شول.

په جلال‌اباد کې د داعش د ډلې حملې له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېږي، پر طالبانو لومړنۍ شدیدې حملې بلل کېږي.

د کابل له نړیوال هوایي ډګر له ۲۳۰ زیات نور کسان هم قطر ته ولېږدول شول

قطر ته رسول شوي افغانان او ځیني نور کسان چې په افغانستان کې ګېر پاتې وو.

د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د قطر د هوایي شرکت څلورمه چارټر الوتنه پرون یکشنبه ترسره شوه چې له ۲۳۰ زیات کسان‌یې هغه هېواد ته ولېږدول.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لؤلؤة راشد الخاطر په یوه ټویټ کې ویلي چې له کابله ایستل شویو کې د افغانانو په ګډون امریکایي او د اروپایي ټولنې اتباع دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه بل قطري چارواکي ویلي، په دغه الوتنه کې ۲۳۶ تنه دوحې ته ولېږدول شول چې دا د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د امریکایي او نړیوالو متحدانو پوځي مأموریت‌یې پای ته ورسېد، تر ټولو زیات شمېر کسان دي چې په یوه الوتنه کې د کابل له هوایي ډګره ایستل کېږي.

دغه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی دغه‌راز ویلي چې قطر به له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هغو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دا مسئله یقیني شي چې خلک له افغانستانه په ازادانه توګه وکړای شي بهر ته لاړ شي.

د افغان روباتیک ټیم هرکلي لپاره مکسیکو کې د بایسکل ځغلولو ننداره جوړه شوه

د افغان نجونو د روباتیک ټیم ځینې غړې

د افغان نجونو د روباتیک ټیم څلورو غړو پرون د مکسیکو په پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د بایسکل ځغلولو په هغه ننداره کې ګډون وکړ چې د ښځو له‌خوا دوی ته د هرکلي لپاره تنظیم شوې وه.

د بایسکل ځغلولو په دغه ننداره کې چې «مکسیکو تاسو په غېږه کې نیسي» په نوم جوړه شوې وه، یو شمېر نورو ښځو هم ګډون کړی و او دوی د مکسیکو سیټي په مرکزي برخه کې د انقلاب تر یاد څلي پورې پر بایسکلونو ولاړې.

د هرات د نجونو د روباتیک ټیم پنځه غړې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د طالبانو له‌خوا د کابل له نیول کېدو وروسته مکسیکو ته ولاړې او د هغه هېواد چارواکو یې تود هرکلی وکړ.

د افغان نجونو د روباتیک ټیم په ۲۰۱۷ کال د روباتیک په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او یوه ځانګړې جایزه‌یې ترلاسه کړې وه.

طالبان: په بېړه کار کوو چې له ۶ ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ستنې شي

ارشیف، ځینې افغان زده‌کوونکې نجونې

طالبان وایي، په بېړه کار روان دی چې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې زده‌کوونکې هم بېرته ښوونځیو ته وګرځي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، دوی اوس دې برخه کې د ځینو تګلارو په جوړولو بوخت دي چې هدف‌یې د زده‌کوونکو خوندیتوب دی.

مجاهد وایي: "د نجونو په برخه کې د مصونیت لپاره لږ طرزالعمل او لایحو ته ضرورت شته چې هغه عملي شي، دوی ته به هم زمینه‌سازي کېږي. کار په جدیت سره روان دی. ضرورت دی چې د دوی د تګ راتګ مصونیت تضمین شي او بل‌یې تعلیمي بهیر داسې تنظیم شي چې دوی جلا وي او مطمئن."

طالبان دا ډاډ وروسته تر دې ورکوي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته ځي، خو د منځنۍ او لېسې دورې ملیونونه نجونې په کور ناستې دي.

طالبان وایي، ولایتونو کې له پخوا هم د نجونو ټولګي جلا وو، خو یوازې کابل کې دا مسئله شته چې هواره به شي.

اروپایي ټولنه: په افغانستان کې بشري حقونه تر ګواښ لاندې دي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ون برنډت

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ون برنډت وایي، دغه هېواد کې بشري حقونه تر ګواښ لاندې دي.

ښاغلي برنډت پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تعلیم او کار ته د نه‌لاسرسي حق هغه موضوع ده چې دی یې اندېښمن کړی دی.

نوموړی دا اندېښنه وروسته تر دې څرګندوي چې د طالبانو په راتګ د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې ده.

د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې وروسته تر دې زیاتې شوې چې طالبانو وروستیو کې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‌کوونکو ته د "شرایطو" تر برابرېدو کور کې د پاته کېدو سپارښتنه وکړه.

کابل کې د دولتي ادارو ځینو ښځینه کارکوونکو ادعا کړې چې کار ته د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

طالبان بیا وایي، د ښځو د تعلیم او کار حق ته درناوی کوي، خو اوس په دې بوخت دي چې دې برخه کې د خپلو تګلارو له مخې شرایط برابر کړي.

د کابل له هوایي ډګره د کام ایر سوداګریزه الوتکه اسلام‌اباد ته ورسېده

د کام ایر الوتکه

د کابل له هوایي ډګره پرون د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه اسلام‌اباد ته ورسېده.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي، تېرو دوو ورځو کې کابل ته له پاکستان او ایران نه هم سوداګریزې الوتکې ورغلې دي.

د دغې ادارې د پروازونو د خوندیتوب د سټنډرډ مشر غلام جیلاني وفا ازادي راډیو ته وویل، د کابل هوایي ډګر د ورځې په مخه د الوتکې ناستې او پرواز ته بشپړ چمتو شوی دی.

نوموړی وایي، دوی له ازبکستان، تاجکستان، اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو هم غوښتي چې افغانستان ته الوتنې پيل کړي، خو وایي لا یې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

کابل ښاروالۍ ځینې ښځینه کارکوونکې په کور کېنولې

ارشیف

د کابل ښاروالي وايي له ځینو برخو پرته‌یې ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې په کور کېني.

د کابل سرپرست ښاروال حمدالله نعماني په خپل لومړني خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه.

نعماني بیا وویل چې ځینو برخو کې ښځینه کارکوونکې پاتې دي.

دی زیاتوي: "بازار کې زنانه تشنابونه دي. هغه کار خو نر نه‌شي کولای. ښځې د اجیرانو په صفت راځي دا کار کوي. په ناحیو کې یا په مرکز کې ځینې داسې ښځې شته چې هغه د مسلک په لحاظ باندې موږ د دوی په تناسب بل کدر نه‌لرو هغه هم راځي. د ډيزاین په برخه کې شته، د ساختمان په برخه کې شته. د الکترونیک په برخه کې شته هغه هم راځي هغه کار کوي."

نعماني وویل د ښاروالۍ له نږدې درې زره کارکوونکو په تشکیل کې ۲۷ فیصده ښځې شاملې دي، خو اوس چې اکثر په کور کېنول شوي معاشونه‌یې حواله دي.

یوازې په ښاروالۍ نه، بلکې د راپورونو له مخې له روغتیا، لوړو زده‌کړو او پوهنې پرته په ګڼو نورو دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو برخلیک نه‌دی معلوم او اکثر یې له دندو کورونو ته ستنې کړای شوې دي.

جلال‌اباد ښار کې د طالبانو په یوه موټر چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي

جلال‌اباد کې د تېرې ورځې د چاودنې سیمه

په جلال‌اباد ښار کې نن د طالبانو په یوه موټر باندې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه شوې.

بم د سړک په غاړه خښ شوی و چې د طالبانو د موټرو په تېرېدو چاودل شوی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې د یوه ماشوم په شمول پنځه کسان وژل شوي دي.

رسنیو راپور ورکړی چې له دې چاودنې ګڼ ټپي طالبان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې په ټپیانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.

چا لا د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی، خو پرون هم په جلال‌اباد کې یوې چاودنې لږ تر لږه درې کسان ووژل.

اسلامي دولت ډله یا داعش وسله‌وال په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې فعاله دي او اکثر د دغسې بریدونو مسؤل بلل کېږي.

لسګونه ښځو په کابل ښار کې مظاهره وکړه

ارشیف، کابل ښار کې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

یکشنبه په کابل ښار کې لسګونه ښځو مظاهره وکړه.

په خواله رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې دا ښځې له طالبانو د تعلیم او نورو اساسي بشري حقونو درناوی غواړي.

طالبانو په وروستیو کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د امر باالمعروف وزارت لوحه ځړولې او د خپلې سرپرستې کابینې د وزارتونو له ډلې یې د ښځو چارو وزارت لیرې کړی دی.

د طالبانو له‌خوا بل اقدام چې د ګڼو تُند غبرګونونه‌یې پارولي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نه‌پرانیستل دي.

په کابل کې د یکشنبې ورځې مظاهره‌چیانو له طالبانو وغوښتل چې د تعلیم له حقه دې نجونې نه‌محروموي.

د راپورونو له مخې د طالبانو له راتګ وړاندې شااوخوا څلور ملیونه نجونې ښوونځیو ته تلې.

طالبانو د شنبې په ورځ د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړاو یې یادونه نه‌ده کړې.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد باختر اژانس ته ویلي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره په طرزالعمل کار روان دی او دا ښوونځي به ژر پرانیستل شي.

یونېسف: افغانستان کې د ماشومانو د سرخکان ناروغۍ شمېرې د اندېښنې وړ لوړې شوي

د یونېسف ادارې مشرانو په کابل کې د اتاتورک له روغتونه کتنه کړې

په افغانستان کې د یونېسف استازولي وايي چې د ماشومانو ترمنځ د سرخکان ناروغۍ شمېرې د اندېښنې وړ لوړې شوي.

د دې ادارې مشرانو نن په کابل کې د اتاتورک له روغتونه کتنه کړې چېرته چې په سرخکان د اخته ماشومانو درملنه په‌کې روانه ده.

د افغانستان لپاره د یونېسف یا د ماشومانو د وجهي صندوق په ټویتر باندې په دې تړاو په لیکلي بیان کې زیاته شوې چې د سرخکان د اندېښنې وړ شمېر قضیو زیاتېدل زیانمنونکي افغان ماشومان لا له خطر سره مخ کوي.

یونېسف ویلي دغو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو ډاډمنول حیاتي ارزښت لري.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم دوه لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم نن له بنګله‌دېش یو ورځنۍ لوبه وګټله.

افغان ټیم د بنګله‌دېش له‌خوا ټاکل شوی ۱۵۶ هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کې د بالنګ یا توپ اچونې په برخه کې بلال سمېع او ننګیالي خروټي درې-درې وېکټې واخیستې او اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني دوه-دوه بنګله‌دېشي لوبغاړي وسوځول.

په توپ وهنه کې هم اسحق ځاځي ۵۲، کپټان اعجاز احمد ۳۲ او اظهارالحق نوید ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

که څه هم افغانستان له بنګله‌دېش دا لوبه وګټله، خو د پنځو یو ورځنیو سیریز یې درې پر ۲ بنګله‌دېش ته وبایلود.

د دوی پنځه لوبې د سپټمبر له ۱۰مې پيل شوې وې چې د سر درې بنګله‌دېش وګټلې او وروستۍ دوه افغان ټیم په خپله ګټه پای ته ورسولې.

د هند او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې

د هند او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

د هند او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو نن په نوې ډېلي کې وکتل.

دوی د ګڼو نورو سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسئلو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر په خپل ټویټر لیکلي چې له خپل سعودي سیال فیصل بن فرهان سره‌یې د افغانستان په تړاو ډېر اغېزمن بحث کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود تېره شپه په درې ورځني سفر نوې ډېلي ته رسېدلی.

شهزاده سعود به سبا (دوشنبه) مخکې تر دې چې نیویارک ته روان شي، له صدراعظم نرېندرا مودي سره وویني.

هند او سعودي عربستان د افغانستان د وروستیو پرمختیاوو په اړه ګډې اندېښنې لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG