د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د توکیو په المپیکي لوبو کې دوه سوریایي وروڼو ګډون کړی


د توکیو المپیکي لوبې
د توکیو المپیکي لوبې

د توکیو په المپیکي لوبو کې دوه سوریایي وروڼو ګډون کړی، دوی کې یو د سوریې او بل د پناه غوښتونکو استازیتوب کوي.

د دغو دوو وروڼو عکسونه چې په مختلفو لوبډلو کې لوبېږي، د همدې اوونۍ په پيل کې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول.

انځورونو کې ښکاري چې دوی توکیو کې یوه بل ته غېږ ورکړې ده.

محمد ماسو د سوریې او بل کشر ورور یې علا د پناه غوښتونکو په استازیتوب د لامبو وهنې په برخه کې لوبېږي.

دوی دواړه د سوریې د حلب اوسېدونکي وو چې اوس په جرمني کې اوسېږي.

د دغو وروڼو کورنۍ لا هم په سوریه کې ده، چېرته چې کورنۍ جګړې شاوخوا پنځه لکه کسان وژلي او ملیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.

XS
SM
MD
LG