د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

راشد خان: د سلو توپونو روانو سیالیو کې به افغانستان ته ویاړ راوړم


راشد خان
راشد خان

د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ویلي، تیار دی د سلو توپونو په روانو سیالیو کې افغانستان ته ویاړ په برخه کړي.

سپورټ مول (Sport Mole) خپرونې نن جمعه د راشد خان خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، دا ده او د ده هېواد ته ویاړ دی چې د سلو بالونو په مسابقو کې د لومړي وار لپاره برخه لري.

د سلو بالونو تجارتي مسابقې تېره چهارشنبه په انګلستان کې د اتو ټیمونو ترمنځ پیل شوي او یوه میاشت دوام کوي.

د راشد خان د ټیم لومړۍ مسابقه به سبا شنبه وي.

XS
SM
MD
LG