د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

راشد خان: تېر پنځه کاله مې یوازې ۲۵ ورځې په کور تېرې کړي


د افغانستان د کرکټ وتلی لوبغاړی راشد خان
د افغانستان د کرکټ وتلی لوبغاړی راشد خان

د افغانستان د کرکټ وتلي لوبغاړي راشد خان ویلي تېر پنځه کاله‌یې یوازې ۲۵ ورځې په کور تېرې کړي.

خان دا خبره له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې ده.

هغه ویلي په لوبو کې د سختې بوختیا له کبله‌یې ډېره کمه موقع پيدا کړې چې خپله کورنۍ وګوري.

د افغانستان د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو کپټان او د نړۍ د ۲۰ اوریزو لیګونو دغه ستوری لوبغاړی دمګړۍ هم په لندن کې دی چېرته چې تمه ده په څو نږدې ورځو کې د ۱۰۰ بالیزو کرکټ لوبو کې برخه واخلي.

سل بالیزې تجارتي لوبې په انګلستان کې د اتو ټیمونو ترمنځ د جولای له ۲۱مې پيلېږي او یوه میاشت دوام کوي.

د ګارډین په راپور کې دا هم راغلي چې راشد خان د کرونا وبا له پیله ګڼو هېوادونو ته د سفر په خاطر ۱۰۸ واره ټسټونه ورکړي او هر وار یې څو ورځې قرنطین هم تېر کړی.

خان ویلي قرنطین‌یې ځوروي ځکه هم په فېټنس تأثیر کوي او هم په رواني لحاظ سړی غښتلی نه‌پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG