د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۶

نن جمعه د فوټبال افغان ملي لوبډله عمان سره د سیالۍ ډګر ته وځي


د فوټبال افغان ملي لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) ماخوستن د عمان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

لوبه د افغانستان په وخت د ماخوستن په ۹ بجو او څلویښتو دقیقو پيلېږي.

د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې ښه چمتوالی نیولی: "له هره اړخه که فکر وکړو د عمان درجه له موږه لوړه ده، خو موږ پخوا هم په ډاګه کړې چې له هېڅ ټیمه وېره نه لرو. موږ د یوې ښې پایلې د ترلاسه کولو په هدف له عمان سره سیالۍ ته ځو او ښه تمرینونه مو هم کړي دي."

دا لوبې نړیوال او اسیایي جامونو ته د لار موندنې په هدف په قطر کې ترسره کېږي.

دې ترڅ کې د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه له بنګله دیش سره وه چې یو-یو مساوي شوې.

د اسیا د فوټبال په ۵۶ ټیمونو کې افغانستان یوڅلوېښتم او عمان نهه ویشتم ځای لري.

XS
SM
MD
LG