د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

افغان کرکټر راشد خان د پاکستان سوپر لیګ کې ۵ لوبغاړي وسوځول 


افغان کرکټر راشد خان
افغان کرکټر راشد خان

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وتلي بالر راشد خان بېګا د پاکستان په سوپر لیګ کې پنځه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان چې د لاهور قلندرز لپاره لوبېږي، د پېښور زلمي پر وړاندې دا وړتیا وښوده او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې یې وګټله.

هغه شل منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي يې وسوځول چې په تجارتي کرکټ کې یې نوی ریکارډ هم جوړ شو.

لاهور قلندرز ۱۷۰ منډې کړې وې او پر وړاندې یې پېښور ټیم په ۱۶۰ منډو ایسار شو چې په کې د راشد خان پنځو وېکټو مهم رول ادا کړ.

راشد خان تر دې مخکې د پاکستان سوپر لیګ په اولنۍ لوبه کې وړمه شپه اسلام اباد یونایټېډ ټیم پر وړاندې هم د لوبې غوره لوبغاړي جایزه اخیستې وه.

په هغه لوبه کې راشد خان د لاهور په ګټه په څلورو اورونو کې یوه وېکټه اخیستې وه او یواځې ۹ منډې یې ورکړې وې په توپ وهنه کې یې بیا په پنځو بالونو پنځلس منډې وکړې.

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د متحده عرب اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کې روانې دي.

XS
SM
MD
LG