د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د کم عمره افغان نجونو د فوټبال لوبډله تاجیکستان ته رسېدلې


ارشیف، د نجونو د فوټبال ملي لوبډله
ارشیف، د نجونو د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې له شل کلونو د کم عمره افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډله تاجیکستان ته رسېدلې ده.

افغان لوبډله به د مرکزي اسیا په سیالیو کې برخه واخلي.

د فوټبال فدراسیون وایي چې افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۱مه له ازبیکستان سره ترسره کړي.

د مرکزي اسیا له شل کلونو د کم عمره نجونو دا سیالۍ چې د کرونا له بحران وروسته د لومړي ځل لپاره پیلیږي، د افغانستان ترڅنګ په کې، قرقیزستان، تاجیکستان او ازبیکستان برخه لري.

دا سیالي به د لیګ په بڼه په ۷ ورځو کې پای ته ورسېږي.

د یادولو وړ ده چې د ترکمنستان لوبډلې په دې سیالیو کې د کرونا له امله برخه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG