د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۷

کابل کې د اتلتیک ښځینه 'ځغاستې' سیالۍ پيل شوې


کابل کې د ځغاستې په سیالیو کې ګډون کوونکې مېرمنې

په کابل کې نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) د اتلتیک ښځینه 'منډې وهلو' سیالۍ پيل شوې.

د ملي المپيک کمېټې د رسنیز دفتر غړي مجیب قاري زاده ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د هرات، کندهار، مزارشریف، کابل او دایکنډي ولایت شااوخوا ۶۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

د نوموړي په وینا یاد لوبغاړي به په ۲۰۰،۱۰۰،۳۰۰،۴۰۰، ۸۰۰ او ۱۵۰۰ متره واټن په خپلو کې سره د منډې سیالي وکړي، څو د ځغاستې د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.

ښاغلي قاريزاده زیاتوي، د سیالیو په پای کې به ۱۸ غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته معرفي شي.

XS
SM
MD
LG