د افغانستان د اوو لومړیو مېرمنو ټولنیز فعالیتونه

د افغانستان په تاریخ کې سیاسي لوړو ژورو د افغان ښځو پر ژوند سخت او تریخ اغېز کړی دی. په تېره یوه پيړۍ کې د دغه هیواد پاچاهان او سیاستوال د ښځو له وضعیت سره اړوندو هڅو په خاطر هم ستایل شوي او هم له برمه لوېدلي.

پر دې سربېره چې د ښځو د پرمختګ په برخه کې په تېرو سلو کلونو کې وخت په وخت د اصلاحاتو هڅې شوې، د افغان پاچاهانو او ولسمشرانو مېرمنې تر ډېره د عادي خلکو مخې ته لږ راڅرګندې شوې.

په دې برخه کې مو د افغانستان د دوو ملکو په ګډون د پنځو لومړیو مېرمنو ژوند ته کتنه کړې او د دوی د کورنۍ له غړو سره مو خبرې کړي.

ثریا طرزۍ په ۱۸۹۹م کال کې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د افغانستان د سیاسي څېرې سردار محمود بېګ طرزي په کور کې زېږېدلې وه. دې خپلې زده کړې په سوریه کې کړې وې او د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال له خپلې جلا وطنې کورنۍ سره بیرته افغانستان ته ستنه شوه.

ملکه حمیرا د افغانستان دوهمه ملکه وه چې عمومي پام یې ځان ته اړولی وو. دا د افغانستان له شاهي کورنۍ د سردار احمد شاه خان لور او د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه مېرمن وه.

مېرمن زینب په ۱۹۱۷م کال کې د پاچا محمد نادر شاه او ملکې ماه پرور په کور کې زېږېدلې وه.

مېرمن فتانه په ۱۹۵۳م کال کې د افغانستان په بغلان ولایت کې زېږېدلې ده. دې د فارسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې دکتورا کړې او په هندوستان کې د پوهنتون د استادې په توګه دنده پر مخ وړي.

ظاهره رباني شا او خوا څلور کاله د افغانستان لومړۍ مېرمن پاته شوې.

مېرمن زینت په ۱۹۷۵م کال کې په کابل کې زېږېدلې او په کابل پوهنتون کې يې د طب په برخه کې لوړې زده کړې کړې.

د افغانستان لومړۍ مېرمن، رولا غني د لبنان په بیروت کې زېږېدلې او لویه شوې ده.

ملکه ثریا

ملکه حمیرا

مېرمن زینب

فتانه نجیب الله

ظاهره رباني

زينت کرزۍ

رولا غني

ثریا طرزۍ په ۱۸۹۹م کال کې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د افغانستان د سیاسي څېرې سردار محمود بېګ طرزي په کور کې زېږېدلې وه. دې خپلې زده کړې په سوریه کې کړې وې او د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال له خپلې جلا وطنې کورنۍ سره بیرته افغانستان ته ستنه شوه.

په ۱۹۱۳م کال کې ثریا طرزۍ د وخت د پاچا حبیب الله خان له زوی شهزاده امان الله خان سره واده وکړ. دوی پنځه لوڼې او څلور زامن درلودل او اوس یې یوازي دوې لوڼې شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه ژوندۍ ده.

په ۱۹۱۹م کال کې امان الله خان د افغانستان پاچا او ثریا - ملکه شوه او د ښوونې او روزنې وزارت هم ورکړل شو. دې په ځانګړې توګه نجونې زده کړو ته هڅولې او په کابل کې يې د نجونو لپاره لومړی ښوونځی پرانیست.

ملکې ثریا د ارشاد النسوان یا ((د ښځو لارښود)) په نوم د ښځو لپاره د لومړۍ مجلې بنسټ کېښود. همداراز یې د انجمن حمایت نسوان په نوم د ښځو د ملاتړ لپاره یوه ټولنه هم رامنځته کړه.

ملکه ثریا او امیر امان الله خان
ملکه ثریا او امیر امان الله خان

د برتانیې آکسفورډ پوهنتون په ۱۹۲۸م کال کې ملکې ثریا ته د پوهنې په برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړه. دا هغه مهال چې دا له پاچا امان الله خان سره د اروپا او نورو هیوادونو پر سفر تللې وه.

ملکه ثریا له پاچا امان الله خان سره په ۱۹۲۹م کال کې د کورنۍ جګړې د مخنیوی په خاطر د ایټالیا، روم ته کډواله شوه.

دې په ۱۹۶۸م کال کې په روم کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او مړی يې د جلال اباد په امیرشهید باغ کې د شاه امان الله خان څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.

ملکه ثریا
ملکه ثریا

هندیه د افغانستان د خپلې مور ملکې ثریا په اړه

ملکه ثریا طرزۍ د افغانستان په تاریخ کې اوله ښځه ګڼل کیږي چې د افغان ښځو د زده کړو، پرمختګ او هویت پېژندنې په برخه کې يې ډيرې هڅې کړي.

د دې لور شهزادګۍ "هنديه د افغانستان" وايي؛ مور يې په ډېر سخت وخت کې ډېر ښه کار کاوه او هغه د ډېرو کارونو پيلوونکې وه؛ ځکه چې هغه وخت په افغانستان کې ځيني کارونه د لومړي ځل لپاره کېدل.

ملکې ثریا همداراز د ښځو لپاره د لومړۍ مجلې بنسټ کيښود او لومړی ځل یې د ښځو یوه ټولنه رامنځته کړه.

شهزادګۍ هندیه وايي، مور یې ملکې ثریا د اونۍ یوه ورځ میرمنو ته ځانګړې کړې وه او په دربار کې به یې له هغوی سره په کتنو کې ټینګار کاوه چې ښځې باید لیک لوست وکړي او خپلو کوچنیانو ته هم زده کړه ورکړي.

په ۱۹۲۱ میلادي کال کې د نجونو د لومړني ښوونځې پرانیستل، په ۱۹۲۲ میلادي کال کې ترکيي ته د نجونو لیږل، د ارشادالنسوان د جریدې خپریدل، له ۶ تر یوولس کلنې د نجونو اجباري زده کړې، دا ټول هغه څه وو چې پاچا امیر امان الله خان د ښځو لپاره د ملکې ثریا په مرسته او همکارۍ وکړل.

له هندیه د افغانستان سره د دې د مور په اړه خبرې په لاندي لینک کې واورئ.

ملکه حمیرا د افغانستان دوهمه ملکه وه چې عمومي پام یې ځان ته اړولی وو. دا د افغانستان له شاهي کورنۍ د سردار احمد شاه خان لور او د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه مېرمن وه.

ملکه حمیرا په ۱۹۱۶م کال کې زېږېدلې او په ۱۹۳۱م کال کې يې له محمد ظاهر شاه سره واده وکړ. دوی دوې لوڼې او شپږ زامن درلودل چې اوسمهال یې دوې لوڼې شهزادګۍ بلقیس او شهزادګۍ مریم او درې زامن شهزاده احمد شاه، شاهزاده نادر شاه او شاهزاده میرویس ژوندي دي.

ملکه حمیرا، جرمني ته د سفر پر مهال
ملکه حمیرا، جرمني ته د سفر پر مهال

ملکه حمیرا له پاچا محمد ظاهر شاه سره په ګڼو بهرنیو سفرونو کې ملتیا کړې. دې په ټولنیزه او د زده کړو په برخه کې فعاله ونډه درلوده.

د ښځو د حقونو په برخه کې يې د ((مېرمنو ټولنه)) او ((جمعیت زنان)) په نوم ادارې جوړې کړې وې. دې له سره صلیب ادارې سره د رضاکارې په توګه کار کاوه.

ملکه حمیرا له ۱۹۳۱م څخه تر ۱۹۷۳م کال پوري د افغانستان ملکه وه. دې د ۲۰۰۲م کال د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د ټولنې له فعالو ښځو سره تر یوې غونډې وروسته
د ټولنې له فعالو ښځو سره تر یوې غونډې وروسته

د ملکه حمیرا له لمسۍ وانه ولي سره خبرې

ملکه حمیرا څلوېښت کاله د افغانستان ملکه وه. دې د دغو کلونو پر مهال څه بوختیاوې درلودې؟ د دې مودې پر مهال ملکې په ټولنه کې څه رول ولوباوه؟ سید سمیع عباس د ملکې حمیرا له لمسۍ وانه ولي سره د ملکې د ژوند او فعالیتونو په اړه خبرې کړي. بشپړه خبرې یې دلته واورئ.

مېرمن زینب په ۱۹۱۷م کال کې د پاچا محمد نادر شاه او ملکې ماه پرور په کور کې زېږېدلې وه.

په ۱۹۳۳م کال کې يې له سردار محمد داود خان سره واده وکړ چې وروسته د افغانستان لومړی ولسمشر شو. دوی درې زامن خالد، عمر، ویس او د درخانۍ، زرلښت، شینکۍ او تورپيکۍ په نومونو یې څلور لوڼې درلودې.

مېرمن زینب د ۱۹۷۸م کال د اپرېل په ۲۷مه نېټه د داود خان د کورنۍ له نورو غړیو سره یو ځای په جمهوري ریاست ارګ کې ووژل شوه.

د افغانستان نورو ولسمشرانو نور محمد ترکي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل مېرمنې په ټولنیز ژوند کې د فعالیت پر مهال نه دي لیدل شوي او په رسنیو کې هم نه دې یادې شوې.

مېرمن فتانه په ۱۹۵۳م کال کې د افغانستان په بغلان ولایت کې زېږېدلې ده. دې د فارسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې دکتورا کړې او په هندوستان کې د پوهنتون د استادې په توګه دنده پر مخ وړي.

فتانه نجیب الله له ۱۹۸۶م څخه تر ۱۹۹۲م کال پوري د افغانستان لومړۍ مېرمن وه.

مېرمن فتانه په بیلابیلو غونډو کې له پخواني ولسمشر نجیب الله سره معرفي شوې وه او په ۱۹۷۵م کال کې يې واده وکړ. دوی د هیله، اونۍ او مسکا په نومونو درې لوڼې لري.

فتانه نجیب الله په کابل کې د صلح په نوم د یوه ښوونځي له بنسټ ايښودونکو وه او د دې ښوونځي د مدیرې په توګه یې دنده پر مخ وړه.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۱۹۹۶م کال کې پخوانی ولسمشر نجیب الله او د هغه ورور په علني توګه ووژل، فتانه نجیب په هندوستان کې کډواله پاته شوه او اوس هم په نوې ډلي کې ژوند کوي.


فتانه نجیب

له فتانه نجیب سره د هغې د ژوند په اړه خبرې

فتانه نجیب الله ازادي راډيو ته وویل، کله چې دا د هیواد لومړۍ مېرمن وه، د خپلې وظیفې تر څنګ یې ځیني فعالیتونه کول چې له ولسمشر سره ملاتړ شي. دا وايي د هرې عادي افغانې غوندي ژوند یې درلود او د مېړه د ولسمشرۍ په لومړۍ یو څه موده کې يې د کابل په مکرویان سیمه کې اوسېدو ته دوام ورکړی وو.

د فتانه نجیب الله بشپړه مرکه دلته واورئ.

هیله نجیب

هیله نجیب الله د خپلې مور فتانه نجیب الله په اړه

د پخواني ولسمشر نجیب الله او فتانه نجیب مشره لور هيله نجيب وايي، کله چې یې پلار ولسمشر وو، مور يې د هغه لپاره د توان او قوت سرچينه وه.

هیله نجیب د خپلې مور په اړه له ازادي راډيو سره خبرې کړي. بشپړه خبرې په لاندي لینک کې واورئ.

ظاهره رباني شا او خوا څلور کاله د افغانستان لومړۍ مېرمن پاته شوې.

د هغې مېړه برهان الدین رباني له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۱۹۹۶م کال پوري د افغانستان ولسمشر وو.

د مېرمن رباني د ژوند، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو په اړه ډېر معلومات نشته او نه هم دا په علني توګه د رسنیو له لارې څرګنده شوې.

ظاهره رباني په ۲۰۱۳م کال کې په بلخ ولایت کې په یوه بې ساري اقدام کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي وو چې که څه هم ټول وخت یې د کور په کارونو تیریږي خو خپل مېړه ته د سولې د عالي شورا اړوندې مشورې ورکړي.


امنه ضیا مسعود

امنه ضیا مسعود د خپلې انا ظاهره رباني په اړه

د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني مېرمن ظاهره رباني له هغو لومړیو مېرمنو ګڼل کیږي چې په اړه یې د پام وړ معلومات نشته. په ټولنیز او سیاسي ژوند کې د دې فعالیت نه دی تر سترګو شوی.

د دې لمسۍ آمنه ضيا مسعود د دې د کار او فعالیت په اړه وايي چې دې ډېر خیریه کارونه کول. د ظاهره رباني په اړه د آمنه مسعود خبرې په لاندي لینک کې واورئ.

مېرمن زینت په ۱۹۷۵م کال کې په کابل کې زېږېدلې او په کابل پوهنتون کې يې د طب په برخه کې لوړې زده کړې کړې.

دا له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پوري د افغانستان لومړۍ مېرمن پاته شوې.

د کورنۍ جګړې پر مهال د بلوچستان کويټې ښار ته کډواله شوه.

هلته یې درې کاله په یوه غیردولتي روغتون کې د ډاکټرې په توګه کار کړی. په ۱۹۹۹م کال کې يې له حامد کرزي سره په کويټه

ښار کې واده وکړ. دوی د میرویس په نوم یو زوی او د ملالۍ، نازو او درخانۍ په نومونو درې لوڼې لري.

مېرمن کرزۍ وروسته له هغه بیرته افغانستان ته ستنه شوه چې حامد کرزي د هیواد د موقت او انتقالي دورو مشري پر غاړه واخیسته.

زینت کرزۍ د لومړۍ مېرمنې په توګه پر رسنیو ډېره نه ده څرګنده شوې. هغه اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسي.


د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې زینت کرزۍ پيغام

د افغانستان پخوانۍ لومړۍ مېرمنې زینت کرزۍ د افغان ښځو په اړه ازادي راډيو ته په لیکل شوي پیغام کې ویلي چې افغان ښځو ثابته کړې چې دوی د نړۍ په کچه پیاوړې او د لوړ همت څېښتنې دي. د مېرمن کرزۍ لاندینی پیغام د ازادي راډيو د همکارې فریبا ظاهر په ږغ کې په لینک کې واورئ.

افغان ښځو د تاریخ په اوږدو کې او په خاصه توګه په تېرو څلوېښتو کلونو کې له هر راز ستونزو او سختو حالاتو سره مقابله او مبارزه کړې.

افغان ښځې لکه څنګه چې د ټولنې په جوړښت او د نسلونو په روزلو کې اغېزمن رول لوبولی دی، د ژوند په نورو برخو لکه اجتماعي، تعلیمي، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې یې هم اغېزمن رول لوبولی او د هېواد د خپلواکي، ترقي او آبادي لپاره یې ډېرې سرښیندنې کړي دي او قربانۍ یې ورکړي.

د ښه ژوندانه او یو مترقی او بسیا هېواد اساس تعلیم دی، نو هیله لرم چې د افغانستان خلک د خپلو بچیانو، په خاصه توګه د نجونو تعلیم ته جدي پاملرنه وکړي تر څو افغان ښځې په راتلونکې کې هم سرلوړې ، پیاوړې او روزلي وي تر څو خپل هېواد او خلکو ته لا زیات افتخارات ور په برخه کړي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن، رولا غني د لبنان په بیروت کې زېږېدلې او لویه شوې ده.

مېرمن غني په ۱۹۶۹ م کال کې په فرانسه کې د سياسي علومو له يوه انسټيټوټ څخه ډیپلومه واخيسته. په ۱۹۷۴م کال کې يې د بېروت له امريکايي پوهنتون څخه په سياسي علومو کې او په ۱۹۸۳م کال کې يې د نیویارک له کولمبيا پوهنتون څخه په ژورناليزم کې ماسټري وکړه.

رولا غني له محمد اشرف غني سره په ۱۹۷۵م کال کې واده وکړ.

دوی یوه لور، مریم او د طارق په نامه یو زوی لري.

مېرمن غني له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۰۲م کال کې افغانستان ته لاړه.

دې په کابل کې له خپلو حقونو څخه د محرومه شويو کوچنيانو لپاره د اشيانه په نامه د يوې موسسې سره مرسته پيل کړه.

رولا غني اولینه لومړۍ مېرمن ده چې خپل دفتر لري او په منظمه توګه په غونډو کې ګډون کوي.


په پښتو ژبه کې د لومړۍ مېرمنې رولا غني پيغام

د افغانستان اوسنۍ لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني په دې باور ده چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا نه یوازې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټيټوي، بلکې د هېواد او سیاسي پرمختګ برخه کې هم مهمه ده. افغان ښځو ته د دې له پيغامونو یو دلته واورئ.