د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۸

نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ خلک: نه درمل شته او نه هم ډاکټرته معاش ورکړل شو


د نورستان یوه روغتون کې یو شمېر ناروغان

نورستان کې مېشت خلک وايي له یو کال زیاته موده کېږي چې دا ولایت د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په خبره یې روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون او صحي کار کوونکو ته د معاشونه نه ورکړه، هغه ستونزې دي چې لا هم نه دي حل شوي.

د نورستان د منډول ولسوالۍ ۳۰ کلن اوسیدونکی محمدخان وایي، له خپلې سېمې يې ناروغ په شا د دواب ولسوالۍ تر روغتیايي مرکزه را رسولی، خو په وینا یې نه درمل شته او نه هم د ناروغ لپاره نورې اسانتیاوې.

محمد خان ازادي راډیو ته وویل: "پرون مې له منډول ولسوالۍ څخه د خرابې لارې له امله د اپنډکس ناروغ په شا راوستی، خو نه دلته درمل شته او نه هم نورې اسانتیاوې، اقتصاد مو جوړ نه دی چې لغمان او یا جلال اباد ته یې یوسو. ډاکټرانو هم د معاشونو د نه ورکړې له امله روغتون پرېښی، نه پوهېږو چې کوم برخلیک سره به مخ کېږي؟"

دا ستونزه په ټول نورستان کې موجوده ده، له برګیمټال ولسوالیه نیولی تر منډول ولسوالیه او له منډوله نېولی تر مرکز پارون پورې ټول خلک ترې کړېږي، خو لا هم نه ډاکترانو ته معاشونه ورکړل شول او نه روغتیايي مرکزونو کې درمل او نورې اسانتیاوې پوره شوې.

د نورستان یو شمېر ناروغان
د نورستان یو شمېر ناروغان

د مرکز پارون اوسیدونکي شرف الدین هم دا ستونزه تاییدوي او وايي: "له ډېر وخت راهیسې روغتون کې درمل نشته، ډاکټرانو هم ۶ میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي، څو ځلي مو ولایت مقام سره ستونزې شرېکې کړې، خو لا هم ستونزې پرځای پآتي."

د وانټ کلنیک یو تن ډاکټر مطیع الرحمن وايي، په روغتیايي مرکز کې د درملو د نشتوالي په وجه هره ورځ د ناروغانو او د هغوی د پایوازانو له ستغو سپورو سره مخ وي، خو تر اوسه یې هېچا ستونزې حل نه کړې.

د یاد ولایت حکومتي مسؤلین هم وايي چې ولسونه او ډاکټران يې د درملو او د روغتیاپالانو د معاشونو نشتون له امله مشکلاتو سره مخ دي.

د دوی په خبره چې په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې يي د عامې روغتیا وزارت سره څلور ځلي اړېکه نېولې ،خو تر اوسه ورته چا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "په دې برخه کې متأسفانه د عامې روغتیا وزارت له خوا هغه څه چې لازم دي نه ترسره کېږي، څلور ځلي مې د صحت عامې وزیر سره تماس ونېوه، هغه سره مې تفصیلي خبرې وکړې، خو د وزارت په رهبرۍ او ټول وزارت کې داسې څوک نشته چې هغوی د دې د حل لپاره اقدام وکړي."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

والي زیاتوي، داسې معلومیږي چې د اهېډ په نوم همکاره موسسه باندې د عامې روغتیا وزارت وس نه رسېږي چې د قرارداد سره سم پرې کارونه ترسره کړي.

والي ګواښ کوي، که وزارت او د اهېډ موسسه ستونزه حل نه کړي، نو دوی اړ دي چې یاده موضوع څارنوالۍ ته معرفي کړي: "که یوه موسسه د وزارت قراردادي وي، نو وزارت پر هغه د قرارداد مطابق هر څه کولی شي، خو دلته بدبختانه چې وزارت تراوسه په دې نه ده توانیدلی چې قراردادي، د قرارداد مطابق خدماتو ته اړ کړي، موږ اوس هم په تماس کې یو، که دا موضوع په عاجل ډول حل نه شي موږ مجبور یو چې دا موضوع څارنوالۍ ته ولېږو."

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین بیا هم ژمنه کوي چې ډاکټرانو ته به معاشونه او روغتیايي مرکزونو ته به درمل ډېر ژر ولېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل: "بدبختانه نورستان کې قراردادي موسسې سره ستونزو سره مخ یو. د ورته ستونزو له امله مو په تخار کې ورسره قرارداد له منځه وړی. اوس وزارت هڅه کوي چې د یوې اوونۍ یا لسو ورځو په جریان کې د صحي کار کوونکو ټول معاشونه د ماليي وزارت له خوا اجرا او په نورستان کې ورکړل شي. درمل او نور اړین شیان به هم ډېر ژر خریداري او نورستان ته انتقال شي."

په نورستان کې ولسي وګړي، ډاکټران او حکومتي مسؤلین په داسې حال کې د اهېډ په نوم له همکارې موسسې او د عامې روغتیا وزات څخه د صحي کار کوونکو د معاشونو او په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي چې د تېرې شنبې په ورځ د تخار ولایت اوسیدونکو او روغتیا پالانو د یادې موسسې او د عامې روغتیا وزارت پر خلاف د ورته ستونزو د نه حل کولو په غبرګون لاریون وکړ.

شااوخوا ۱۵ میاشتې کېږي چې د نورستان په ۴۲ روغتیايي مرکزونو کې درمل او نورې اسانتیاوې نشته او همدا راز ډاکټران د معاشونو له نه ورکړې شکایتونه کوي.

د همدې ستونزو د حل لپاره ازادي راډیو تېر او روان کال کې ګڼ راپورونه خپاره کړل، د عامې روغتیا وزارت ورسره هر ځل ډېر ژر د ستونزو د حل ژمنې کړې، خو لا هم ژمنې او ستونزې په خپل ځای پاتي او دا لا هم نه ده معلومه چې اوسنۍ ژمنه به يې پوره شي او که بیا هم ژمنه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG