د کرکټ نړیوالې شورا یا 'ICC' تازه په شل اووریزه سیالیو کې د توپ وهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه.
په دې درجه بندي کې افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی له لسمه ــ یوولسم نمبر ته راکښته شوی او د لسو غوره لوبغاړو په نوملړ کې نه دی راغلی.
حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۹ کال کې د دې نوملړ شپږم ځای خپل کړی و، خو د نه لوبېدو له امله کرار ـ کرار مخ پر کښته کېدو روان دی.