په لومړي ځل په کابل کې د سنوکر روژې جام سیالۍ پيل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، په دې سیالیو کې د کابل ښار او ولسوالیو لوبډلو او همدا شان د ننګرهار ولایت د یوې لوبډلې په بېلابېلو کټګوریو کې۵۶ لوبغاړو ګډون کړی.
د دې ریاست چارواکي وايي، دا سیالۍ د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ پيل شوي او هدف یې د سنوکر سیالیو د ښو لوبغاړو پېژندل دي.
دا سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.