د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

اروپا او اروپا-اسیا کې د ډیموکراسۍ د شاتګ په اړه د بشري حقونو ډلې خبرداری


نړۍ کې د ډیموکراسۍ په اړه په واشنګټن کې مېشت د بشري حقونو ډلې، فریډم هاوس نقشه
نړۍ کې د ډیموکراسۍ په اړه په واشنګټن کې مېشت د بشري حقونو ډلې، فریډم هاوس نقشه

په واشنګټن کې مېشت د بشري حقونو ډله، فریډم هاوس په خپل کلني راپور کې په اروپا او اروپا-اسیا هېوادونو کې ډیموکراسۍ ته اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې کله هم ډیموکراتیکې هڅې په دغو هېوادونو کې دومره کمزورې نه‌وې.

فريډم هاوس په اروپا او اروپا-اسیا یا ایرواېشیا سیمه کې له ډیموکراسۍ د په شاتګ لپاره خبرداری ورکړ.

د بشري حقونو دا مؤسسه وایي، منتخب مشران په ګڼو هېوادو کې ډیموکراتیک بنسټونه کمزوري کوي څو په واک کې پاتې شي او په دې ډول استبدادي واکمنۍ ته لار پرانیزي.

په '۲۰۲۱م کال کې ملتونه د ترانزیټ په حال کې' د هغه کلني راپور نوم دی چې په واشنګټن کې د بشري حقونو دغې ډلې خپور کړی دی او په‌کې یې په اروپایي ټولنه کې له ډیموکراتیک پلوه د هنګري او پولنډ وضعیت تر ټولو بد ارزولی دی.

په راپور کې راغلي دي چې په دې دوو هېوادونو کې د تېرې یوې لسیزې په ترڅ کې په بې‌ساري ډول ډیموکراتیک اصول تر پښو لاندې شوي دي.

خو په راپور کې په اکثر هغو هېوادونو کې چې ارزول شوي د ډیموکراسۍ وضعیت په‌کې د ۱۰ کاله مخکې په پرتله خراب یاد شوی دی.

په راپور کې د روسیې او بلاروس رژیمونه استبدادي رژیمونه بلل شوي چې د تېر یوه کال په موده کې یې پر خپلو خلکو فشارونه زیات کړي دي.

فريډم هاوس بیا د بېلګې په توګه څرګندوي چې په بلاروس کې هغه مظاهره‌چیان وځپل شول چې د ډیموکراسۍ لپاره‌یې هڅې کولې او په روسیه کې د فساد ضد فعال او اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ د وژلو هڅه وشوه، همدارز په وروستیو کې د اوکراین له پولو سره نږدې د روسي ځواکونو ځای پر ځای کېدل د هغو هڅو برخې دي چې د دې هېوادونو مشران غواړي په واک کې پسې پاتې شي.

په روسیه کې د فساد ضد فعال او اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ
په روسیه کې د فساد ضد فعال او اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

په راپور کې راغلي چې په ارمنستان کې له ۲۰۱۸م کال راپه دې خوا چې هلته بخملي انتقلاب وشو د لومړي ځل لپاره تېر کال ډیموکراتیکې هڅې کمزورې شوې.

په راپور کې د ګورجستان وضعیت همغسې بلل شوی دی لکه په ۲۰۱۱م کال کې چې اوسني واکمن ګوند د استبدادي رژیم ځای ونیو.

په راپور کې د قرغزستان په اړه ویل شوي چې ډیموکراتیکې هڅې په‌کې د ۱۰ کاله پخوا په پرتله لږ څه کمزورې شوې دي. د اوکراین په اړه بیا راغلي دي چې د حکومت له لوري د اصلاحاتو هڅو ادامه پیدا کړه، خو له مقاومتونو سره مخامخ شوه.

د فریډم هاوس په راپور کې په ازبکستان او شمالي مقدونیا کې د تېر کال ډیموکراتیکې هڅې ستال شوې دي او ویل شوي چې په دې دواړو هېوادونو کې په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی. بوسنیا هرزګوېنا بیا له ۲۰۰۶ کال راوروسته د لومړي ځل لپاره ستایل شوې ده.

XS
SM
MD
LG