د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د دولسیزې د رامنځته کولو په اړه د کرکټ پخواني مشهور لوبغاړي پیټرسن وړاندیز


ارشیف
ارشیف

د انګلستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني مشهور لوبغاړي کیوین پیټرسن د دولسیزې د رامنځته کولو وړاندیز کړی.

پیټرسن پرون په خپل ټویټر دا خبره لیکلې چې د ګڼو کسانو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

هغه لیکلي ۲۰ اوریز کرکټ یا د انګلستان سل توپیز لوبو ته وړاندیز کوي که چا له ۱۰۰ مترو لوړه شپږیزه (چکه) ووهله ۱۲ منډې ورته حساب شي.

ګڼو خلکو د کیوین پیټرسن په دې وړاندیز ملنډې وهلي، خو ځینو بیا هرکلی ترې کړی او ویلي یې دي چې د شل اوریزو لوبو شور او خوند به لا پسې زیات شي.

کیوین پیټرسن د انګلستان د کرکټ له سرلارو لوبغاړو یو دی. ده په ټسټ کې څه باندې ۸ زره منډې کړي، په یو ورځنیو کې نږدې څلور نیم زره منډې لري او په شل اوریزو لوبو کې یې د منډو شمېر نږدې اووه زرو ته رسېږي.

لا د کرکټ نړیوالې شورا او د انګلستان کرکټ بورډ د دغه وتلي لوبغاړي په وړاندیز کومه تبصره نه‌ده کړې، خو د دې شورا په کلنیو عمومي اسامبلیو کې هر کال د لوبې په نویو اصولو بحثونه هم کېږي.

XS
SM
MD
LG