د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په هغې طرحې کار کوي چې له مخې بهیې د ښوونځیو ځیني مضمونونه له یو بل سره مدغم شي.
وروسته له هغې چې یو شمېر زدهکوونکو په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت په اړه انتقادونه وکړل، اوس دغه وزارت وايي، په طرحې سره بهیې په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.
د دې وزارت چارواکي وايي، د یادې طرحې له مخې هغه مضمونونه چې د محتوا له اړخه یو شان دي یوځای کېږي.
د دې وزارت ویاندې نجیبه ارین د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه طرحه په لومړي پړاو کې ده: "موږ په یو شمېر مضمونونو کې داسې محتواګانې لرو چې په نورو کې تکرار دي، د مثال په ډول موږ د وطن دوستۍ، مدني تعلیمات او اجتماعیات (مضمونونه) لرو چې په دوی کې تکرار محتواګانې ځای پر ځای شوي، کومه طرحه چې وړاندې شوې په دې کې هغه مضمونونه یوځای کېږي چې د محتوا له اړخه یو شان وي، د دې مضمونونو محتوا به همغه وي، خو یوه ټولهییزه بڼه به لري."
د اغلې ارین په خبره، دغه طرحه به په امتحاني ډول په ځینو ښوونځیو کې پلې شي کهیې پایله مثبته وه، له هغې وروسته به په ټول هېواد کې پلې شي.
اغلي ارین وايي، دغه طرحه د حقالزحمه يي ښوونکو د ګمارنې مخه نهنیسي او له بودجوي ستونزو وروسته به هغوی هم جذب شي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د ښوونکو د منتخبې شورا مشر فضل احمد فضل وايي، دغه طرحه د پوهنې د وضعیت د ښه کېدو لپاره مرسته نهشي کولای.
ښاغلي فضل زیاته کړه: "دا طرحه هېڅ ګټوره نهده، د دې لپاره چې هر مضمون ځان ته محتوا لري او نصاب د همغې مطابق جوړ شوی او که وغواړو دوه درې مضمونه سره یو کړو او بیا یې تدریس کړو، نو اوسنیو حالاتو ته په کتو، سره له دې چې د پوهنې په برخه کې ستونزې شته نور به هم وضعیت خراب شي."
په ورته وخت کې یو شمېر زدهکوونکي هم د پوهنې وزارت دغه طرحه د دوی د اړتیاوو د پوره کولو ځوابوونکې نهبولي.
د کابل د سید الشهدا ښوونځي د ۱۲م ټولکي زدهکوونکې نادره حسیني وايي: "زه فکر نهکوم چې دا به په موږ ډېر اغېز وکړي، د دې لپاره چې که یو کس دارالمعلمین وايي هغه هم په تاریخ برخه کې او په همغه برخه کې وړتیا لري، نو هغه خو نهشي کولای چې په پښتو او ریاضي برخه کې درس ورکړي."
خو ځیني زدهکوونکي بیا د پوهنې وزارت دغه طرحه د ستونزو د حل لپاره ګټوره بولي.
په کابل کې د غازي عالي لېسې د ۱۰م ټولګي زدهکوونکی اسدالله وویل: "سل په سلو کې دا یوه ښه طرحه ده، د دې لپاره چې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کوي او زدهکوونکي کولای شي په ښه ډول درس ووايي، مثلاً د ریاضي استاد په فزیک او کیمیا ښه بلد دی او کولای شي درې واړه رشتې په یو وخت کې ښه درس ورکړي."
د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې د دې طرحې خبره کوي چې له دې وړاندې په یو شمېر ښوونځیو کې زدهکوونکو به ښوونځيو کې د ښوونکو له نشتوالي څخه شکایت کړی و.
موده وړاندې په کابل کې ښار کې د ۱۳مې ناحیې اړوند د یو شمېر ښوونځیو زدهکوونکو د دې ستونزې د حل په هدف لاریون هم کړی و.
دوی ویلي و چې څه نا څه میاشت کېږي درسونهیې پیل شوي، خو د ښوونکو د نشتوالي له وجې یې درسونه شاته پاتې دي.