د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د کرونا له وېرې دوو استرالیايي لوبغاړو ای‌پي‌اېل سیالۍ پرېښودې


د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بېټسمن
د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بېټسمن

د کرونا له وېرې د کرکټ دوه استرالیايي لوبغاړو ای‌پي‌اېل سیالۍ پرېښودې.

کن ريچارډسن او ادم زمپا د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې په هندوستان کې د کرونا ویروس د ډېرېدو له کبله استراليا ته ولاړل.

په هندوستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر بل هر وخت د ریکارډ کچې ته رسېدلي او د دې ناروغۍ له امله د مړو په شمېر کې هم بې‌سارې زیاتوالی راغلی دی.

په همدې وخت کې بیا د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالۍ هم روانې دي.

ټاکل شوې چې نن د پنجاب او کلکتې لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړې شي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا ډېلي، حیدراباد لوبډلې ته د یوې منډې په توپیر په سوپر اور کې ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG