د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

افغان او پاکستاني ځواکونو په سپین بولدک کې د اغزن تار د غځولو پر سر نښته کړې


ارشیف، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک کې نښته
ارشیف، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک کې نښته

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د اغزن تار د غځولو پر سر یو ساعته جګړه شوې.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه نن تر غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک په لقمان کلي کې د اغزن تار د غځولو هڅه کوله او دوی یې مخنیوی وکړ.

د علوي په وینا جګړې یو ساعت دوام کړی چې پر مهال‌یې یو ملکي سړی زخمي شوی او دغه‌راز د سپین بولدک-چمن لار د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ چمن دروازه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ چمن دروازه

ښاغلی علوي زیاتوي: "د سهار نهه بجې وې چې د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ د اغزن تار د غځولو پر سر جګړه وشوه، افغان ځواکونو د دغه تار د غځولو مخنیوی وکړ، جګړه اوس پای ته رسېدلې، د خدای په فضل افغان ځاکونو ته تلفات نه‌دي رسېدلي، یو ملکي سړی ټپي شوی دی."

علوي زیاتوي چې د اوس لپاره جګړه درېدلې، خو افغان ځواکونه د تیارسی په حال کې دي.

تر دې مخکې د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي رادیو ته ویلي وو چې پاکستاني ملېشې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د دې ولسوالۍ په لقمان کلي کې د اغزن تار د غځولو هڅه کوي، خو ځايي اوسېدونکي او افغان ځواکونه‌یې مخنیوي کوي.

د سپین بولدک لقمان سیمه کې د تېر ځل جګړه
د سپین بولدک لقمان سیمه کې د تېر ځل جګړه

پاکستاني چارواکو تر اوسه د سپین بولدک د نن ورځې د جګړې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په تېرو درېیو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان په کلی کې د اغزن تار د غځولو پر سر جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG