د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د کرونا وبا پر مهال هم د نړۍ نظامي مصارف زیات شوي


د امریکا سمندري ځواکونه او پوځي زغروالې بېړۍ
د امریکا سمندري ځواکونه او پوځي زغروالې بېړۍ

د 'کووېډ-۱۹' وبا پر مهال هم د نړۍ نظامي مصارف زیات شوي دي. د ۲۰۱۹م کال په پرتله دا مصارف په ۲۰۲۰م کال کې ۲.۶ فیصده زیات شول.

په دې اړه نن په ستاکهولم کې د سولې نړیوال ځېړنیز انسټټیوټ یا (SIPRI) یو راپور خپور کړی دی.

د (SIPRI) د راپور له مخې په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادونو لکه چیلي او جنوبي کوریا د خپلې نظامي بودجې یوه برخه پر کرونا وبا ولګوله او نورو لکه برازیل او روسیې تر پلان کړې بودجې کمه برخه مصرف کړه، د نړۍ نظامي مصرف ۱.۹ تریلیونه ډالرو ته لوړ شو.

د راپور له لیکوالانو یوه، ډيېګو لوپیس ډیسلوا وویل چې په اوسنیو حالاتو کې د دومره نظامي مصرف تمه نه‌کېده.

ده وویل: "خلک به فکر کوي چې د کرونا وبا له کبله باید نظامي مصارف کم شي، خو دا ویلی شو چې لږ تر لږه په ۲۰۲۰م کال کې 'کووېډ-۱۹' پر نړیوال نظامي مصرف هېڅ اغېز نه‌دی کړی."

په ۲۰۲۰م کال کې پنځه هېوادونه چې نظامي مصارف‌يې تر ټولو زیات وو، امریکا، چین، هندوستان، روسیه او بریتانیا دي. په ګډه دوی د نړۍ ۶۲ فیصده نظامي مصرف لري.

د امریکا پوځ ځینې جنګي الوتکې
د امریکا پوځ ځینې جنګي الوتکې

د امریکايي پوځ مصرف ۷۷۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۴.۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

د نړۍ تر ټولو زیات نظامي مصرف لرونکي هېواد په توګه د امریکا برخه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ د ټولو نظامي مصارفو ۳۹ فیصده وه.

د امریکا په نظامي مصارفو کې پرله‌پسې درېیم کال زیاتوالی راغلی.

په «SIPRI» څېړنیز انسټټیوټ کې د څېړونکي الکساندرا مارکسټاینر په وینا، د امریکا اوسني نظامي مصارف ښايي په څېړنو کې د دې هېواد زیاته پانګونه او د دې هېواد د اټمي وسلو پر عصري کولو لګېدلي وي.

په نړۍ کې په ۲۰۲۰م کال کې دوهم تر ټولو زیات نظامي مصارف د چین وو. دا ۲۶م کال دی چې دغه هېواد پرله‌پسې خپل نظامي مصارف زیات کړي. د «SIPRI» د راپور له مخې چین ۲۵۲ میلیارده ډالره مصرف کړي چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱.۹ فیصده زیاتوالی ښيي.

خو د راپور له مخې د روسیې نظامي مصارف په ۲۰۲۰م کال کې تر لومړي پلان شویو مصارفو ۶.۶ فیصده کم وو چې دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

د «SIPRI» راپور وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې د ناټو شااوخوا ټولو هېوادونو نظامي بار زیات شو او په نتیجه کې ۱۲ ناټو غړو هېوادونو د خپلو ناخالصو عوایدو ۲ فیصده بودجه پر خپلو پوځونو مصرف کړه او دوی د دې ائتلاف ټاکل شوي هدف ته ورسېدل.

د ناټو په مشرۍ سمندري ځواکونه
د ناټو په مشرۍ سمندري ځواکونه

په ۲۰۱۹م کال کې یوازې د نهو غړو مصارف دې هدف ته رسېدلي ول.

د «SIPRI» راپور په نړۍ کې د نظامي مصارفو په اړه د کره معلوماتو ټولګه ګڼل کېږي.

د سويډن په پلازمېنه ستاکهولم کې دا انسټټیوټ د هېوادونو له دفاعي بودجې او نورو سرچینو خپل معلومات راټولوي.

XS
SM
MD
LG