د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۱

فدارسیون: څو ورځو کې به د سنوکر لوبې د روژې جام سیالۍ پيل شي


آرشیف، د افغانستان سنوکر

د افغانستان د سنوکر فدارسیون وايي، راتلونکو څو ورځو کې به د سنوکر روژې جام سیالۍ پيل کړي.

د دغه فدارسیون رئیس محبوب شاه درابي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ به دوه ورځې وروسته په کابل کې پیل شي.

نوموړی زیاتوي چې دغو سیالیو کې به د بېلابېلو کلپونو پنځوس ورزشکاران ګډون وکړي چې هدف یې د سنوکر برخه کې د ځوانانو استعدادونو د وړتیاوو لوړول او د غوره څېرو پېژندل دي.

د سنوکر فدارسیون مسؤلین وايي چې له روژې وروسته به د سنوکر د منتخبې او د ملي لوبډلې سیالس هم ترسره شي.

XS
SM
MD
LG