د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۸

ماښام لا نه وي، ترینکوټ کې بیا د جګړې میدان تود وي؛ خلک یې اوربند غواړي


ارزګان کې امنیتي سرتیري د عملیاتو پر مهال

د ماښام تیاره لا نه وي خپره شوې، خو د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار څنډو کې افغان سرتېري او طالبان یوبل ته په ماشه ناست وي او پر یو بل یې ډزې پیل کړي وي.

په ترینکوټ کې د جګړې د لومړی کرښې سرتیري وايي، طالبان ډېر کله د شپې د دوی پر پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي او په وینا یې دوی د شپې له خوا د لید پرمختللي وسایل لري چې له همدې کبله د شپې له خوا جګړه ډېره کوي.

خو د سپکو او درنو وسلو هغه مرمۍ چې حکومتي ځواکونه او طالبانو یې خپلو کې تبادله کوي، ډېر کله د ولسي خلکو تر کورونو رسیږي او د دوی د روژې شپې یې له وېرې او ناارامۍ ډکې کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې (د غويي ۴مه) په ورځ وویل چې د روژې په لومړیو ۱۱ ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې له ۱۵۰ زیات افغانان چې ملکیان او افغان سرتیري په کې شامل دي وژل شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وویل، دوی تر ډېره د حکومتي ځواکونه د بریدونو پر وړاندې دفاع کوي، خو هاخوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی زیاتوي چې افغان سرتیري د وسله والو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځوابي عملیات کوي.

ارشیف کې افغان امنیتي سرتیري
ارشیف کې افغان امنیتي سرتیري

د ارزګان عامو خلکو ته نوره دا مهمه نه ده چې جګړه څوک کوي؟ بلکې مهم ورته د دې جګړې درېدل دي ځکه په وینا یې دې جګړو یې د کورنیو ډېر غړي ترې اخیستې او ځمکې او باغونه یې ور سوزولي دي.

دا ولایت چې جګړو زیات ځپلی، خلک یې ټینګار کوي چې حکومت او طالبان دې لږ تر لږه د روژې په میاشت کې له جګړو لاس واخلي او جګړې قربانیان یې د اوربند غوښتنه هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان د سولې په اړه دننه په افغانستان او بهر کې هڅې چټکې شوي دي.

بل خوا امریکايي ځواکونو هم له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو بهیر پیل کړی چې تمه ده د سېپټمبر د میاشتې په ۱۱مه به بشپړ شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د دې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG