د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۱

چارواکي: غزني کې تېره اوونۍ ۹۰ طالبان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ژوبل دي


غزني کې امنیتي سرتیري د عملیاتو پرمهال

د غزني چارواکي وايي، تېره اوونۍ کې د دغه ولایت په بیلابېلو سیمو کې له ۱۵۰ نه زیات وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچي د شنبې(د غويي ۴مه) په ورځ رسنیو ته ویلي، دغه مرګ ژوبله ددې ولایت په قره باغ، اب بند، ګېلان، مقر، اندړو، رشیدانو، جغتو ولسوالیو کې او همداراز د غزني مرکز په ځینو سیمو کې د افغان ګډو هوايي، ځمکني بریدونه او په مخامخ جګړو کې وسله والو ته اوښتي دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچی
د غزني ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچی

قوماندان کوچی زیاتوي: "غزني ولایت کې د دښمن تر ۹۰ تنه زیات وسله وال وژل شوي چې ځینې سرګروپان او سیمه ییز مشران یې هم په کې شامل وو او ۶۰ تنه نور یې ټپیان دي، یو شمېر وسلې، مهمات او وسایط چې په چاودېدونکو توکو بار وو، هم د ګډو افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي یا له منځه وړل شوي."

نوموړی وايي، تېره یوه اوونۍ کې ۴ تنه ملي پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

هاخوا د غزني ولایتي شورا بیا وايي، د وسله والو طالبانو ترڅنګ په غزني کې امنيتي سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د یادې شورا مرستیال امان الله کامراني ازادي راډیو ته وویل، یوازې تېرو درېیو ورځو کې د ولایت بېلابېلو سیمو کې د دوو قوماندانو په ګډون ۱۵ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني

امان الله کامراني په ارزو سیمه کې د ملي امنیت د پوستې د سقوط، د ده یک ولسوالۍ د امینه قوماندان او د ناوې قطعې د قوماندان د وژل کېدو یادونه کوي.

ښاغلی کامراني زیاتوي: "بدبختانه د ملي امنیت پر پوسته سخته جګړه شوې وه چې ۵ تنه یې وژل شوي وو، څلور نور یې بیا ټپیان وو، دوه تنه ټپیان او دوه تنه جوړ طالبانو له ځان سره بیولي وو، پوسته یې هم سقوط کړې وه، داسې په اردو کې هم زخمیان او شهیدان لرو، د ده یک امنیه قوماندان هم تېره ورځ په جګړه کې شهید شو، قوماندان مبارز او دوه تنه نور ملګري یې هم په ماین چاودنه کې شهیدان شول، دوه تنه ټپیان وو. د غزني حوزه ورځ په ورځ د خرابېدو په حال کې ده."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني په قره باغ، مقر، ګېلان، اب بند، اندړو، ده یک او جغتو ولسوالیو کې همدارنګه د غزني مرکز په ارزو، سفنده او ځینو نورو سیمو وخت په وخت سختې جګړې رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG