د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۷

افغانستان

نامعلومو وسله والو کابل کې څلور امنیتي  منسوبین وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په دوو جلاجلا پېښو کې نامعلومو وسله والو په کابل کې یو ملکي کس او څلور تنه پوځي منسوبین وژلي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، لومړۍ پېښه د کابل د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې شوې او دوهمه د دې ولایت په پغمان ولسوالۍ کې شوې ده.

امنیه قوماندانۍ وايي، دواړه پېښې تر څېړنو لاندې دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښو پړه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې چې تېره سې شنبه (د وري ۳۱مه) نامعلومو وسله والو د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې په لومړي بلاک سیمه کې دوه تنه امنیتي منسوبین په ډزو وژلي وو.

د دې پېښې پړه هم چا نه وه منلې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

خلیلزاد: که طالبان وغواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، امریکا به‌یې ونه‌مني

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که طالبان وغواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، امریکا به‌یې ونه‌مني.

ښاغلی خلیلزاد د ازادي راډیو د تاجکستان له څانګې سره په دوشنبه ښار کې په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: "هېڅ هېواد چمتو نه‌دی، زموږ له بحثونو دا څرګنده شوه چې هېڅوک د جګړې او زور له لارې حکومت نه‌مني او مشروع‌یې نه‌ګڼي، داسې حکومت به منزوي وي."

خلیلزاد زیاته کړه، د امریکا هدف دا دی چې د افغانستان د جګړې دواړه لوري سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د ښاغلي خلیلزاد په خبره د طالبانو یو بل انتخاب په یوه ټول‌شموله حکومت کې ورګډېدل دي چې نړیواله ټولنه به‌یې ملاتړ وکړي او داسې حکومت به مشروع وي او نړیواله ټولنه به خپلو مرستو ته ورسره دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د افغانستان هلمند او بغلان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

احمد ولي هوتک: فرانسوی سیال مې کمزوری دی سیالي ورسره نه کوم

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي، سیال یې کمزوری دی نو ځکه ورسره سيالي نه کوي.

نوموړی دا څرګندونې پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلې او ویلي دي: "ټاکل شوې وه چې له يو پېژندل شوي او پياوړي اروپايي سيال سره سيالۍ ولرم په همدې موخه مې روژه په خوله څو برابره زيات زيار و ایسته تمرينات مې وکړل."

نوموړي زیاته کړې، خو دا چې مشخص سيال د ستونزو له کبله سفر ته چمتو نه وو نو سازمان يو بل سيال غوره کړ چې څلوېښت سيالۍ يې کړې وې او نسبتاً پياوړى و.

خو دی وایي، د خپلو ورزشي مشاورینو په غوښتنه دغه سیالي لغوه کړه.

ټاکل شوې وه چې احمد ولي د خپل فرانسوي سيال نايب اعزام سره د مې په ١٤مه سيالي وکړي.

نامعلومو وسله والو کندهار کې خبریال نعمت روان وژلی دی

نعمت روان

د طلوع د خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او اوس د مالېې وزارت د خپرونو امر نعمت روان نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال ازادي راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تاکید کړه او دا ېې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "نعمت روان نن د کندهار ښار په ۱۴ ناحیه کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو، جسد اوس د کندهارپه روغتون کې دی."

د مالېي وزارت د خپرونو د مسوولینو د معلوماتو له مخې نعمت روان تېره ورځ کندهار ته د خپلو تعلیمي او تحصیلي اسنادو د جوړولو په خاطر تللی و.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.

تر دې یوه ورځ دمخه په کابل کې یو شمېر سفارتونو، ملګرو ملتونو او د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونو د خبریالانو پر وړاندي د طالبانو ګواښ سخت غندلی دی .

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټویټرله لارې خبرداری ورکړ، که خبریالان په یو اړخیز ډول حکومتي خبرونه خپاره کړي جدي چلند به ورسره وشي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ۱۵۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړي

په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۵۸ پرمختیایي پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په لسو ولایتونو کې له یو میلیارډ زیاتو افغانیو په ارزښت له پرمختیایي شوراګانو سره د ۱۵۸ پروژو تړونونونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې پروژو له ډلې مهمې یې د کندهار په ارغنداب سیمه کې د جنګ له امله د رامنځته شوېو ورانیو د بیارغونې ۱۳۸ رغنیزې پروژې دي چې ۸۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

اعلامیه زیاتوي چې۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ نورې پروژې به د هېواد په ۹ ولایتونو کې چې بادغیس، فراه، غزني، جوزجان، کونړ، نورستان، ننګرهار، تخار او زابل کې پلې شي.

دغو پروژو کې د محافظتي او استنادي دیوالونو، د کرنیزو کانالونو، بولډر دیوالونو ، کاریزونو او سولر پمپونو جوړول راځي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کرنیز پورونه منظور کړل

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د ٣٤٤ میلیونه افغانیو په ارزښت یې کرنیز پورونه منظور کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه پورونه په څلورو برخو کې ورکول کېږي.

په دې پورونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کوپراتیفونو، د وریجو د پروسس یوه فابریکه، د اوړو د جوړولو یوه فابریکه او دغه شان د کارتن جوړولو یوه فابریکې جوړیږي.

ښاغلی رستمي وايي چې دا پورونه د کرنې د پراختیا صندوق له خوا چې یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی او د یاد وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، ورکول کېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې یاد صندوق د خپل تاسیس له پیله تر دې دمه ۱۳ میلیارډه افغانۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې پورونه ورکړي دي.

نورستان کې سیلابونو یو تن وژلی او ګڼ زیانونه یې اړولي

ارشیف

د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دې ولایت کې زیاتو اورښتونو او سیلابونو یو تن وژلی او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل، سیلابونه د نورستان په ټولو برخو کې راوتلي: "په بېلابېلو ولسوالیو او مختلفو کلیو کې سیلابونو زیات مالي تاوانونه رسولي دي . څاروي یې له منځه وړي، کورونه یې نړولي، سړکونه یې ډېر زیات ویجاړ کړي، په واما ولسوالۍ کې درې څلورو کلیو ته غځېدلي سړکونه یې ویجاړ کړي. په دواب ولسوالۍ کې یې یو تن وژلی هم دی."

والي وایي زیاتوي، زیانمنو شوېو کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي او د لارو ترمیم لپاره هم پلان لري.

په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د زیاتو بارانونو له امله سیلابونه راووتل چې خلکو یې ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

بغلان چارواکي: د نهرین لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

د بغلان چارواکي وایي، پر نهرین ولسوالۍ د طالبانو د پراخو حملو د په شا تمبولو په نتیجه کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له درېیو وسله والو سره وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تېره شپه له څو لورو د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري مجید له درې نورو وسله والو سره ووژل شو او د طالبانو لس غړي ژوبل شول.

وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

وسله وال د بغلان پر نهرین ولسوالۍ دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د برکه ولسوالۍ یې ونیوله.

د برکه ولسوال وویل، د مهماتو او امنیتي پرسونل د کمښت له کبله له دغې ولسوالۍ په شا کېدو ته اړ کړای شوي وو.

پاکستان له افغانستان سره پر کرښه د تګ لارې د ۲ اونیو په مخه بندې کړې

د تورخم دروازه

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره پر کرښه د تګ لارې د دوو اونیو په مخه بندې کړي دي.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د چهارشنبې له مازدېګره یې د کرونا وبا د خپرېدو له امله سرحدي دروازې تړلي دي.

پاکستان خپلو خلکو ته هم له افغانستانه د بېرته ورتګ اجازه هغه وخت ورکوي چې د کرونا منفي ټېست ورسره وي او که یې ټېسټ مثبت وي باید دوې اوونۍ قرنطین شي.

هغه افغانان چې له پاکستانه افغانستان ته ستتنېږي پاکستان د هغوی مخه نه نیسي.

د دې دوو اونیو په ترڅ کې پر تجارتي مالونو د وړو راوړو بندیز نه دی لګیدلی.

دفاع وزارت: د هلمند روانو جګړو کې امریکايي الوتکو بمبار نه دی کړی

ارشیف، د مارجې ولسوالۍ یوه څنډه

د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ویل کېږي د هلمند په روانو جګړو کې امریکايي الوتکو بمباري کړې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې اوس سل په سلو کې ټول پوځي عملیات افغان ځواکونه کوي.

تر دې مخکې فرانس پرېس اژانس د هلمند د یوه سیمه ییز مقام عتیق الله په نوم پرون چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) خبر ورکړی و چې د امریکايي الوتکو درنې بمبارۍ د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

دې اژانس د یوه امریکایي په نوم چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې خپل نوم نه دی اخېستی دا خبره تایید کړې چې امریکایي الوتکو بمباري کړې ده.

خو د هلمند د ولایتي شورا رییس عطا الله افغان ازادي راډیوته وویل چې امریکایي الوتکو په جګړو کې هېڅ برخه نه ده اخېستې: "د دوی الوتکې دلته د خپلې دفاع لپاره راځي چې دوی څه هدف لري، زموږ خلک ټکان لا نه اوري، خو طالبان د خلکو په کورونو ننوځي، مګر یو ټک یې هم زموږ د معلومات له مخې پر طالبانو نه دی کړی."

په هلمند کې له څلورو ورځو راهیسې جګړې سختې شوي دي چې په زرګونو کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

افغان چارواکي: وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۵۴ تنه وژلي

ارشیف

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر وایي چې د وروستیو سیلابونو له امله تراوسه لږ تر لږه ۵۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

غلام بهاالدین جیلاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې سیلابونو په ۱۲ ولایتونو کې ځاني او مالي زیان اړولی دی: "په ټول افغانستان کې یې تر څلور پنځوس ډېر کسان قرباني شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. تر درې سوه ډېر کورونه تخریب شوي او نژدې زر کورونه څه ناڅه ویجاړ شوي دي. همدا راز دوه نیم زره څاروي تلف شوي دي."

جیلاني زیاته کړه چې تر ټولو ډېر کسان په هرات کې مړه شوي دي چې شمېر یې ۲۲ ته رسېږي.

د دې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې د ورځو ورښتونه ډېر مرګوني وو.

د پاکستان پوځ: ۴ سرتېري مو د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډزو کې وژل شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې ولاړ پاکستاني سرتېري

د پاکستان پوځ وایي، ۴ سرتېري یې په جنوب لوېدیځ کې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو په ډزو کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې پر سرتېرو یې د بلوچستان ژوپ ښارګوټي ته نږدې نن هغه مهال ډزې وشوې چې په سیمه کې یې یوه جوړه شوې موانع کتله.

پوځ ویلي، د متقابلو ډزو په نتیجه کې وسله‌وال د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی او د پاکستان پوځ هم په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

پاکستان چې له افغانستان سره‌یې پر ډيورند کرښه د امنیتي موانعو جوړول له ۲۰۱۷ کال راهیسې پیل کړي، وایي دغه موانع د دې لپاره جوړوي چې د وسله‌والو د تحرکاتو او د غیر قانوني تګ راتګ او قاچاقو مخه ونیسي.

د طالبانو تازه تور ته د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غبرګون

ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان د یوې خبري ناستې پر مهال

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو هغه تور بې‌اساسه وباله چې د افغانستان یو شمېر رسنۍ یې په یو اړخیز ډول په راپور ورکولو تورنې کړې دي.

دغې کمېټې نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان رسنیو په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې په خپلو راپورونو کې انډول او د بې‌پریتوب اصل په پام کې نیولی دی. دغې کمېټې دغه‌راز ویلي چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول ګواښ د منلو نه‌دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن چهارشنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له څو ورځو راهیسې دوی د یو شمېر رسنیو د داسې نشراتو شاهدان دي چې بې‌پرې نه‌دي او که دې کارته دوام ورکړي، نو د دغو رسنیو مسؤلین او کارکوونکي به‌یې د عواقبو مسؤل وي.

د بخښنې نړیوال سازمان امنېستي انټرنشنل د مې په درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې پر خبریالانو د هدفي وژنو چې حکومت‌یې تر شا د طالبانو لاس بولي، له افغان چارواکو د خبریالانو خوندیتوب ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې څلور خبریالان په هدفي وژنو کې وژل شوي او تېر۲۰۲۰ کال ۱۱ افغان خبریالان په دا ډول حملو کې وژل شوي و.

د کوچني اختر په رانږدې کېدو کابل ښاریان د توکو له لوړو بیو سرټکوي

ارشیف

کابل ښاریان د کوچني اختر په رانږدې کېدو په ښار کې د خوراکي موادو په ځانګړي توګه د وچو میوو له لوړو بیو شکایت لري.

دوی وايي چې د وچو میوې په ځانګړي توګه د بادامو، پستو او چهار مغزو په هره کیلو کې ان تر دوو سوو افغانیو زیاتوالی راغلی.

د کابل ښار اوسېدونکي ۳۲ کلن هارون ازادي راډیو ته وویل: "هټیوال د اختر له را رسېدو سره وچه مېوه ګرانه پلوري ان د یو کیلو بادامو بیه چې پخوا ۷۰۰ افغانۍ وه اوس یې په ۹۰۰ افغانۍ پلوري."

خو د کابل په منډوي کې د وچو ميوې یو پلورنکی محمد امین بیا وايي: "ځینې وخت بازار کې وچې مېوې ته تقاضا زیاته شي، نو دوی مجبور وي چې له نور ولایتونو یې را وغواړي چې زیاته کرایه پرې راځي، نو ځکه دوی يې هم یو څه په لوړه بیه پلوري."

کابل ښاروالۍ په خپلې وېبپاڼې لیکلي چې په ښار کې د بیو د کنټرول او څار هڅې په جدي توګه روانې دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

کابل کې د امریکا سفارت کلکانو کې پر روغتیایي کار کوونکو برید غندلی

ارشیف

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د کابل په کلکانو کې پر روغتیایي کار کوونکو نننۍ برید غندلی او پر ملکیانو یې د حملو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې دغه چاودنه کې چې پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې، یو تن وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.

ویل شوي چې په دې موټر کې د پنجشیر روغتیایي کار کوونکي سپاره وو.

طالبانو رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دې چې روغتیایي کار کوونکي یې د وسله والو له بریدونو مصؤن دي.

ښاغلي وېلسن په خپله ټویټر پاڼه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ملکیان باید په نښه شي، روغتونونه، روغتیایي کلینکونه او ښوونځي باید په نښه نه شي او افغانان باید له وېرې پرته ژوند وکړي.

ننګرهار کې د اوسپنې سکټور کې پانګونه لس میلیونه ډالرو ته رسیدلې

په ننګرهار ولایت کې د ګول سیخ او اوسپنې ویلې کولو فابریکو خپله پانګونه لس ملیونه ډالرو ته لوړه کړې ده

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ننګرهار د اوسپنې په سکتور کې د پانګونې کچه لس میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د غویي په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، په یاد ولایت کې د اوسپنې د ویلي کولو ۱۳ فابريکې فعاله دي چې د ګول سیخ او اوسپنیزو توکو بېلابېل تولیدات لري.

د ښاغلي احمدي په خبره د اوسپنې ویلي کولو یاده فابریکه هره ورځ له لسو څخه تر دېرش ټنو اوسپنې د ویلي کولو او د ګول سیخ تولیدونکي فابریکې په ورځ کې له ۲۵ تر اویا ټنو ګول سیخ د تولید وړتیا لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اوسپنې د ویلي کولو د اړتیا وړ زیات اومه توکي له کور دننه ترلاسه کوي او کم شمېر يې له بهره واردېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG