د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۴

فارین پالېسي: طالبانو د امریکا د وتلو پلانونو ته سوړ ځواب ورکړ


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئلې د نړیوالو چاپي خپرونو پاملرنه د ځان لور ته اړولې ده.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز لیکي، ګڼ افغانان دا وېره لري که امریکایي ځواکونه نه‌وي افغانستان په یوازې دا توان نه‌لري چې د ډیموکراسۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې لاسته راوړنې خوندي کړي.

د ورځپاڼې په باور د کابل په ښوونځیو کې د یولسم ټولګي یو زده‌کوونکی به وېره لري چې د زده‌کړو د دوام چانس به ترلاسه نه‌کړي.

په کندهار کې به یو بزګر دا وېره لري چې کله به‌یې هم له پټیو د طالبانو ایښي ماینونه پاک نه‌شي. د حکومت یو سرتېری به دا وېره لري چې کله به جګړه ختمه نه‌شي.

نیویارک ټایمز بیا لیکي، دا درې سره افغانان له بېلابېلو کونجونو یوه پوښتنه کوي، کله چې امریکایان ووتل له څه برخلیک سره به مخامخ شو؟

ورځپاڼه لیکي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه شي، خو دا وېره شته چې دا وتل د افغانستان د خلکو لپاره د یوه بل سخت فصل پیلامه شي.

د سیاسي چارو کتونکي جاوېد کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، که جګړه سخته شي تر ټولو ډېر زیان به‌یې ملکیانو ته وي.

د افغانستان د خلکو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په شمول د مدافعانو غوښتنه په افغانستان کې سمدستي اوربند دی.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونه تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده "طالبانو د امریکا د وتلو پلانونو ته سوړ ځواب ورکړ".

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د خبر تر خپرېدو وروسته د طالبانو ویاند محمد نعیم په ټویټر ولیکل چې تر هغو به دوی د افغانستان د راتلونکې په اړه د سولې په کومه غونډه کې برخه وانه‌خلي چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه‌وي.

د سولې د نویو خبرو لپاره د اپرېل ۲۴مه نیټه ټاکل شوې ده چې په استانبول کې به وي.

فارین پالېسي د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه وړاندې لیکي، دا د ځواکونو وتل دي، انزوا نه‌ده خو بې‌شرطه وتل بیا هم له هغې تګلارې وتل دي چې تر بایډن مخکې امریکایي مشرانو ژمنه کړې وه چې د دولت جوړونې هڅې به په افغانستان کې کوي.

خپرونې بیا د وودرا وېلسن تحقیقاتي مرکز د جنوبي اسیا د برخې د جګپوړي غړي مایکل کوګلمن خبرې رااخیستې دي چې وایي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان اسانه برخه ده، اوس هغه حقیقي سخت کار پیلېږي چې څرنګه د سولې بهیر ژوندی ساتلی شو.

د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت اعظمي ازادي راډیو ته وویل که چېرته د طالبانو له لوري د سولې له هڅو امریکا یو مخ مأیوسه شي، ښایي په قطر کې د دوی دفتر هم بند شي.

XS
SM
MD
LG