د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د استاد فیض الله ښوونځی شااوخوا ۲۵ کاله وړاندې په شخصي ځمکه او شخصي لګښت جوړ شوی و، دا ښوونځی لومړی دیني مدرسه وه.
د ښوونکو معاشونه هم د استاد فیض الله زامنو په غاړه اخېستی و، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سقوط سره يې مدرسه او ودانۍ حکومت ته وسپارله، اوس د ودانۍ په دیوالونو کې درزونه راغلي او پوره رغونې ته يي اړتیا ده.
د دې ښوونځي په غولي کې د تېز باد له امله خاورې او دوړې وي چې زده کوونکې ورسره سخت ستونزې ګالي.
باد دومره توند وي چې زده کوونکي د ښوونکو غږ په اسانه نه شي اوریدای.
د استاد فیض الله په منځني ښوونځي کې د سهار له خوا هلکان او ماسپښین کې نجونې زده کړې کوي.
د زده کوونکو شمېر زیات دی چې خونو کې نه ځایږي، نو ځکه لمر، باد او باران ته زده کړې کوي.
نور راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: