د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ (IPL) د مسابقو په لړ کې نن چهارشنبه(د وري ۲۵مه) سنرایزر حیدراباد او رویال چېلنجرز بنګلور ټیمونه سره مخامخېږي.
په سنرایزر لوبډله کې د افغانستان درې لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن شته.
پرونۍ مسابقه ممبۍ انډیانز ټیم له کلکتې نایټ رایډرز څخه په لسو منډو وګټله.
د کرکټ ځینې نور افغان لوبغاړي په احتیاطي ډله کې شامل دی چې ښايي دوی ته هم د مسابقې فرصت برابر شي.
د هند د کرکټ غوره لیګ د سږکال مسابقې د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ په دغه لیګ کې د افغان لوبغاړو ګډون مهم بللی دی.