د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۵۱

کونړ کې له سینده د شګو راایستل؛ د بې وزلو کاروبار ګرځیدلی


کونړ کې یو بې وزله کاریګر

په کونړ کې یو شمېر بې وزلو کسانو له سیند څخه د شګو راایستل ځان ته د ډوډۍ ګټلو په یوې وسېلې بدل کړي دي.

دا په داسې مهال چې کونړ کې بې کاري په زیاتېدو ده، ځینو کسانو د سیند د شګو چاڼولو او پلورلو ته مخه کړې. دوی وايي، دا کار اسانه نه دی، خو لږ تر لږه د خپلو کورنیو لپاره پرې یو څه ګټلی شي.

۶۰ کلن شاه محمد د اوبو په منځ کې د شګو په راایستلو بوخت دی وايي: "دلته مزدورې کووم، شګه را اوباسم او خرڅووم يې. بې له مزدورۍ بله لار نه لرم، سهار وختي راځو او تر غرمې پورې یو موټر شګه برابرو. "

۶۰ کلن شاه محمد
۶۰ کلن شاه محمد

هغه وايي، ژمي کې یې کار ښه وو، خو اوس د هغو شګو بازار خراب شوی چې دا یې د کونړ له سینده راباسي: " ژمي کې له سینده د شګې رااېستل ګران وو، نو د یو مزدا موټر بیه هم ۴۰۰ افغانۍ وه، اوس دومره یخنې نشته، هر څوک له سینده شګه راایستلی شي، نو قیمت يې ۲۰۰ افغانیو ته را ټيټ شوی چې په دې پیسو هېڅ نه کیږي."

یوازې شاه محمد نه دی چې له سینده د شګو په راایستلو کورنۍ ساتي، بلکې نور په لسګونو کسان هم اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړي چې په نشت وسایلو د سیند یخو اوبو ته د شګو په لټون غاړه ورکړي.

۱۵ کلن ساحل چې له همدې کسانو څخه دی وايي، له چپې درې ولسوالۍ راکډه شوی، اوس په کرایه کور کې اوسېږي ، نور د ګټې وټې څوک نه لري، نو اړ دی چې د سهار له ۵ بجو څخه تر غرمې له سینده شګې راوباسي.

۱۵ کلن ساحل
۱۵ کلن ساحل

ساحل چې ماسپښیني ښوونځي ته هم ځي وايي او پلار یې هم سپین ږیری دی: "دومره پیسې نه لرم چې د ځان لپاره په اوبو کې د کار کولو ځانګړې جامې واخلم، په یخو اوبو کې کار کول ډېر سخت دی، کله چې کور ته ځم بدن مې درد کوي، په زور له سینده ډکه بېلچه را پورته کول او لاسي کراچۍ ته رسول ډېر زور غواړي، لاسي کراچۍ بیا له سینده راویستل هم ګران کار دی، کله چې لاسي کراچۍ راڅخه بنده شي، نورو کسانو څخه مرسته غواړم. "

د دوی په خبره چې د کونړ مرکز او شااوخوا سېمو کې په ودانېزو چارو کې له همدې شګې کار اخېستل کېږي، نو ځکه يي په کې ډېرو کسانو ته د مزدوري کولو زمېنه برابره شوې ده.

دغه خواري کښ مزدوران له حکومتي مسولینو سرټکوي چې نه یې تېرکال د وچې ډوډۍ په پروګرام کې نېولې و ، نه يې په ملي دسترخوان کې چا نوم لیکلی او نه ورته د کډوالو په مرستو کې څوک برخه ورکوي.

په کونړ کې چارواکي بیا وایي، دوی د وچې ډوډۍ وېش او همدا راز د ملي دسترخوان پروګرام د ګذر وکیلانو، قومي مشرانو او کلیوالې شوراګانو ته سپارلی دی او کومو کډوالو چې دوی ته عرض پاڼې راوړې، هغوی سره يې مرستې هم کړي دي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید
د کونړ والي محمد اقبال سعید

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "کوم کسان چې له سینده شګې را باسي او د جګړو له امله يې خپل کورونه پرې ايښې او چې عریضې يې کړي، هغوی ته به مواد ورکړل شي او چا چې عرېضې نه دي کړي زه به د مهاجرینو ریاست ته لارښوونه وکړم چې سروې يې وکړي او مرسته ورسره وکړي."

په کونړ کې داسې ډېرې بې وزلې کورنۍ شته چې د ګټې وټې سرونه ترې جګړو اخېستي، اوس يې د کورنیو سرپرستې یا عمر خوړلو بوډا ګانو او یا هم کوچنیو ماشومانو ته پاتې ده .

XS
SM
MD
LG