د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

کندز چارواکي: تېر کال ۵۶۹ مجرمین نیول شوي، عدلي ارګانونو ته هم سپارل شوي


کندز کې نیول شوي مجرمین
کندز کې نیول شوي مجرمین

د کندز امنیتي چارواکي وايي، تېر کال يې دغه ولایت کې ۵۶۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

دا خبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې له څو کلونو راهیسې دغه ولایت د انسان تښتونو، هدفي وژنو، وسله والو غلاوو او د نورو جنايي جرمونو شاهد دی او دې مسئلې د خلکو انديښنې ډېرې کړي.

د کندز اوسېدونکي د پولیسو د دې اقدام هرکلی کوي او ټېنګار کوي چې پر نیول شوېو مجرمانو باید قانون عملي شي چې بیا جرمونو ته مخه نه کړي.

۴۰ کلن رحمت الله ازادي راډیو وویل: "دا د خوشحالی ځای دی چې دولت فعاله شوی، څو دغه کسان ونیسي. خو مخکې هم دغه شان ډېر کسان نیول شوي، خو له بده مرغه بېرته خوشې شوي، هیله لرو چې پر دوی قانون پلی شي څو بیا دوی په ښار کې بې نظمي جوړه نه کړي. "

د کندز اوسیدونکي وايي، پر نیول شوېو مجرمانو باید قانون عملي شي چې بیا جرمونو ته مخه نه کړي.
د کندز اوسیدونکي وايي، پر نیول شوېو مجرمانو باید قانون عملي شي چې بیا جرمونو ته مخه نه کړي.

خو یو شمېر خلک انتقاد کوي چې پر مجرمانو قانون نه پلی کېږي. د دوی په وینا په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد موجودیت، له جنایتکارو ډلو د سیاسي ګوندونو او څېرو ملاتړ او کلیوالو سیمو کې د دولت نه حاکمیت هغه لاملونه دي چې پر مجرمانو د قانون عملي کېدل یې ناشونې کړي دي.

د کندز ښار یو اوسېدونکی ۳۵ کلن نقیب الله احمدزی وايي: "د دغه مجرمینو په نیولو ډېر زیات خوښ یو، دوی ته دې د قانون له مخې سزا ورکړل شي، څو بیا د پیسو، د رشوت او واسطو په مقابل کې بېرته خوشې نه شي او دغه اندېښنې چې د ښاریانو ترمنځ دي بیا راتازه نه شي."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکي ۵۰ کلن عبدالرحمان اکمل بیا وايي، په ځینو مواردو کې پرته له محاکمې د پیسو بدل کې مجرمان خوشې کېږي.

دی وايي: "دغه مجرمان چې راټولېږي او پیسې ترې اخېستل کېږي او بېرته خوشې کېږي، دا خو سزا نه ده، ځکه رشوت اخېستل امنیت نه شي راوستلی."

خو د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې په جنايي جرمونو تورن نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي او د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني

رحماني زیاته کړه: "د تېر کال له پیله تر دې روان کال د وري میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې د کندز ولایت په کچه د امنیتي تړون د پلي کولو له مخې د پولیسو له خوا ۵۶۹ تنه مجرمان په بېلابېلو جرمونو په تور نیولي شوي. د نیول شوېو کسانو دوسیې د پولیسو د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي."

کندز په شمال ختیځ زون کې د افغانستان هغه ولایت دی چې د جګړو او ناامنیو سربېره د دې ولایت اوسېدونکي د انسان تښتونو، جنايي جرمونو، هدفي وژنو او د وسله والو غلاوو د پېښو له زیاتوالي هم ځوریږي.

XS
SM
MD
LG