د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

د سوک وهنې سیالۍ؛ بلخ لوبډلې اتلولي خپله کړه


ارشیف
ارشیف

بلخ لوبډلې په مزارشریف کې د سوک وهنې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې ویاند مجیب قاري زاده نن شنبه (د وري ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې له بامیان، کابل، پکتیا، فاریاب، جوزجان، بلخ او حیرتان بندري ښارګوټي څخه ٨٠ لوبغاړو ګډون کړی وو.

ښاغلي قاریزاده وویل، دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره نن په مزارشریف ښار کې ترسره شوې.

د نوموړي په وینا د سیالیو په پای کې د بلخ لوبډلې د اتلوالۍ مقام خپل کړ او سمنګان او کابل په ترتیب سره دویم اودرېیم ځایونه خپل کړل.

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG