د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۰

د نړۍ د فوټبال ستوری زلاتان ابراهیموویچ د استرېکس فلمونو نوې برخه کې رول لوبوي


د نړۍ د فوټبال ستوری زلاتان ابراهیموویچ

د نړۍ د فوټبال ستوری زلاتان ابراهیموویچ د استرېکس په نوم د فلمونو د لړۍ په نوې برخه کې د انتي ویروس رول لوبوي.

د فرانسوي فلمونو دا لړۍ په نړۍ کې ډېره مشهوره ده.

سېلک روډ پروډکشن د اسټرېکس او اوبلېکس په نوې برخه کې د ابراهیموویچ د رول لوبولو خبر تأیید کړی او په خپله ده هم پر خپل انستاګرام د انتي ویروس کلمه پر یوه سره چوکاټ لیکلې او خپره کړې یې ده.

د اسټرېکس او اوبلېکس د فلمونو لړۍ د کامیکس یا د هغو تصویري کیسو پر اساس جوړېږي چې فرانسوي لیکوالانو البرت اودېزرو او رېنې ګوسیني لیکلي او تصویري کړي دي.

په دې لړۍ کې تر اوسه ۱۰ فلمونه جوړ شوي دي چې لومړی یې په ۱۹۷۶ کال او وروستی یې په ۲۰۱۸ کال کې بازار ته راوتلي دي.

زلاتان ابراهیموویچ
زلاتان ابراهیموویچ

دا به د ۳۹ کلن ابراهیموویچ لومړی لوی سینمايي کار وي، خو نوموړي مخکې په ځیني نورو هنري فعالیتونو کې هم برخه اخیستې ده. هغه په مارچ میاشت کې د ایټالیا د موسیقۍ په سان رېمو فیستیوال کې راڅرګند شو.

ده د فیستیوال له پیل مخکې په یوه کنفرانس کې وویل چې لوبغاړي د سیاستوالو برعکس د خلکو زړونه سره نږدې کوي.

دی زیاتوي: "د سپورټ لوبغاړي نړۍ یو موټی کوي، خو سیاستوال‌یې سره جلا کوي. زما په سپورټ کې چې د نړۍ تر ټولو ښه سپورټ دی، له ټولې نړۍ څخه لوبغاړي راټول شوي، هر یوه ته ښه راغلاست ویل کېږي او مهمه نه‌ده چې څوک له کوم ځایه راځي. د ټولو یو دین او مذهب دی."

ابراهیموویچ په همدې فیستیوال کې د بلاګونا لوبډلې له کوچ سینيسا میهایلوویچ سره یوه غبرګه سندره وبلله، خو د استرېکس فلم په نوې برخه کې چې د ډایرکټ چارې به‌یې جویلاومې کانېټ سمبالوي او په ۲۰۲۲ کال کې به بازار ته راشي د رول اخیستل د ده مینه‌وال حیران کړي دي.

د سرو جامو لوبغاړی زلاتان ابراهیموویچ
د سرو جامو لوبغاړی زلاتان ابراهیموویچ

زلاتان ابراهیموویچ په عین حال کې چې د سویډن د ملي لوبډلې غړی دی، د میلان د فوټبال کلپ نامتو فارورډ هم دی چې د لوبو په روان فصل کې یې ۱۷ ګولونه وهلي دي.

له میلان اېف سي سره د ده اوسنی قرارداد د فوټبال د روان فصل په پای کې پای ته رسېږي، خو دوی تر اوسه بل قرارداد نه‌دی لاسلیک کړی.

XS
SM
MD
LG