د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

کوسوو کې د جنسي تېري یوې قرباني په پارلمان کې یوه څوکۍ وګټله


وصفیه کراس نیکي ګوډمن
وصفیه کراس نیکي ګوډمن

په کوسوو کې د بشري حقونو یوې فعالې وصفیه کراس نیکي ګوډمن چې د جګړې پر مهال د جنسي تېري قرباني شوې، په دې وروستیو کې د دې هېواد پارلمان ته لاره پیدا کړه.

ګوډمن د فبروري میاشتې د ۱۴مې په انتخاباتو کې د دې هېواد په پارلمان کې څوکۍ خپله کړه. دا وايي چې د جنسي تېري د نورو قربانیانو د عدالت لپاره به مبارزه وکړي.

اغلې ګوډمن زیاتوي: "پوهېږئ زما لومړنی کار به د عدالت غوښتنه وي. غواړم د کوسوو د جګړې د ټولو قربانیانو لپاره عدالت تأمین شي او له هغوی سره په پرمختګ کې مرسته وکړم. زه دا هم غواړم چې دا د ننګ لکه پاکه کړم، ځکه په کوسوو کې له قربانیانو څخه د هغوی کورنۍ، ټولنه او بنسټونه ناوړه ګته اخلي. د دې دلایلو په خاطر ما وغوښتل پارلمان ته راشم."

هغې د جنسي تېري د مسئلې په مطرح کولو سره پخواني دودونه چې خلکو به په دې اړه خبرې کولو شرم ګاڼه مات کړل. مېرمن ګوډمن وايي چې په صربستان کې په جنسي تېریو تورن پوځیان تر اوسه هم نه‌دي محاکمه شوي.

د کوسوو پارلمان
د کوسوو پارلمان

مېرمن ګوډمن د پارلمان غړو ته په ۲۰۲۰ کال کې د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو د جګړو پر مهال د خپلو تجربو په اړه وویل. د کوسوو سترې محکمې هغو دوو پولیس افسرانو ته برائت ورکړی چې پر ګوډمن په جنسي تېري تورن وو.

دې وویل: "د کوسوو په قانون کې موږ قربانيان بلل کېږو، خو موږ ژوندي پاتې شوي یوو. موږ له عدالت پرته له حکومت څخه نور هېڅ نه‌غواړو. موږ د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره ستاسو د ملاتړ غوښتنه کوو، ځکه د جګړې جنایت زموږ پر وړاندې شوی او تاسو زموږ د ساتنې لپاره هلته نه‌وی."

د کوسوو غیر دولتي بنسټونه وايي چې د جګړې پر مهال سرب ځواکونو تر ۲۰ زرو ډېر نارینه او ښځې د جنسي تاوتریخوالي قرباني کړي.

خو په تېرو ۲۲ کلونو کې هېڅ‌څوک په دغو جرمونو نه‌دی محکوم شوی.

ګوډمن وايي دا مسئله باید له صربستان سره مطرح شي: "تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، د جګړې پر وخت جنسي تاوتریخوالی هېڅکله د کوسوو او سربستان تر منځ نه دی مطرح شوی. دا هغه څه دي چې باید ورته پام وشي. او اوس که زه په دې ډیالوګ کې شامله اوسم که نه، دا په بشپړ ډول په نورو پورې اړه لري، نه په ما پورې، خو که زه په دې خبرو اترو کې برخه واخلم، نو زه به صربستان ته د هغه جرمونو په اړه ووایم چې دوی کړي. زه د صربستان د جرمونو شاهده یم. دوی باید خپلې تېروتنې ومني او هغه جرمونه دې نه‌ردوي چې کړي یې دي."

وصفیه کراس نیکي ګوډمن
وصفیه کراس نیکي ګوډمن

وصفیه ګوډمن د کوسوو له جګړې وروسته د امریکا ټکزاس ایالت ته کډواله شوه خو دا اوس خپل ښار ته ستنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG