د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول لپاره د یو لړ نویو اقداماتو طرح وړاندې کړې ده.
ښاغلی بایډن چې د ډیموکرات ګوند د غړي په توګه پر وسلو د محدودیت د لګولو په چاره کې پخوانۍ سابقه لري، پرون د اپرېل په اتمه نېټه دا اقدامات اعلان کړل.
د دې اعلان پر مهال د ولسمشر مرستیاله کماله هرېس او لوی څارنوال میریک ګارلاند هم حاضر وو.
ښاغلي بایډن وویل دا ګام نهیوازې د وسلو د کنټرول په مقصد، بلکې د هغه کړکېچ پر ضد هم اخیستل کېږي چې ده یوه ساري مرض ته ورته وباله.
ښاغلي بایډن وویل: "د وسلو له کبله تاوتریخوالی په دې هېواد کې یوې ساري ناروغۍ ته ورته او په ټوله نړۍ کې زموږ د خجالت باعث دی."
دا اعلان داسې مهال کېږي چې په متحده ایالاتو کې د وسلو په وسیله د ډزو په نویو پېښو کې بیا هم د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي.
په جنوبي کارولینا کې په یوه پېښه کې پنځه کسان چې یو ډاکتر، د هغه مېرمن او دوه لمسیانیې وو، په ډزو وژل شوي دي. هغه کس چې په دې برید تورن دی، د امریکا د فوټبال د ملي لیګ پخوانی لوبغاړی فیلیپ ادامز بلل شوی.
د چارواکو په وینا د هغه مړی وروسته د نوموړي په پلرني کور کې په داسې حال کې وموندل شو چې پر ککرهیې د یوې مرمۍ نښه ښکارېده. چارواکو ویلي چې د دې پېښې په علت نهپوهېږي.
تېره میاشت په کلوراډو او جورجیا کې د ډزو په پېښو کې هم لږترلږه ۱۸ کسان ووژل شول. په متحده ایالاتو کې له څو لسیزو راهیسې په ښوونځیو او د خلکو د راټولېدو په ځایونو کې پر خلکو د ډزو تجربه بیا بیا تکرارېږي.
په امریکا کې د وسلو کنټرول د بېلتانه سرچینه او لانجمنه مسئله ده.
د وسلې د ساتلو حق د امریکا د اساسي قانون په دوهم ترمیم کې خوندي شوی او اکثر کسان د وسلو کنټرول ته د خپل قانوني حق د سلبولو په سترګه ګوري.
د وسلو د پلور او پېر د کنټرول لپاره د ولسمشر بایډن په نویو تدابیرو کې هغه پلان هم شامل دی چې له مخې یې د عدلیې وزارت هغه وسلې ضبطوي چې خلکیې په خپله له پرزو جوړوي او سریال نمبرې هم نهلري.