د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۷

د سولې د بهیر حساس پړاو؛ پر افغان امنیتي وضعیت د روسیې او پاکستان اندېښنې


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر (چپ) له خپل پاکستاني سیال سره د یوه خبري غونډې پر مهال

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې بهیر یوه حساس پړاو ته رسیدلی، روسیې او پاکستان د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله اندېښنه څرګنده کړې.

دا څرګندونې په پاکستان کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د لیدو پرمهال شوي دي.

دواړه هېوادونه له ډېرې مودې په افغانستان کې تاریخي ښکېلتیا لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلام اباد ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال پرون چهارشنبه (د وري ۱۸مه) د پاکستان له صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان د سولې بهیر او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

د عمران خان له دفتره په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي د دې لیدنې پر مهال ښاغلي لاوروف ته د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره د یوه سیاسي حل لارې پر اهمیت ټینګار وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې عمران خان د افغان سولې پروسې د ګړندي کېدو برخه کې د روسیې هڅې وستایلې چې اشاره یې په مسکو کې د افغان سولي په اړه د تېرې میاشتې غونډې ته وه.

عمران خان له ښاغلي لاوروف سره د کتنې پر مهال د افغان جګړې د پآی لپاره د یوه سیاسي حل لارې پر اهمیت ټینګار وکړ.
عمران خان له ښاغلي لاوروف سره د کتنې پر مهال د افغان جګړې د پآی لپاره د یوه سیاسي حل لارې پر اهمیت ټینګار وکړ.

رویټرز خبري اژانس لیکي:

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د سرګي لاوروف له قوله راغلي چې وایي، د طالبانو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو لپاره د یوې موافقې تمه لري، څو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د ختمېدو لپاره رغنده حل لاره وموندل شي.

سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره تر لیدو وروسته په اسلام اباد کې یوې ګډې خبري غونډې ته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه داسې اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل: "لکه زموږ د پاکستاني همکارانو په څېر موږ په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو څخه اندېښمن یو. هلته ترهګریز فعالیتونه په ډیرېدو دي، داعش د هغه هېواد په شمال او ختیځ کې په قوت سره پراخېږي."

په همدې خبري غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو ته لېواله دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

پاکستاني رسنیو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په حواله راپور ورکړی چې وایي، مسکو او اسلام اباد به د ترورېزم پر وړاندې مبارزې لپاره خپلې اړیکې پیاوړي کړي او زیاتوي چې روسیه په پام کې لري پاکستان ته پوځي تجهیزات ورکړي، خو جزئیات یې نه دي ورکړي.

دغه راپورونه د لاوروف په حواله دا هم وایي چې دواړو هېوادونو د نورو ګډو پوځي تطبیقاتو په ترسره کېدو هم موافقه وکړه .

وروسته له هغه چې واشنګټن له طالبانو سره د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو موافقه کړې، مسکو د افغانستان د سولې پروسې په ګړندي کېدو کې د فعال رول لوبېدو لپاره رامخته شوی، که څه هم امریکا وایي، له لوژستیکي او تخنیکي پلوه ګرانه ده چې تر ټاکلي نېټې خپل ټول ځواکونه وباسي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه
د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه

سرګي لاوروف همدا راز پرون د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره هم په راولپنډۍ ښار کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دوی د دفاعي او امنیتي همکاریو په ګډون پر دوه اړخیزو علایقو بحث وکړ.

دا خبره د پاکستان د پوځ اعلامیې او دغه راز پاکستاني رسنیو کړې ده.

د روسیې او پاکستان چارواکو دغه راز په خپلو کې د اقتصادي اړیکو، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې مبارزې او هم د ګازو د یوې نللیکې د پروژې پرمختګونو خبرې وکړې چې د کراچۍ او لاهور ترمنځ غځیدلې.

XS
SM
MD
LG