د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

ننګرهار ته د ۴ زره نوېو ښوونکو د ګمارنې لړۍ کله او څه ډول پیلېږي؟


ارشیف
ارشیف

که څه هم ننګرهار ټولټال ۷رزه ښوونکو ته اړ دی، خو د ننګرهار د پوهنې ریاست وایي، د ۴زره نوېو ښوونکو په ګمارنې سره به په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه راکمه شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د دغو ښوونکو د ګمارنې چاره به د کوم طرزالعمل له مخې ترسره کېږي او کوم لومړیتونه دي چې په پام کې به نیول کېږي؟

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وایي، دغه بستونه به د امتحاناتو ملي کمېټې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له مسؤلانو سره په ګډه هغه ښوونکو ته سپاري چې وړ یې وي.

ښاغلی شینواری ډاډ ورکوي چې د یوې ازموینې له لارې به دغو بستونو ته ښوونکي جذبېږي، خو په خبره یې، لومړیتوبونه یې هغه سیمې چې د ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي او بل ښځينه ښوونکې دي چې تر نارینه وو ورته ډېره اړتیا ده.

شینواری ډاډ ورکوي چې د یوې ازموینې له لارې به دغو بستونو ته ښوونکي جذبېږي
شینواری ډاډ ورکوي چې د یوې ازموینې له لارې به دغو بستونو ته ښوونکي جذبېږي

نوموړی وايي: "دغه ښوونکي به تر ډېره زموږ د ښوونکو د کمبود ستونزه حل کړي، موږ کوښښ کوو چې ډېر سهم ښځينه ښوونکو ته ورکړو، ځکه موږ د ښځينه ښوونکو د کمبود له سختې ستونزې سره مخ یوو، هیله ده چې په شفافه توګه او په ښه کیفیت ښوونکي استخدام کړی شو، څو خلکو ته د زده کړو ښه زمینه مساعده شي."

هاخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ننګرهار ته منظور شوي ښوونکي وګماري او په خبره یې، واضح هدایت ېې دا دی چې ښځو ته خاصه پاملرنه وشي.

د افغانستان ولسمشر او د ننګرهار د پوهنې ریاست مسؤلین په داسې حال کې د نویو ښوونکو په ګمارنو کې ښځينه وو ته د زیاتې ونډې ورکولو خبره کوي چې همدا اوس د دغه ولایت په ۱۰ لېرې پرتو ولسوالیو کې هېڅ ښځينه ښوونکې نشته او خلک له همدې کبله خپلو خویندو او لوڼو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

محمد اشرف غني اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ننګرهار ته منظور شوي ښوونکي وګماري
محمد اشرف غني اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ننګرهار ته منظور شوي ښوونکي وګماري

د ننګرهار اوسېدونکې فرشته وایي، که رښتیا هم د نوېو ښوونکو په ګمارنه کې ښځينه ښوونکو ته ډېره ونډه ورکړل شي نو په دې سره به په لېرې ولسوالیو کې د ښځو د زده کړو کچه لوړه شي.

نوموړې وايي: "په لېرو پرتو سیمو کې د همدغه مشکل له امله زیات خلک خپلو اولادونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوي، هلته استادان یا ښوونکي نارینه دي، نو زه غواړم چې په دې بستونو کې زیاته ونډه ښځينه وو ته ورکړل شي، څو دغه مشکل زموږ حل او د هېواد بچیان تعلیم یافته شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د خپلې هغې ژمنې له مخې چې د ننګرهار له ولسونو سره یې دغه ولایت ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې کړی وه، د ۴زره نویو ښوونکیو بستونه منظور کړل.

د ننګرهار ښوونکي وایي، تراوسه چې د ښوونکو د کمښت ستونزه وه، دوی به دوه او درې ټولګي یو ځای کېنول او له مجبورې ورځې یې ټولو ته په یوه وخت تدریس کاوه، کوم چې د دوی په باور، د زده کړو له اصولو خلاف کار دی.

د دوی له ډلې اورنګزېب حقیار له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې له مسؤلینو غواړي چې ۴ زره نویو ښوونکو په ګمارنه کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي، څو ژر تر ژره د تدریس په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

دی وايي: "اکثریت مکاتبو ته چې به تلو، دوه درې صنفونه چې بیخي له امکانه لېرې او مشکله خبره وه، سره له دې به هم ښوونکو بېچاره ګانو دا مشکل په غاړه اخېستو او دوه درې صنفونه به یې سره یوځای کول چې دا کار بیخي د معارف او د زده کړو په اصولو کې نه منونکی کار دی، خو دوی به دا ستونزه منله او دوی ته به یې درس ویلو."

دا چې د دغو ۴ زره نویو ښوونکو د ګمارنې لړۍ به کله او څه ډول پیل شي؟ هغه پوښتنه ده چې د دغه ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس هجرت الله اختیار ته مو مخې ته کېښوده.

ښاغلي اختیار وویل چې تر اوسه د دغو ګمارنو په تړاو نوي او ځانګړي څه نه دي شوي خو معمولاُ د بستونو له اعلان وروسته ترې ازموینه اخېستل کېږي او وړ کسان ګمارل کېږي.

دی وايي: "د ازاد رقابت له لارې بستونه اعلانیږي، اصلاحات اداري او معارف ریاست په شریکه د بستونو لپاره فورمې ویشي، په شریکه کاندیدان شارټ لېست کوي لایحې او وظایفو ته په کتو او بیا دغه لېستونه د ازموینو ملي ادارې سره شریکوي، د ازموینو ملي اداره ورته سوالونه جوړوي، امتحان ترې اخلي او نتیجه یې هم د ازموینو ملي اداره اعلانوي."

د ښوونکو د کمبود ستونزه او د ۴زرو ښووونکو نوې منظوري په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د ښوونکو په باور، دوی د بې کورۍ او زده کوونکي د کتابونو د کموالي له له ستونزو سره هم مخ دي.

د یادونې وړ ده چې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې افغان حکومت د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورینو لپاره د دوی په تنخواو کې د ۲زره افغانیو د زیاتوالي فرمان صادر کړ چې د همدې کال له پیله د تطبیق وړ دی.

XS
SM
MD
LG