د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

ډفېنس پوسټ: طالبانو تل په انتخاباتو کې ګډون رد کړی دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډفېنس پوسټ

ډفېنس پوسټ خپرونې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ولسمشر اشرف غني وړاندیز شوې طرحې ته پام اړولی دی.

خپرونه لیکي، ولسمشر غني غواړي چې خپله دا طرحه د ترکیې غونډې ته چې دقیقه نېټه‌یې تر اوسه نه‌ده معلومه، وړاندې کړي. دغه طرحه درې مهم ټکي لري.

له طالبانو سره یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل، د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د اوربند ټینګښت او تر وخت مخکې د ولسمشرۍ انتخابات.

ډفېنس پوسټ وړاندې لیکي، طالبانو تل په انتخاباتو کې چې اکثره‌یې له درغلیو، بې‌نظمیو او ان له حملو او تاوتریخوالي سره مل و، ګډون رد کړی دی.

په افغانستان کې د سولې هڅې داسې مهال ګړندۍ شوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د تېر کال د فبرورۍ د موافقې له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو لپاره څه کم یوه میاشت پاتې ده.

د دغه تړون له مخې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو د ضمانتونو په بدل کې به ټول سرتېري د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا د ولسمشر جو بایدن ادارې ویلي چې له لوژیستیکي پلوه دا چاره ګرانه برېښي.

  • سټارز انډ سټرایپس

ستارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په یوه لیکنه کې امریکا ته د تلو لپاره د افغان ژباړونکو د ویزې پر ستونزو تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې د نجیب امینیار خبرې را اخیستې چې درې کاله‌یې په کندهار کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی دی.

هغه دې ورځپاڼې ته ویلي، په ۲۰۱۰ کال کې یې د ژباړونکي په توګه کار پیل کړ او په هماغه لومړیو کې پوه شو چې د هغه ژباړونکي ځای یې نیولی چې د طالبانو له‌خوا وژل شوی و. د سټارز انډ سټرایپس په لیکنه امینیار طالع درلودې چې له ۱۷ میاشتو انتظار وروسته په ۲۰۱۴ کال د امریکا تکزاس ته لاړ شي.

په دوام کې لولو چې تر اوسه په زرګونه ژباړونکي او غیر نظامي ټېکه‌داران چې له امریکایي ځواکونو سره‌یې کار کړی دی، بې‌برخلیکه دي. ان یو شمېر یې له اوو کلونو راهیسې ویزې ته منتظر دي.

د ورځپاڼې په لیکنه د براون امریکایي پوهنتون څېړونکو او تحلیلګرانو د دوشنبې په ورځ د بایډن له ادارې وغوښتل چې افغان ژباړونکو ته د ویزې پر صادرولو له سره غور وکړي.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، له ۲۰۰۹ کال نه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې امریکا ته د تلو لپاره له ۱۸ زره زیاتو افغان ژباړونکو ته ویزې صادرې شوې دي، خو له کله چې په ۲۰۲۰ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر دغه پروګرام له سره غور پیل کړی، د ۲۰۱۹ کال له سپټمبر راهیسې د ویزې شاوخوا ۱۹ زره غوښتنلیکونه ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG